بسم الله الرحمن الرحیم

د کابل ادارې لخوا يو ځل بيا د بنديانو د کړولو بهير د پيل کيدو په اړه د اسلامي امارت د ویاند څرګندونې:

1 flag

د کابل ادارې امنيتي ادارو د هيواد په مرکزي زندان پلچرخي کي ګڼ شمېر بنديان نن سهار پدې نامه له خپلو بلاکونو څخه و ايستل چي بل زندان ته يې انتقالوي، له دې مخکي په پلچرخي زندان کي بنديانو داسي ګنګوسې اورېدلي وې چي کيدای شي سلګونه بنديان له پلچرخي زندان څخه د بګرام بدنام زندان ته دجزايانو په توګه يووړل شي ، څرنګه چي د بګرام زندان وضعيت دهيواد د نورو زندانونو په پرتله ډېر ناوړه او د سختو شرايطو درلودونکی دی، نو بنديان او د بنديانو کورنۍ د کابل ادارې له دغه حرکت څخه سخت اندېښمن دي، د څرخي پله د ځينو بلاکونو بنديان وايي چي دلته يې له ولايتي محابسو څخه هم يو شمېر بنديان په همدې موخه راوړي او کيدای شي ډېر ژر يې له نورو بنديانو سره بګرام او يا کوم بل سخت زندان ته يوسي.

د ژمي په سخته يخني کي داسي زندانونو ته د بنديانو انتقالول چي هلته شرايط نور هم خراب او ناوړه وي د بنديانو له حقوقو ښکاره سرغړونه او ددوي له بېوزله او غريبو کورنيو سره ستر ظلم دی، موږ له مظلومو بنديانو سره د کابل رژيم دغه ډول ظالمانه چلند په کلکه محکموو او پر ټولو نړيوالو بشري ادارو او ازادو بنسټونو ږغ کوو تر څو له بنديانو سره د کابل رژيم ددغه ډول ظالمانه او وحشي چلند مخنیوی وکړي او پرېنږدي چي بنديان او ددوي مظلومې کورنۍ د حبس او یوازيتوب پر تکلیف سربېره په نورو طريقو هم وځوروي او نړيوال منل شوي حقوق يې تر پښو لاندي شي.

ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ویندوی

۱۱/۴/۱۴۳۶هـ ق

۱۱/۱۱/۱۳۹۳هـ ش ــ 2015/1/31م

Tweet
Share