03-12-2015
د اونۍ تبصره /
په دې وروستیو کې د کابل لاسپوڅې ادارې داسې هلي ځلې پیل کړې دي چې په افغانستان کې د (داعش) د خطر په بهانه د روسیې غوندې مهم هېواد راښکیل کړي، دوی د داعش له نامه څخه ناوړه استفاده کوي، شمیر او قوت یې تر خپل حد څو ځله زیات ښیې، د ټولې سیمې او په خاص ډول زمونږ د شمالي ګاونډیانو لپاره یې جدي خطر بولي، په دې توګه غواړي د روسیې له پوځي او لوژستیکي مرستو څخه د خپلو شخصي او ګوندي ګټو لپاره ناوړه استفاده وکړي، مګر حقیقت دادی چې داعش په افغانستان کې تر ډېره یوه تبلیغاتي پروسه ده.
زمونږ په هېواد کې د داعش ظهور د کابل د ادارې او د پردیو استخباراتو یوه ګډه ایجاد شوې پروژه ده، دا ښکاره حقیقت دی، دا دي اوس خو د نوموړې ادارې اړوند ځینو لوړ پوړو کسانو هم له دغو پټو رازونو څخه څو څو ځله پرده پورته کړې ده، د بېلګې په توګه: څو میاشتې مخکې د پکتیکا بر حال والي په ډاګه وویل: ” د افغانستان ملي امنیت شورا د دغه ولایت په برمل ولسوالۍ کې د داعش له کورنیو سره د ۲۰۰ زره ډالرو مرسته کړې ده ” د تېرې دوشنبې په ورځ ( ۲ قوس ۱۳۹۴ هـ) په اصطلاح د ولسې جرګې لومړي مرستیال په عمومي غونډه کې په ډېر صراحت سره وویل: “ خپله حکومت، امنی تي ار ګانو نه ا و د امنی ت شور ی د داع ش ملا تړ کو ي ، (د هغه په وینا) د دا عش د لیکو قومان دانان په خدای قسم چې په کابل کې ژوند کو ي ، سفا رتونو ا و زم وږ ا دارو ته ځي .. “
روسیه چې په نړیواله سطحه یو مهم هېواد دی پوهیږي چې د کابل دوه سرې اداره خپلواکه نه ده او نه هم دا توان لري چې زمونږ هېواد له اوسني ترینګلي حالت څخه راوباسي، ځکه چې اشغالګرو د واک په ګدۍ کښینولي دي او یوازې او یوازې د پردیو د ګټو لپاره کار کوي، د خپل هېواد او خپلې سیمي امنیت، سوکالۍ او پرمختګ ته ژمن نه دي، د نوموړې ادارې د بدنامو چارواکو سره به د روسیې هېواد راشه درشه، د مرستو ژمنې او سیاسي تعامل افغان ولس هم ناراضه او هم نارامه کړي.
زمونږ په باور د روسیې ښکیلتیا او د کابل د کاواکه ادارې سره د دوی پوځي، لوژستیکي او اقتصادي مرستي نه د روسانو په ګټه دي او نه هم د افغان ولس او مجاهدینو په ګټه؛ ځکه هېواد د اشغالګرو تر کنترول لاندې دی او افغان ولس عملا د جهاد په سنګر کې د هغوی سره جنګیږي، نو د هغوی سره مرسته په حقیقت کې د اشغال د دوام سره مرسته ده یا په بل تعبیر د افغان ولس له دښمن سره مرسته، او د یو بل ساړه جنګ پیلامه ده.
د افغانستان اسلامي امارت د روسیې په شمول ټولو ته ډاډ او اطمئنان ورکوي چې د (لا ضرر ولا ضرار في الاسلام) حدیث په اساس هیچا ته د ضرر اراده نه لري، د اسلامي امارت محترم نوي زعیم په خپلو پیغامونو کې څو څو ځلې ویلي چې: مونږ له ګاونډیو، سیمې او نړۍ له هېوادو سره حسنه، مثمر او مشروع روابط غواړو. والله الموفق