Home / اعلامیه ،تبصره،مرکه، / اسلامي امارت د خپل ولس د نفس، مال او عزت د ساتلو په موخه قربانۍ ورکوي

اسلامي امارت د خپل ولس د نفس، مال او عزت د ساتلو په موخه قربانۍ ورکوي


د اونۍ تبصره /
۲۲ کاله وړاندي په (۱۵ محرم ۱۴۱۵هق) تاریخ د علماء کرامو په مشوره او ملاتړ د امیر المؤمنین ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله تعالی له لوري اسلامي تحریک په دې موخه تاسیس شو چې د هغه وخت د بیساري فساد، ملوک الطوائفۍ او بي بندوباره ټوپکیانو مخنیوی وکړي او افغان معزز ولس ته د دوی له شر، ظلمونو او وحشتونو څخه نجات ورکړي، وروسته په (۱۵ ذو القعده ۱۴۱۶هق) نیټه د علماء کرامو په لویه عظیم الشان اجتماع کې چې د ګران هېواد د مختلفو سیمو نه یې کندهار ته تشریف وړی و مرحوم مؤسس ته د امیر المؤمنین لقب ورکړ شو.
د هغه دورې ډېری ژوندي شاهدان اوس هم شتون لري چې د هغه مهال د جګړو، هرج ومرج، چورتالان او بد اخلاقۍ دردناکې پېښې یې په خپلو سترګو لیدلې دي او د هغه وخت له نادودو یې نن هم زړونه له غمونو ډک دي، که څه هم د ۱۳۷۱هش کال د ثور په اتمه د کمونستانو کرغیړنه واکمني ړنګه شوه خو د اسلامي نظام د حاکمیت ولسي ارمان پوره نشو بلکې د افغانانو اسلامي اخوت او وحدت هم له جدي خطر سره مخ شو او د پلازمېني کابل په شمول ټول هیواد د اقتدار، جاه و جلال بي هدفه جګړو په سر واخیست، د مقدس جهاد سپیڅلي آرمانونه نیمګړي، د افغان مسلمان ولس د یونیم میلیون شهیدانو او سپیڅلو مجاهدینو پاکې هیلې په ناهیلۍ بدلې شوې.
اسلامي امارت په لږ موده کې د افغان ولس اعتماد خپل کړ، د شر او فساد کمبله یې ټوله کړه، د الله جل جلاله په نصرت او بیا د مسلمان ولس په غوڅ ملاتړ د هېواد په ډېره برخه کې اسلامي نظام حاکم، او د مسلمانانو سر، مال او عزت خوندي شو، اجتماعي عدالت تامین شو، د مخدره توکيو کر کیله، پېر او پلور صفر ته ورسېد، په هېواد کې د امن او استقرار فضا حاکمه شوه.
اسلامي امارت په دوهم پړاو کې د اشغالګرو وحشي قواوو سره د مقدس جهاد میدان ته راودانګل، د الله جل جلاله په لوی فضل او نصرت او بیا د مجاهد ولس په بیساري قربانیو دښمنان د بدي ماتي سره مخ دي، جهادي کاروان منزل مقصود ته ان شاء الله نېږدې شوی، ګران هېواد د ازادۍ او استقلال د بیا اعادې په درشل کې قرار لري، دا دی نن اسلامي امارت د خپل ویاړلي تاریخ دریم پړاو ته د ننوتلو په حال کې دی، مسلمان ولس د اسلامي نظام د حاکمیت شیبو ته انتظار باسي، د مجاهدینو وروستیو پرمختګونو د خلکو هیلې راټوکولې دي.
د اسلامي امارت د ۲۲ کلن تاریخ زریني پاڼې د ولس په وړاندي غوړیدلي پرتي دي، هر څوک یې په اساني سره لوستلای شي، د اسلامي امارت مجاهدین د ولس په منځ کې په تقوا او سپیڅلتیا شهرت لري، د ولس د سر، مال او عزت د ساتلو ویاړ لري، د امن وامان او استقرار، د عفت او صداقت نښه بلل کیږي، د فساد، چور او چپاول، فسق او فجور، د بیحیایۍ او فحشا د له منځه وړلو لپاره تجربه شوې نسخه ده، د ښځو د درناوي ښه سابقه لري، که د اسلامي امارت ۲۲ کلن تاریخ په غور سره مطا لعه شي نو د اسلامي نظام ځانګړتیاوې له ورایه په کښې ځلېږي.
دا چې ځیني رسنۍ او سازمانونه د اشغالګرو او ګوډاګیانو په مالي ملاتړ او لمسونه د اسلامي امارت او سپیڅلو مجاهدینو خلاف پروپاګنده کوي، ناحقه تهمتونه او تورونو لګوي، دا په حقیقت کې په ولسي کچه خپل ځانونه شرموي او خپل نړیوال اعتبار ته زیان رسوي، داسي سپک او پوچ تبلیغات د اسلامي امارت حقانیت او رښتینولي نوره هم پیاوړي کوي، ټول ولس په ځانګړي ډول د کندوز غیرتمن خلک د مجاهدینو پر برائت او پاکدامنۍ شهادت ورکوي، دا ډول تورونه یوازې د اسلامي امارت په شان کې ګستاخي نه ده بلکې دا له افغان مجاهد او غیرتمن ولس سره نه بخښونکۍ ظلم دی، یوازې د کندوز فتحه نه ده، مجاهدین د ګران هېواد په مختلفو سیمو کې هره ورځ فتوحات لري خو لله الحمد هیچا هم دداسې ناوړه پیښو په اړه څه نه دي اورېدلي، چې د هغوی پر پاکه لمن دې تور داغ وي، دښمن دا ډول سپک او پوچ تبلیغات یوازې د خپلې شرمېدلې ماتې د پټولو او د ذهنیتونو په بل لوري کولو لپاره کوي، که نه دوی هم ښه پوهېږي چې د اسلامي امارت په قاموس کې د بي عفتۍ او بیحیایۍ، د غلا او غدۍ په نامه هېڅ نشته.

Leave a Reply !



//