12-12-2015
(( یادونه: په دغه لیکنه کي راغلې پېښي، خبرونه او ترڅنګ یې د ځاني او مالي زیانونو په اړه هرڅه یواځي هغه دي چي دښمن خپل لوري ته د هغو په ور اوښتلو اعتراف کړی، البتة: له پوره ، دقیقو معلوماتو او کره شمېرو څخه د ځان خبرولو لپاره مینه وال د الاماره ویب سایټ ترڅنګ بیلابېلي پاڼي کتلای شي.))
د۲۰۱۵میلادي کال د نومبر میاشت هم لکه د تېرو په څېر په سیاسي او نظامي ډګرونو کي د مهمو پېښو شاهده وه.د عملیاتو اوفتوحاتو لړۍ ورکي ښه ګړندۍ روانه وه او دښمن ته پکي داسي درانه تلفات واوښتل چي دراتلونکي لپاره ورته په پند اخستلو ارزي.
په دغه میاشت کي د مجاهدینو په ځواکمنۍ او غښتلتیا د دښمن له ډاګېزه اعترافه رانیولې بیا دکابل ادارې ترهراړخیزي ناتوانۍ پوري موضوعاتو باندي ګڼ شمیر خبرونه خپاره شوي چي په لاندنیو کرښو کي یې تفصیل موندلای شئ.
اشغا لـګـرو ته ا و ښتي زیا نو نه:
که څه هم اشغالګر دښمن په نومبر کي هم له یو لړ بریدونو سره مخ شو او د امپراتوریو له قبرستانه یې د ډېرو جسدونه خپلو هوادونو ته ولیږل؛ اما: داځل یې په خپل پخواني عادت یوبل ګام هم ور وړاندي کړ او په مرګ له اعترافه یې په ټولیزډول انکار وکړ، چي له دې امله دلته د وژل شوو اشغالګرو په شمیر کي د نومبر په میاشت سره څرګند زیادت رانغی.
حقیقت دادی چي په جګړه کي په وژل شوو سربېره،د اشغالګرو زرګونه هغه عسکر چي له افغانستانه بېرته خپلو هیوادو ته ګر زېدلي دي په سختو رواني نارغیو اخته شوي او ځانونه وژني.دلته مو درته څو هغه راپورونه رااخستي چي په تېرو څومیاشتو کي په دې اړه خپاره شوي دي.
د یوخبر له مخي ویل شوي دي چي کابو۵۹کاناډایي عسکرو له افغانستان څخه تر ستنېدو وروسته خپل ځانونه وژلي دي. د ګلوب امید میل په نوم خبري اژانس د چهار شنبې په ورځ، د نومبر په ۴مه وویل چي: له دغي ډلي څخه ۵۳ یې په داسي وخت کي ځان وژنه کړې چي عملا ًپه افغانستان کي په عسکري چوپړ بوخت ول. دا چاره اوس هم مخ پورته روانه ده او دیاد هیواد د دفاع وزارت یې له لویي اندېښنې سره مخامخ کړی.
مزد ور د ښمن ته ا و ښتي زیا نو نه:
د غرب جګړییز چوپړ ته ګومارلي اجیر دښمن هم لکه دتېرو میاشتو په څېر نومبر هم د سیمو اومراکزو دساتني پرځای دخپلي ککرۍ د کورته روغي رسولو په غم کي تېر کړ؛ خو د دې باوجود یې هم د ډېرو دا هیله ترځایه ونه رسېده. څنګه چي هرڅوک پوهېږي د دښمن د درواغو او اولس دو که کولو فاليسۍ د دوي د ځاني زیان دقیق شمیر ته لاس رسی ناممکن ګرزولی؛ نو ځکه یوا ځي د څو ادارو په راپورونو او یا پېښو ته په لنډه اشاره تکیه کوله کېږي. د دغو راپورونو په بناء د داخلي دښمن مړينه په کال کي تر لسو زرو زیاته ښووله شوې ده.
د مزدورو عسکرو او پولیسو دوژل کېدو په لړ کي د نومبرپه ۱۵مه، د یکشنبې په ورځ دهلمند نام نهاد والي اعتراف وکړ چي د مارجې په جګړه کي د مزدوري اردو ۸۸ تنه عسکروزل شوي دي. د دوشنبې په ورځ، د نومبر په ۹مه د سیاف له ګروف سره تړلی یو مزدور قومندان د کابل په پغمان ولسوالي کي ووژل شو. د دغي میاشتي په ۱۷مه د فاریاب په المار ولسوالي کي د اربکیانو یو قومندان ، او په ۲۱مه یې د بادغیس ولایت د جوند ولسوالي ا منیه قومندان ووژل شو.
