بسم الله الرحمن الرحیم

کابل، دجميعت اسلامي ددوو قومندانانو ترمنځ جګړه کي یو تن وژل شوي، دوه تنه ټپیان دي

دجميعت اسلامي ددووو قومندانانو ترمنځ تیره شپه په کابل کي جګړه شوې ده، چي په ترڅ کي يې یو تن وژل شوی او دوه تنه نور ټپیان شوي دي.

راپورونه وايي، جګړه دپخواني قومندان جنرال جرئت او یوه بل پخواني قومندان رحیم دره يی دزامنو ترمنځ شوي ده، چي ددواړو وسله والو کسانو په یوه بل ډزي کړي او جګړه نښتې ده.

په دغه جګړه کي دجنرال جرئت یو زوی وژل شوی او بل زوی یې ټپي شوی دی، همداراز دقومندان رحیم هم یو ساتونکی ټپي شوی دی، ټپیان اوس مهال دکابل په روغتون کي تر درملني لاندي دي.

رارسيدلي راپورونه ښيي، چي دغه جګړه ددواړو قومندانو دزامنو ترمنځ ترلفظي شخړي وروسته پيل شوې ده.

له پيښي وروسته سیمي ته دکابل درژیم عسکر رسيدلي دي، ترڅو دنوري جګړې مخه ونیسي، داسي راپورونه ورکړل شوي، چي کېدلی شي، دجنرال جرئت کسان په قومندان رحیم او ساتونکو يې انتقامي برید وکړي.

جنرال جرئت چي په کابل کي دپنجشیریانو دسرتاسري شورا رئیس دی په کابل کي دوسله والو یوه ډله له ځان سره لري، په دې برسېره قومندان رحیم هم چي داحمدشاه مسعود سکرتر پاته شوی دی دوسله والو یوه ډله لري.

دکابل ښاریان تل شکایت کوي، چي دپولیسو سره په څنګ کي دپخوانیو قومندانانو ساتونکي او وسله وال زیانونه ورته رسوي او په غلاوو، دخلکو په اختطاف او زیات شمېر جنایاتو کي لاس لري.

Tweet
Share