بسم الله الرحمن الرحیم

چین، دنوي کال دلمانځلو په مهال ګڼه ګوڼه کي ۳۵ تنه وژل شوي

دچین په شانګهای ښار کي دنوي کال دلمانځلو په مهال دګڼي ګوڼي په ترڅ کي ۳۵ تنه وژل شوي او تر۴۰ تنو زیات ټپیان شوي دي.

چينايي چارواکي وايي، دشانګهای په ښار کي سمندر ته څېرمه دنوي کال دلمانځلو لپاره زرګونه کسان راټول شوي وو، چي خلکو ټیل ماټیل سره وکړ او ۳۵تنه پکي ووژل شول، پولیسو ویلي، ددې لامل تراوسه څرګند شوی نه دی، چي خلکو ولي ټیل ماټیل پیل کړ.

ځینو چینايي رسنیو خبر ورکړی دی، چي ګډوډي هغه مهال پيل شوه، چي کله دلمانځني دمراسمو په څنګ کي له یوې ودانۍ څخه جعلي پيسې دخلکو لوري ته وشيندل شوې او خلک دپیسو دراټولولو لپاره هغه لوري ته ورتلل په دې ترڅ کي خلک ترپښولاندي شول.

دچين شينهواخبري اژانس خبر ورکړی دی، چي وژل کي کسان زیاتره ځوانان دي.

پولیسو ویلي، ټپیان یې دشانګهای روغتون ته ليږدولي دي او دزیات شمېر ټپیانو روغتیايي حالت نازک دی.

شانګهای دچین ستر ښار دی، چي ۲۴ ميليونه نفوس لري.

دنوي کال جشن په روس، چین، عرب اماراتو برسېره په زیات شمېر اسلامي او غیر اسلامي هيوادونو کي لمانځل کیږي.

Tweet
Share