تر دې پېښو دوه ورځي وروسته د پکتیکا ولایت په مرکز ښرنه کي د اربکیانو دیو ظالم مشر په وژلو سره د ځورېدلي ولس هیله پوره کړله شوه. ورپسې د نومبر په ۲۵مه دغور ولایت د چغچران په ښارکي دوه قومندانان له خپلو ۱۲ تنه ټوپکمارانوسره ووژل شول. یوه ورځ وروسته د کندهار په ژېړۍولسوالي کي یو مزدور قوماندان ، او په ۲۸ مه نېټه د بدخشان په خاش ولسوالي کي د اربکیانو یو قوماندان د دوی په خپل منځي اخوډب کي ووژل شو. په همدغه ورځ د خاص ارزګان ولسوالۍ پخوانی ولسوال لومړی د مجا هدینو له خوا ونیول شو اوبیا په دار وځړول شو. او د دغي میاشتي په ۲۹مه بیا د نیمروز ولایت د اوقافو او حج پخوا نی رئیس د یو وسله وال کمین په ترڅ کي له منځه یووړل شو.
د مزدورو عسکرو نیونه ، او له مجاهدینو سره یوځای کېدل:
د هیواد په بیلا بېلو سیمو کي د پرله پسې فتوحاتو ، اوپه دښمن باندي د سخت فشار ترورود وروسته که له یوه لوري د جلب او جذب کمېسیون د هڅوله برکته ده؛ نو بلي خواته په دې وروستیو کي دتسلیمۍ دلړۍ په چټکتیاسره دمزدوري ادارې ډیرکارکوونکي له اسلامي امارت سره یوځای شوي دي. او په دې برسېره د یادي ادارې ګڼ عسکر او پولیس د جګړو په ترڅ کي هم دمجاهدینو له خوا ژوندي نیول شوي دي.
په دغه میاشت کي ټول شمېر ۷۵۷ تنه دمزدوري ادارې عسکر، پولیس او نورکارکوونکي له مجاهدینو سره یوځای شوي دي. چي په لاندي لیکو کي یې له پېښو څخه په یوڅو باندي لنډ تم کېږو.
دیکشنبې په ورځ، د نومبر په ۱۵ مه د جوزجان په ولایت کي د دښمن ۱۵ تنه عسکر له خپلو ټولووسلو اومهماتو سره مجاهدینو ته تسلیم شول. ورپسې په ۱۳ مه نېټه د هلمند د نام نهاد والي په اعتراف د مزدوري اردو ۵ قوماندانان له خپلو ۶۵ عسکروسره د سنګین په ولسوالي کي له مجاهدینو سره یوځای شول. د نومبر په ۱۴مه د فاریاب په ولایت کي ۱۱ اربکیان د خپل قومندان په ګډون ، او یوه ورځ وروسته بیا دیاد ولایت په پښتون کوټ ولسوالي کي ۱۵۰ عسکر مجاهدینو ته تسلیم شول. د دغي میاشتي په ۱۷ مه، د دوشنبې په ورځ د فاریاب په المار ولسوالي کي ۱۰ تنو نورو اربکیانو هم له خپلو وسلو سره خپل ځانونه مجاهدینو ته وسپارل.
په دې برسېره د چهارشنبې په ورځ، دنومبرپه ۱۱مه مجاهدینو دسرپل په ولایت کي ۷ تنه پولیس ژوندي ونیول. یوه ورځ وروسته د اسلامي امارت مجاهدينو اعلان وکړ چي ۱۲تنه هغه اربکیان چي څو ورځي وړاندي یې د پکتیا په سید کرم ولسوالي کي نیولي وو تر ضمانت اخستو وروسته خوشي کړي دي. د شنبې په ورځ ، د نومبر په ۱۴مه هم د فاریاب په پښتونکوټ ولسوالي کي لس تنه اربکیان دمجاهدینو له خوا ژوندي ونیول.
