Home / تبصرې / دښمن ولې ولسي خلک په نښه کوي؟!!
دښمن ولې ولسي خلک په نښه کوي؟!!

دښمن ولې ولسي خلک په نښه کوي؟!!


د تېرې جمعې په ورځ (۱۳ قوس ۱۳۹۴) د میدان وردګو ولایت د سیدآباد ولسوالۍ په شنیز سیمه، اوتړیو کلي کې د کابل د دوه سرې ادارې اړوند وحشي توپک مارو د ماشومانو په ګډون اتلس (۱۸) بیګناه ولسي خلک په وینو ورنګول، د راپورونو سره سم دغه غمیزه داسې مهال رامنځته شوې ده چې خلک د خپل کلیوالي عادت له مخي د سهار په سړه هوا کې د مسجد شاوخوا راغونډ وو او په سیمه کې د جګړي او تشنج هیڅ اثر هم نه و.
د کابل ادارې توپکمارو ته د دوی اشغالګرو ښوونکو یوازې او یوازې د وحشت درس ورکړی دی، وایې: چې اوسې په خوی به د هغو شي، نوموړي له وحشت پرته نور څه نه پیژني، هغه متل دی وایي: په ملاغه کې هغه څه راخېژي چې په دېګ کې وي، د امریکا تاریخ له وحشتونو ډک دی د بېلګي په ډول د جاپان په هیروشیما او ناکازاکې ښارونو اټمي بمبار، د ویتنام، عراق او افغانستان د ولسونو کړاوونه یادولای شو.
د کابل ټوپکماران چې معاشات، اعاشه او اباته یې د اشغالګر دښمن لخوا اجرا کیږي، اسلحه، مهمات او نقلیه وسائل دښمن ورکوي، د جګړې هدف هغوی ورته ټاکي، د جګړې قومانده هم هغوی ورکوي، نه ملي اردو ده او نه هم د ولس نه د دفاع په منظور جوړه شوې، بلکې د اشغالګرو د دفاع لپاره جوړې شوې ملیشې دي، څوک یې چې اکمالات کوي د هغوی لپاره جګړه کوي، دا چې افغان ولس د اشغالګرو د شړلو هوډ لري او نه ورته تسلیمیږي نو ټول د دوی د جګړې هدف دي او وژونکې یې د اشغالګرو له نظره ملي قهرمانان او د هر قتل په مقابل کې د امتیازاتو مستحق دي.
زمونږ متدین ولس ښه پوهیږي چې د ملي اردو په نامه دغه جنایتکاران د اشغالګرو لخوا روزل شوي او تربیه کیږي، هغه اشغالګر چې زمونږ د دین، وطن او آزادۍ دښمنان دي، هغه وحشي اشغالګر چې نه انسانیت پيژني او نه قانونیت، هغه اشغالګر چې دا څوارلس کلونه یې زمونږ په هېواد کې د بیا رغوني او همکارۍ په نامه بیساري جنایتونه وکړه، په سلګونو زره انسانان یې ووژل، په لکونو یې مهاجر کړل، په ړندو بمباریو کې یې زمونږ ډیر وګړي ژوندي تر خاورو لاندې کړل، څو څو ځله یې د شهیدانو سپکاوی وکړ، دټولو مسلمانانو د مقدس کتاب قرآن مجید توهین یې وکړ، مسجدونه مدرسې، ښوونځي ودونه، او روغتونونه یې بمبار کړل، چې وروستۍ بېلګه یې په کندوز کې د بې سرحده ډاکټرانو د روغتون بمبارد دی چې په ډېره بیرحمۍ یې له مریضانو سره ډاکتران هم تر خاورو لاندې کړل.
دا یو څرګند حقیقت دی چې د هر هېواد ملي اردو په یوه سپیڅلې روحیه روزل کیږي، د خپل هېواد د نظریاتي او جغرافیایي سرحداتو ساتنه، د خپل دین، ملي عنعناتو، خاورې او ولس نه دفاع کول د ملي اردو دنده ده، اردو هغه مهال د خپل ملت خادمه بلل کیږي چې د ملت په غیږ کې وروزل شي، د ملت د عقیدې، اخلاقو او کلتور سره سم تربیه شي، د ملت دوست او دښمن په سمه توګه وروپیژندل شي، ملي اردو باید په بشپړ ډول ملي او له هر ډول بهرني اغیز او تاثیر نه پاکه وساتل شي، تر څو د خپل ولس ددیني او ملي نوامیسو، د هغوی دعزت، سر او مال ساتنه او ژغورنه خپله دنده وبولي. والله الموفق

Leave a Reply !



//