13-11-2015
د امریکایې اشغال په څوارلس کلنه توره دوره کې زمونږ هېواد ډېر زیانونه ولیدل او ډېرې ناخوالې یې وګاللې، دغو د اسلام او بشر دښمنانو د هیڅ ظلم نه مخ وانړوی، د ظاهري خرابیو او ورانیو، د قتل عام او ځورونو په څنګ کې یې د افغان ولس په ذهني، فکري او کلتوري شتمنیو هم یرغل وکړ، د افغان ولس په زرګون کلن وحدت او اتفاق یې حمله وکړه، د قومیت، سمت او ژبو په نامه یې توپیرونه رامنځته کړل، په مختلفو نومونو یې د افغاني ټولنې د ویشلو کوښښ وکړ، په داسي حال کې چې افغانانو تر دغه کرغیړن بد مرغه امریکایي یرغل مخکې د اسلامي نظام له برکته په یوه متوازنه او پر اخلاقي بنسټونو ولاړه ټولنه کې له یو بل سره د درناوي په فضا کې د وروڼو په څېر ژوند کاوه .
کله چې یرغلګر دښمن د خپلو ټولو مکرونو سره سره د افغاني ټولنې د دیني، فکري او کلتوري وحدت په له منځه وړلو کې ناکام، او د ولس د کلک غبرګون سره مخ شو، نو د اربکیانو په نامه یې هغه بي بندوباره توپکماران یو ځل بیا مسلح کړل کوم چې یو مهال به د دوی تبلیغاتو کول او بي مسئولیته جنګسالاران به یې بلل، اوس چې افغان ولس د اربکیزم امریکایي پروژه هم یو مخ رد کړې ده نو قسم خوړلي دښمن د مذهب په نامه نوې خطرناکه لوبه پیل کړې ده، د شیعه او سني په مینځ کې د داعش تر عنوان لاندې د درز اچولو کوښښ کوي، د کورنیو فتنو او خپلمینځي جګړو اور ته لمن وهي .
الحمد لله ثم الحمد لله افغانان د اسلام پیروان دي، د اسلام له نظره مونږ ټول وروڼو یو، اسلام د ژوند هر اړخیز کامل نظام دی، د یرغلګر دښمن هڅې به هم هرو مرو د ناکامۍ سره مخ کیږي، ځکه الله جل جلاله مونږ ته د فتنو د له منځه وړلو لپاره هم اصول رالیږلي دي او هم یې مونږ ټول مکلف کړي یو چې عملي یې کړو، مثلا :
۱ - الله جل جلاله مونږ ته امر کوي : { وَاعْتَصِمُوا بِحَبْلِ اللَّهِ جَمِيعاً وَلا تَفَرَّقُوا …} ( آل عمران - ۱۰۳ ) او ټول د الله تعالی په رسۍ منګولې سره ټینګې کړئ او تفرقې مه جوړوئ، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایې : ( علیکم بالجماعة، وإياكم والفرقة ). رواه الترمذي، وفي رواية ( الجماعة رحمة والفرقة عذاب ). ژباړه : له جماعت سره اوسئ، له تفرقې نه ځان ساتئ، په یو روایت کې راځي : جماعت رحمت، او تفرقه عذاب دی .
په ډېرو قرآني آیتونو او نبوي احادیثو کې مؤمنانو ته په اتحاد او اتفاق امر شوی دی او د تفرق، اختلاف او ځان ځانۍ نه منع شوي دي، نو په هر مسلمان لازم او واجب دي چې خپل اختلافات یوې خوا ته پریږدي یا یې لږ تر لږه د الله جل جلاله د حکم سره سم شریعت ( کتاب او سنت ) ته حواله کړي او د صف وحدت وساتي .
۲ - الله جل جلاله د مومنانو سره د دوستۍ او موالات امر کوي، دوی یې سره وروڼه کړي دي او د خپل مینځي اختلافاتو د لیرې کولو حکم یې ورته کړی دی : { إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ إِخْوَةٌ فَأَصْلِحُوا بَيْنَ أَخَوَيْكُمْ ۚ وَاتَّقُوا اللَّهَ لَعَلَّكُمْ تُرْحَمُونَ } ( الحجرات - ۱۰ ) ژباړه : بیشکه یوازې مومنان سره وروڼه دي، نو د خپلو وروڼو تر منځ اصلاح وکړئ، او له الله تعالی څخه ووېرېږئ تر څو رحم در باندې وشي . دا د مومنانو وظیفه ده چې د خپل مینځي جګړو مخه ونیسي او کومه ډله چې د الله جل جلاله حکم ته غاړه نه ږدي د هغې په اړه جدي اقدام وکړي .
۳ - اسلامي شریعت د عدالت، تواضع، رفق، د امیر د اطاعت او ښو اخلاقو غوښتنه کوي او د عجب، کبر، جاه طلبۍ، بغاوت او ذمیمه خویونو څخه مسلمانان راګرځوي، د { رحماء بینهم } 118, سورة الفتح . ژباړه : مومنان په خپلو کې سره مهربانه وي، { أذلة علی المؤمنین } 54, سورة المائدة . ژباړه : مومن له نورو مومنانو سره عاجزي کوونکی وي، په حدیث شریف کې راځي : ( إياك والظن فإن الظن أكذب الحديث ) رواه البخاري . ژباړه : له ګومان نه ځان لیرې ساته، ځکه ګومان تر ټولو زیاته درواغژنه خبره ده، بل مبارک حدیث دی : ( مَثَلُ المؤمنين في تَوَادِّهم وتراحُمهم وتعاطُفهم : مثلُ الجسد، إِذا اشتكى منه عضو : تَدَاعَى له سائرُ الجسد بالسَّهَرِ والحُمِّى ). رواه بخاري ومسلم . ژباړه : مومنان په مینه، مهربانۍ او خواخوږۍ کې د یو بدن په څېر دي، کله چې یې یو غړی په درد شي، ټول بدن ور سره بې خوبه او په تبه وي . دا شان بیشمیره نصوص مومنانو ته لارښوونه کوي چې په خپلو کې شخړي ونکړي، یو بل ته عفوه وکړي .
څه رنګه چې مونږ ټول افغانان د اسلامي نظام غوښتونکي یو نو په کار ده چې د خپل ځان، کور او ملګرو نه یې پیل وکړو، تر هرڅه وړاندې ذات البیني اختلافات لیري کړو، یو په بل ښه ګمان وکړو، د فتنو مخه ونیسو، د اسلامي نظام د قیام لپاره قرباني ورکړو، که بالفرض والتقدیر ظلم راسره شوی وي یا مو حق تلف شوی وي له مشروع او قانوني لارو یې غوښتنه وکړو، او که نه کېږي د الله په خاطر او د اسلامي نظام په خاطر صبر وکړو، رسول الله صلي الله عليه وسلم فرمايي : ( إنكم سترون بعدي أثرة فاصبروا حتى تلقوني علي الحوض ) رواه البخاري , ومسلم والترمذي و النسايي .
ژباړه : بیشکه تاسو به له ما نه وروسته ډېر زر خود خواهي ووینئ، خو صبر به کوئ، تر څو له ما سره په حوض کوثر مخامخ شئ .
مونږ ټول باید په دې مبارکو آیتونو او احادیثو عمل وکړو، داسې نه چې خدای ناخواسته د وړو وړو خبرو په وجه د اسلامي نظام د حاکمیت ستر هدف له لاسه ورکړو بیا به په دنیا او آخرت کې د رسوایۍ سره مخ یو . والله الموفق