د سې شنبې په ورځ، د نومبرپه ۲۴مه د اسلامي امارت مجاهدينو په یاده ولسوالي کي د دښمن یوه طیاره راوغورزوله او د ۲ امریکایي عسکرو په شمول یې ۱۸ تنه ژوندي ونیول. د مزدورانو د دفاع وزارت اعلان وکړ چي د دغو عسکرو د ژغورني په موخه یې پراخ عملیات پیل کړي دي؛ مګر تراوسه پوري الحمد لله دوی سره له دې چي د بادارانو له پوره ملاتړه هم برخمند دي د د غو افرادو ته په را خوسي کولو نه دي توانېدلي.
د د ښمن لیکو ته ا و ښتي ما لي زیا نو نه :
که له یوې خوا مزدور دښمن ته د جګړې په ډکر کي بې کچي مالي زیانونه اوښتي، جنګي وسایل، ټانګونه اوموټر یې سوځول شوي یا دمجاهدينو لاس ته ورغلي؛ بلي خوا ته په دغه میاشت کي د دوی درې الوتکي هم د هیواد په بیلا بیلو سیمو کي را غورزول شوې دي. له دوی څخه لومړۍ یې یوه بې پیلوټه الوتکه وه چي د پنجشنبې په ورځ، د نومبر په پنځمه د کابل ولایت د موسهي په ولسوالي کي وغورزېده. دوومه یې هغه وه چي د فاریا ب په پښتونکوټ ولسوالي کي وغورزوله شوه او درېیمه یې هم یوه بې پیلوټه الوتکه وه چي تر دوومي یوه ورځ وروسته د پروان ولایت په کوه صافي ولسوالي کي د مجاهدينو په برید کي نسکوره کړله شوه.
د عزم عملیات :
په لوړ مورال او قوي عزم سمبالو مجاهدینو د نومبر په میاشت کي هم د اشغالګر او مزدور دښمن په مقابل کي خپلو عملیاتو ته په پوره سنجيدګۍ او قوت سره دوام ورکړ او د ډاډ وړ بریالیتوبونه یې تر لاسه کړل.راځواو د بېلګي په ډول یې دیوڅو پېښو په اړه لنډ معلومات در سره شریکوو:
د یکشنبې په ورځ، د نومبرپه لومړۍ نېټه په پکتیا کي مزدورو چارواکو اعتراف وکړ چي د ډنډ پټان په ولسوالي باندي د مجاهدينو له خوا سخت برید ترسره شوی، او د ۴۰۲ سرحدي زون قومندان ومنله چي درانه ځاني او مالي زیانونه ور اوښتي دي. په همدغه ورځ دورڅېرمه ولایت پکتیکا ولایتي شورا هم اعلان وکړ چي:طالبانو یې د ولایت په درې ولسوالیو سختي جګړې پیل کړې دي، دامهال د سقوط له جدي خطرسره مخ دي او لري نه ده چي طالبان به دغه ولسوالۍ پخپل واک کي راولي. همداراز: دخوست د نادرشا کوټ ولسوالي هم د مجاهدينو د مرګوني برید شاهده وه چي له امله یې دمزدوري ادارې ګمارل شوو ته درانه مالي او ځاني زیانونه واوښتل.
که دلویي پکتیا ولایتونه دبلواکي ادارې دټوپکیانو لپاره خوندي نه ول ؛ نو د هیواد په جنوب لوېديځ کي هم ورته د ارام فر صت ورنه کړل شو. د نومبر په درېیمه د هلمند ولایتي شورا اعلان وکړچي که حکومت یې سیمي ته مرستندوی ځواکونه ور ونه لېږي نو مرجه به له لاسه ورکړي، له دغه اعلان څخه یوه ورځ وروسته رسنیو هلته د مجاهدينو له لوري د یادي ولسوالۍ د ډېرو برخو د سقوط خبرونه هم خپاره کړل. دیادي میاشتي په ۲۲مه په رسنیوکي راغله چي د هلمند د خانشین ولسوالۍ له ډېرو سیمو څخه هم د مزدوري ادارې ټوپکیان تښتېدلي دي، خبر زیاتوي چي دوی یوه قرارګاه ، یوکنډک او ورسره ۹ پوستې پرې ایښې اوپټ په تېښته یې خبرسرونه خوندي ځایونو ته رسولي دي.
د یکشنبې په ورځ، د نومبر په ۱۵مه د هلمند په مرکز یو وار بیا استشهادي مجاهدینو برید وکړ چي په پایله کي یې د دښمن ګڼ شمېر په کرایه ټوپک تړلي مړه او ژوبل شول. ورپسې د پنجشنبې په ورځ . د نومبر په ۱۹مه د کندهارولایت د ارغنداب اسمان هم د جګړو لوخړو پوښلی وو او حالاتو یې د دښمن دګڼي مرګ ژوبلي خبره کوله.
