بسم الله الرحمن الرحیم

د کابل په اداره کې د ونډې اخيستنې د آوازو په اړه د اسلامی امارت د ویاند څرګندونې

1 flag

نن په رسنيو کې آوازې خپرې شوې چې ګنې د کابل ادارې چارواکو، مجاهدینوته په کابینه کې د دريو څوکيو د ورکړي وړانديز کړی، یا د ځينو ولایاتو او مصئونیت غوښتنه شوې او داسې نورې خبرې....

موږ دغه راز بې بنسټه خبرونه په کلکه ردوو، موږ دکابل له لاسپوڅې ادارې سره هيڅ تماس هم نه ده نیولی او نه هم کومه غوښتنه ترې شوې.

که په کابل کې له وړاندې اوسیدونکو ځينو هغوکسانو سره اړيکه يا خبرې شوې وي، چې پخوا د اسلامي امارت غړی وو او اوس په کابل کې ترنظارت لاندې ژوند کوي، له هغو سره خبرې یا ورته وړانديز د اسلامي امارت په نمايندګۍ نه دی.

موږ د کابل ادارې سره د هر ډول اړيکو او ورڅخه د غوښتنو په اړه خپرې شوې آوازې په کلکه ردوو.

ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ویندوی

۱۸/۳/۱۴۳۶هـ ق

۱۹/۱۰/۱۳۹۳هـ ش ــ 2015/1/9م

Tweet
Share