19-11-2015
د اونۍ تبصره /
په ګران هېواد کې میشت وروڼه قومونه او پرګنې چې زرګونه کلونه یې د یو بل په څنګ کې د وروڼو په څېر د محبت ژوند کړی دی په دې حقیقت پوهیږي چې د اسلامي امارت د تأسیس، جهاد او جد وجهد موخې سپیڅلې دي، مقصد یې د اسلامي نظام تر سیوري لاندي خپلواکي د هېواد آزادي، سمسورتیا، د ولس د وحدت تامین او سوکالي ده، د اسلامي امارت د اهدافو خلاف د اشغالګر دښمن او دهغه د غلامانو څوارلس کلن تبلیغاتي کمپاین چې د اسلامي امارت د سپیڅلو اهدافو د تحریف او د اشغال د دوام په موخه یې پیل کړی و او په ملیونونه ډالر مصارف یې ورباندې کول نن ورځ د الله جل جلاله په فضل او بیا د ولس د اسلامي فراست له برکته د رسوایې او شرمندګۍ سره مخ دی.
په دې وروستیو وختونو کې اسلامي امارت په علني ډول عملا د ولس ساتونکي ځواک په بڼه او شکل کې راڅرګند شو، ولس په هېواد کې د مظلومانو د آه او فریاد د مرجع په توګه مراجعه ورته کوي، د هرې ناوړې پېښې پر مهال د خلکو د امید سترګې د مجاهدینو لوري ته اوړي، ځکه د عام ولس نه د هغوی د دفاع وړتیا، په دې لاره کې یې سرښندونکې کړنې او د هېواد او ولس سره یې د بې کچې مینې انځورونه د هر افغان په ذهن داسي ثبت دي چې د دښمن تبلیغاتي ماشین یې د مسح کولو او مسخ کولو توان نلري.
د بېلګې په ډول د زابل وروستنۍ پیښه یادولی شو چې د اسلامي امارت د هڅو له برکته زمونږ برمته شوي هېوادوال آزاد شول او د ولسي مشرانو په مرسته د خپلو کورنیو سره یو ځای شول، اسلامي امارت د دغو هېوادوالو په خوښۍ کې ځان شریک ګڼي او له آزادو شویو هېوادوالو څخه مننه کوي چې د کابل د لاسپوڅي ادارې د خواهشاتو خلاف یې ولس ته حقیقت څرګند کړ چې دوی د مجاهدینو له خوا ژغورل شوي او آزاد شوي دي نه د کابل د ادارې لخوا، که څه هم دغو بیوسو چارواکو دوه ورځې مخکښې دعوه وکړه چې نوموړي کسان د دوی د عملیاتو په پایله کې آزاد شول، مګر زمونږ آزاد شویو هېوادوالو د حقیقت په څرګندولو سره هغوی ته پر مخ کلکه څپیړه ورکړه او خپله افغاني وفاداري یې وښودله.
دا یوازي دا څو هېوادوال نه دي چې د اسلامي امارت د عدالت نه برخمن کیږي بلکې هره ورځ لسګونه داسې پېښې رامنځته کیږې چې ولسي مظلوم خلک پکښې ژغورل کیږي، مثلا: په (۱۶ نومبر ۲۰۱۵م) نیټه د ننګرهار ولایت د خوګیانو په ولسوالۍ کې د مجاهدینو د جهادي عملیاتو په ترڅ کې یو تن مظلوم هېوادوال رحیم شاه د ۶ تنو تښتوونکو په نیولو سره د هغوی له اسارته آزاد کړل شو، تر دې یوه ورځ د مخه یو ماشوم: جاوید د سید احمد زوی د پکتیا ولایت د احمدآباد ولسوالۍ د عیسی خیلو د کلي اوسیدونکی د مجاهدینو لخوا دتښتونګونکو له منګلو خلاص اوخپلو خپلوانو ته د یوې غونډې په ترڅ کې چې د زرمت ولسوالۍ په یوه اړونده سیمه کې جوړه شوې وه په داسې حال کې وسپارل شو چې خپلوان یې له خوښۍ نه په جامو کې نه ځاییدل. دا په داسې حال کې چې د کابل ادارې تر سترګو لاندې کابل په ښار کې تجاران او د بشري مرستندویه موسساتو کارمندان تښتول کېږي.
اسلامي امارت د خپل ولس خدمت او د خپلو خلکو نه دفاع خپله اسلامي او ملي دنده بولي، د الله جل جلاله په لوی فضل او رحمت په هروخت کې د خپل ولس مرستي ته تیار دی، د افغانانو په مینځ کې د سمت، قوم، مذهب او ژبي په نوم تبعیضي او توپیري چلن ورته هیڅکله هم د منلو وړ نه دی، د ټولو مرسته او خدمت د خپل ځان مسولیت اوویاړ ګڼي. والله الموفق