د دې ترڅنګ د فاریاب په ګډون سره څېرمه ولایتونه هم د مجاهدینو دحملو شاهدان ول. د یکشنبې په ورځ، دنومبر په ۱۵مه دښمن وویل چي: د پښتونکوټ ولسوالۍ د ګلیم باف سیمي ځيني برخي ترې طالبانو نیولې دي، په سبا ترې د یوبل اعتراف ناڅاپي تیروتنه هم وشوه او زیاته یې کړه چي: د دغي ولسوالۍ ۵ لویو کلیو هم سقوط وکړ. دا په داسي حال کي وه چي د مزدوري اداري دلومړي مرستیال په ګډون لوړ پوړو ګلم جمو څو- څو ځله دغي سیمي ته سفرونه کړي وو او اد عایې کوله چي سیمه یې له مجاهدینو پاکه کړې ده.
د ولسوالیو د فتحو په لړکي د اسلامي امارت مجاهدين وتوانېدل چي د چهارشنبې په ورځ، د نومبر په ۱۸ مه د بدخشان ولایت د یمګان ولسوالي ونيسي. ورپسې د پنجشنبې په ورځ، دیادي میاشتي په ۲۶ مه د سرپل ولایت د ده مرده ولسوالي هم ترخپل واک لاندي راولي. تر دې له مخه د نومبر په ۹ د کندز ولایت د امام صاحب ولسوالۍ ته د مزدوري ادارې نومولي ولسوال اعتراف وکړچي د دغي ولسوالۍ ۴۰ سلنه برخه د طالبانو په واک کي ده. په جوزجان کي د خم آب ولسوالي هم د نومبر په ۲۹مه د مجاهدینو لاس ته ولویده او په تخارکي هم د درقد ولسوالۍ ترنیولو وروستو اوس دخواجه بهاؤ الدين په لوري د دوي پرمخ تګ روان دی. په دغه لړکي د نومبر په ۲۴ مه د غور اجیرو مقاماتو ومنله چي د دغه ولایت په مرکز کي سخته جګړه روانه ده، او عیني شاهدان وایې چي مجاهدینو په یاده سیمه کي د پام وړ پرمختګونه کړي دي.
اسلامي امارت په نظامي ډګرکي د خپلو موفقیتونو ترڅنګ د چهارشنبې په ورځ، د نومبر په ۱۸ اعلان کړه چي د دښمن ځیني ډیر مهم نظامي او اداري معلومات یې ترګوتو کړي چي په راتلونکو عملیاتو کي به ورسره ډېره مرسته وکړي.
د مجاهدینو په ځواکمنۍ د دښمن اعتراف:
دالله جل جلاله هغه لورېیني چي په سختو مراحلو کي یې د مجاهدینو مرسته وکړه ،ګڼ فتوحات یې ورپه برخه کړل او دادی ورځ تربلي نور هم قوي کېږي باعث شول چي کله ناکله دښمن هم دغه حقیقت ومني او د مجاهدینو دتوان په زیاتېدلو اعتراف وکړي. دلته درنو لوستونکوته دنمونه مشت خروار په ډول د دښمن له اعترافاتو څخه څو راخلو:
د نومبر په ۶مه، د جمعې په ورځ د اشغالګرانو دسرلښکري امریکا د دفاع وزارت اعلان وکړ چي دوی اوس طالبانو ته د «یو مهم طرف » په نظرګوري. دوی دا اعتراف وروسته له هغه کوي چي پرله پسې شکستونه یې په خپلو سترګو ولیدل او ورته جوته شوه چي مجاهدين په ټولو ډګرو نوکي ترهغه زیات غښتلي دي چي دوی یې په اړه فکر کاوه او د له منځه وړلو لپاره یې تګلاري جوړولې.دوی د صلیبي یرغل په پیل کي ګمان کاوه چي دابه یو اسان هدف وي او په اسانۍ سره به وکولای شي چي اسلامي امارت له منځه یوسي؛ نو ځکه يې دمجاهدینو په مقابل جګړه کي ټول انساني او بشري قوانین او حقوق له پامه وغور زول او د دوی پرضد یې هرڅه چي په وس کي وو هغه وکړل.
