بسم الله الرحمن الرحیم

سوریه، په درعا کي درژیم ۴۵پوځیان وژل شوي

دسوريې په درعا ولایت کي له څو ورځو راهیسي دبشارالاسد درژیم او وسله والو مخالفینو ترمنځ جګړې رواني دي.

فعالانو ویلي، چي په دغو جګړو کي دبشارالاسد درژیم او درژیم دملاتړو ملېشو ۴۵ تنه وژل شوي، چي زياتره يې دحزب الله کسان دي.

راپورونه وايي، چي ددرعا په یوشمېر سیمو کي اوس هم ددواړو لوریو ترمنځ جګړې رواني دي.

له بله پلوه ددمشق په الوافدین کېمپ کي دجګړو په ترڅ کي درژیم یوشمېر پوځیان ټپیان او وژل شوي دي.

راپورونه وايي، چي دحما په شمال کي داللطامنة په ښار درژیم جنګي الوتکو بمباري کړې ده، چي په ترڅ کي یوشمېر کسان ټپیان او وژل شوي دي.

درژیم پوځیانو دحمص په حولة ښار او الوعر سیمي دتوپونو او توغندیو برید کړی دی، چي تراوسه دمرګ ژوبلي په اړه راپور نه دی ورکړل شوی.

راپورونه وايي، چي دحلب په شمال کي دالعامرية او الاذاعة په سیمو کي درژیم او مخالفينو ترمنځ جګړې رواني دي، چي دواړو لوریو ته پکي مرګ ژوبله اوښتې ده.

په دې برسېره ددیرالزور په هوايي ډګر او ښار کي هم سختي جګړې رواني دي.

ویل کیږي، چي دسوریې په جګړه کي تراوسه له درې نیم لکو څخه زیات کسان وژل شوي ، شاوخوا ۱۵ لکه کسان ټپیان شوي او دسوريې شاوخوا نیمايي وګړي بې ځایه شوي دي.

Tweet
Share