په دې برسېره: د همدغي میاشتي په لسمه د چین حکومت اعلان وکړ چي دوی طالبان په افغانستان کي یو ځانګړی سیاسي قدرت ګڼي. له بلي خوا امریکایي اشغالګرو د سې شنبې په ورځ، د نومبر په ۲۴مه په افغانستان کي له میشتو ټولو امریکایانو وغوښتل چي په را تلونکو دریو میاشتو کي د مجاهدینو د بریدونو دزیاتېدو له امله باید ډیر محتاط و اوسي.
بل لوري ته په هیواد کي دننه هم دا ډول ځیني اعترافات مخی ته را غلي دي چي له هغوڅخه دبېلګي په ډول پارلمان ته له تخار د ورغلي نام نهاد نماینده د هغو څرګندونویادونه کولای شو چي د نومبر په ۲۳م یې وکړې او په ډاګه یې کړه چي: څلور ولسوالۍ یې د مجاهدینو له لوري د قریب الوقوع سقوط له خطر سره مخ دي. په همدغه ورځ په کندوز کي د اجیري ادارې چارواکو وویل چي: قوي امکان موجود دی چي دغه ولایت یو وار بیا دطالبانو لاسونو ته ولوېږي. او دکابل له لوړ پوړو مزدورانویې وغوښتل چي په سختو امنیتي تدابیرو دي لاس پوري کړي او دغه ولایت ته دي له حتمي سقوط څخه نجات ورکړي.
د دښمن له لوري د ولس ځور او ملکي زیانونه :
د اشغال ټول ۱۴کلونه په افغان ولس باندي داسي تېر شول چي همېشه د اشغالګرو او دهغوی دمزدورانو له خوا ترمستقیم هدف لاندي نیول شوي دي ، کله په شها دت رسول شوي، کله د دوی په تن مرګوني زخمونه جوړ شوي، کله دلویو ډلو په شکل کي زندانونو ته لېږل شوي او کله بیا په بېلا بېلو ډولونو له ژونده د بېزارۍ ترحده ځورول شوي دي .
د نومبر په میاشت کي هم دښمن د مخکنیو میاشتو په څېر دملکي خلکو وژني ته د خپلي کاري ډرامي دبریا په نوم دوام ورکړ او په دغو واقعاتو کي ۲۴ تنه بې ګناه ولسي افغانان شهیدان شول. د دې پوره تفصيل د الاماره پاڼي د ملکي تلفاتو په راپورکي کتلای شئ؛ البتة: څو بېلګي یې دلته هم له تاسو درنو سره شريکوو:
د نومبر په څلورمه، د چهار شنبې په ورځ غیر مسئولو وسله والو چي معمولاً اربکیان وي د غور ولایت په شهرک ولسوالي کي یو ښوونکی لکه دوحشي ځناورو په حمله کي شهید کړ. د دغي میاشتي په ۷مه د مزدوري ادارې د خاصو ځواکونو لخوا د خوست مرکزته څېرمه ۲ تنه عام خلک ووژل شول. دوه ورځي وروسته یې د کندز په دښت ارچي ولسوالي کي یوه کورنۍ د بمبار هدف وګرزوله چي له امله یې یوه ښځه شهیده او دهغې خاوند او زوی ټپیان شول.
د نومبر په نهمه، د دوشنبې په ورځ رسنیو ولیکل چي: امریکایې عسکرو او د قندهار امنیه قومندان د شوراوک په ولسوالي کي د کلیو په بې دفاع خلکو باندي د کیمیاوي وسلو بمبارکړی. په ۱۱مه نېټه مزدورو عسکرو د کابل ښار په مظاهرچیانو ډزي وکړې چي په نتېجه کي یې یو تن ووژل شو او ۸ نور ټپيان شول. په همدغه ورځ په اجتماعي رسنیو کي ځیني ویدیوګاني خپرې شوې او ښوول کېږي چي نسب ورکومزدورانو د کندز په دښت ارچي کي د توپخانو خولې د خلکو په کورونو ورګرزولې دي او په دې ډول کلي ورانوي.
د دوشنبې په ورځ د یادي میاشتي په ۱۶ مه په غزني کي د اندړو د ولسوالۍ اربکیانو د سیمي یو اوسېدونکی وروسته له وهلو ټکولو او دواړو لاسونو له پرې کولو په ډیر وحشت سره شهید کړ. په دې برسېره د دغي ولسوالۍ خلک وایې چي: اربکیان یې د روپو په بدل کي ښځي تښتوي، داخبره د یاد ولایت د امنیې قومندان هم ومنله اود نومبر په ۱۷مه یې زیاته کړه چي: کافي شواهد موجود دي چي په ولایت کي یې اربکیانو دروپو پیداکولو لپاره دخلکو ناموسونه لوټ کړي او تر اوسه هم ولس د دوی له جبره کړېږ ي. د نومبر په ۲۴مه رسنیو د ننګرهار د پخواني والي له خوا د دغه ولایت دکامې په ولسوالي کي د دوو وروڼو دوژلو خبر ورکړ.نموړی والي د اسلامي حزب له لوړپوړو غړو څخه دی. همدارنګه: د ملکیانو د وژلي او ځور په لړکي د دوشنبې په ورځ، د نومبرپه ۳۰ مه اربکیانو د ارزګان ولایت په خاص ارزګان ولسوالي کي د یو ښوونکي په ګډون درې تنه ملکي وګړي په شهادت ورسول.
د ملي وحشت د حکومت عجائب:
که څه هم مزدوره اداره د اشغالګرانو لخوا د لومړي ځل جوړښت له مهاله له داسي عجائبو ډکه ده چي بېلګي یې سړی په نورو حکومتونو کي نشي موندلای؛ مګر دوخت په تېرېدو د داډول عجائبو زیادت په ځانګړي ډول دامریکا له خوا یوې ادارې ته دوه رئیسان ټاکل د هرچالپاره ډیره جالبه وه. په یاده میاشت کي هم داډول پېښي رامنځته شوې چي دلته یې یواځي دڅو نمونو په راوړلو بسنه کوو:
وروسته له هغه چي تېره میاشت د مزدوري ادارې لومړي رئیس دجرمني له دولته وغوښتل چي افغان پناغوښتونکي دي له خپله هیواده وشړي د خپلي ادارې دمهاجرینو د وزیر چي د ایران ډیرپوخ ملاتړی دی له توند غبرګون سره مخ شو. له دې امله اوس په یادو هیوادونو کي مېشت مهاجرین د دغه اختلاف په سبب چي ورځ تربلي نور هم زیا تېږي په ناڅرګند سرنوشت اخته دي او نه پوهېږي چي څه به ورسره وشي.
د دولتي ادارو لخوا د چور او چپاول په لړ کي د نومبر په دوومه سیګار مؤسسې اعلان وکړ چي د مزدوري ادارې د دفاع وزارت چار واکو د یاد وزارت د ګاز په پروژه کي ۴۳ ملیونه ډالر په بډه وهلي او چور کړي دي . همداراز: د پنجشنبې په ورځ، د نومبرپه ۱۹ د ناټو اشغالګرو هم اعلان وکړ چي په افغانستان کي پراخ اداري فساد باعث شوی چي د نړۍ هیوادونه د دغه سازمان په مخ هم دخپلو مرستو دروازې وتړي.
په عین حال کي: د دغي میاشتي په ۲۵مه د ازادو او عادلانه ټاکنو ادارې (فیفا) اعلان وکړ چي دپارلمان وکیلان دکابنې له ټولو هغو وزیرانو څخه چي د ټګمارانو دتجمع مرکزته د استیضاح لپاره ور و غوښتل شي روپۍ اخلي او بیا په بدل کي هغوی ته د اعتماد او ملاتړ رایه ورکوي . او بالاخره له هغه وروسته چي د دوشنبې په ورځ د هوایې چلند او اریانه شرکت درئیسانو تر څنګ د حج او اوقافو وزیر ولسي جرګې ته د استجواب لپاره وغوښتل شو دچور او تالان یوه بله ډرامه هم افشا شوه او معلومه شوه چي عربستان ته د افغان حاجیان په لېږد رالېږد کي کابو ۸ملیونه افغانۍ په بډه وهلي شوې دي.
له کلونو را هیسي د سیمه ئیزو قدرت مندانو اوله هغوی سره دتړاو لرونکو ټوپکمارو له خواد مزدوري ادار ې د پولیسو او ترافیکو دډبولو او بې عزته کولو لړۍ روانه ده، په دې وروستیو کي کابل هم د ځیني داسي پېښو شاهد وو چي د پارلماني وکیل لغتو او د پولیس بوغارو خلک نندارې ته ور غونډ ول.د سې شنبې په ورځ، د نومبر په درېیمه مزدورانو ته جوړ داخله وزارت اعلان وکړ چي د پارلمان د یو وکیل له خوا د دریو امنیتي کسانو د وهلو او ډبولو وروسته اراده ورته پیداشوې چي د ټګمارانو له خوا د امنیت په دنده ولاړو کسانو د ډبوني موضوع بر رسي کړي.
د مزدوري ادارې لومړي رئیس چي په سالم عقل او فکر کي هیڅ برخه نه ده ورکړله شوي همېشه یوه نه- یوه عجیبه دخپل تاریخ ضمیمه ګرزوي. او کله بیا داسي فرامین صادروي چي نه یواځي د حقوق پوها نو له أنده د دوی له اساسي قانون سره سرنخوري؛ بلکي دواک شریک رئیس د غصې او غبرګون سبب هم وګرزي.
د نومبر په څلورمه ځيني حقوق پوهانو او د پارلمان وکیلانوپه یوه ناسته کي د ده دغه ډول چاري اندېښمنوونکې وبللې. په دې برسېره د شنبې په ورځ، د نومبر په ۲۸ مه د مزدوري ادارې د ووم رئیس دلومړي رئیس هغه فرمان باطل اعلان کړ چي د کابل ادارې دیو مأمور د برطرفۍ په اړه یې ادارو ته لېږلي وو او په مقابل فرمان ورکولویې دخپلي خوښي د مأمور په دنده کي پاته کېدو چاره پخه کړه.
یوه بله عجیبه دا چي مزدوري ادارې د صلح د عالي کمېسیون دمشرتابه لپاره د یونس قانوني په نوم د شمال بدنامي ټلوالي له رهبرانو څخه هغه مشهور وطن پلورونکی چي په «بن» کي یې دیوې لنډمهالي چوکۍ د ترلاسه کولو لپاره رسماً دوطن پلورلو سند لاسلیک کړ او دامهال په خپله ټلواله کي هم په وطن پلورونکي مشهوردی د نومبر په پنځمه د رئیس په توګه وټاکه.
د اکتوبرپه ۶مه مزدوري ادارې له یوه داسي غله سره چي له بانک څخه یې د خلکو په ملیونو نو ډالر تښتولي وو او دمحکمې د حکم په اساس زندان ته لېږل شوی و، د یو نوي حکومتي ښارګوټي د جوړولو قرار داد لاسلیک کړ. له بلي خوا د غزني په ولایت کي دمحلي پولیسو په جامه کي غله د سیمي خلک تښتوي او بیایې له روپو تر لاسه کولو وروسته بېرته خوسي کوي. دا خبره په رسنیو کي هم په پراخه کچه خوله په خوله شوه. ورپسې د نومبر په ۱۷مه د پژواک خبري اژانس چي د مزدوري ادارې له حمایت ګرو او ګمارل شوو رسنیو څخه شمېرل کېږي د غزني له اندړو ولسوالي څخه په راپور کي وویل چي اربکیان د روپو پیداکولو لپاره د خلکو ښځي تښتوي چي ورپسې د دغه ولایت امنیه قومندان هم د یوې اعلامیې په ترڅ کي تائید اوزیاته کړه چي د وېدیو ګانو په کچه اعتباري اسناد په لاس کي لري چي اربکیان په دې بر سېره چي له خلکو ښځي تښتوي په ناموسونو د تېري په برخه کي هم دګڼو جرمونو مرتکب دي؛ مګر: دولت یې تر اوسه په مخنوي کي هیڅ ګام نه دی پورته کړی.
دا ډول پېښي یواځي په همدغه سیمه کي نه؛ بلکي: په تخار او نورو ولایتوکي هم لیدلي شوي دي. د نومبر په ۱۶مه، د دوشنبې په ورځ د لوټمارانو دتجمع په مرګز کي د تخار نماینده وویل چي د یاد ولایت د امنیې قوماندان او جنایې مدیر دپیسولپاره د سيمي خلک تښتوي. دکابل پولیس هم په دغه مسابقه کي ترنورو شاته نه دي؛ د نومبر په ۲۳مه د دغه ښار رسنیو ولیکل چي: پولیسو په هغي نجلۍ باندي جنسي تېری کړی چي له کوره د تېښتي په تور د دوی په بند کي وه.
د عسکرو، پولیسو او چارواکو لپاره اختطافو نه د روپو موندلو یواځنۍ لاره نه ده؛بلکي: د نومبر په ۲۷مه د غزني ولایتي شورا وویل چي: د یاد ولایت د پولیسو قومندان حکومتي وسلې پلوري او د غذایی موادو تر څنګ یې د امنیه قومندانۍ ډير وسائل هم په مجاهدینو پلورلي دي.
د نومبر په ۱۴مه مزدوري ادارې په درواغو ادعا وکړ ه چي له هغو مسافرینو څخه ۸ تنه یې ازاد کړي دي چي له څو میاشتو راپه دېخوا د داعش په بند کي وو؛ مګر وروسته شواهدو په ډاګه کړه چي دا دکابل ادارې نه؛ بلکي: طالبانو ازاد کړي وو.
همدارنګه: که له یوې خوا دمزدوري ادارې عسکر او پولیس د حکومت له لیکو تښتي او له مجاهدینو سره یو ځای کېږي؛ نو بلي خوا ته د نومبر په ۱۵ مه د بادغېس امنیه قومندان وویل چي: لوی شمېر پولیس او پرسونل یې د نامعلومو لاملونو او دلائلو له وجي په خپلو دندو کي موجود نه دي؛ مګر دغوټولو ته دهري میاشتي په اخېره کي تنخوا ورکوله کېږي .
د صلحي تش په نامه کمېسیون د تشکیل له لومړۍ ورځي اعلانونه کوي چي دلته دومره او هلته هومره مجاهدين د دوی په هڅو له مزدوري اوبلواکي ادارې سره یو ځای شول؛ مګر: تر اوسه یې له هغو څخه دیوه تسلیمېدل هم په واقعیت کي ثابت نکړل. د یکشنبې په ورځ، د نومبر په ۱۵م د سرپل په ولایت کي د غربیانو په چوپړ اخته مقاماتو وویل چي: یو تن د طالبانو دقومندان په نامه درې واره له خپلو ملګرو سره مزدوري ادارې ته تسلیم شوی او د تسليمۍ مکافات یې ترلاسه کړي دي! دا پېښه او په هغې باندي دلوړ پوړو چارواکو اعتراف یاد کمېسیون ته د تسلیم شوو حقیقت او شوې ادعاګاني ډېري ښې واضحوي.
په مزدورانو کي بد ماش ظاهرقدیر وروسته له هغه چي د ناقانونه روپو ټولولو او قاچاقو لاري یې بندي ولیدې، دنومبر په۲۳مه ادعاوکړه چي د مزدورحکومت د ملي امنیت اداره له داعشه ملا تړکوي، او په دې پلمه یې په ننګرهارکي یوشمېرغله او ټوپکیان را غونډ کړل، د قیام خود جوش مردمي نوم یې ورکړ او بیایې د دغه تالانګرو رهبري په غاړه واخسته.
همداراز: په دې وروستو کي داجیري ادارې چارواکو یو هغه سیاسي څېړونکی چي په تېرو ۱۴ کلونو کي یې په مجاهدینو باندي د هیڅ ډول درواغو او افتراء له ویلو سپمانه وه کړې او همېشه به يې د مزدوري ادارې په ګټه له خپل توانه کار اخست په دې جرم په ډبولو- ډبولو سخت ژوبل کړ چي یوه شپه وړاندي یې د مزدوري ادارې په کارکردګیو نیوکه کړې وه.
او د دې ډول د اخیرني خبر داچي: وروسته له هغه چي مزدوري ادارې په امریکا د افغانستان پلورني سند لاسلیک کړ پرېکړه وشوه چي بهرني اشغالګر به نور په ځمکنیو عملیاتو کي برخه نه اخلي اویواځي د اړتیا پروخت به افغان مزدورانو ته دعملیاتو پرمهال هوایي مرستي چمتو کوي؛ مګر د تېري میاشتي په اوږدو کي هم ثابته شوه چي امریکایي اشغالګر د کندز په جګړه کي مستقیماً دخیل او له مجاهدینو سره په مخامخ نښته بوخت وو. په دې سربېره د نومبر په ۲۷مه رسنیو ولیکل چي: اشغالګرو د کندهار په سنګین ولسوالي کي شپني عملیات پیل کړي، ګڼ شمېر ملکي خلک یې شهیدان کړي، ټپیان کړي او له ځانه سره وړي دي. همدارنګه: د دغي میاشتي په ۳۰مه په کابل کي د ناټو ویاند اعلان وکړ چي: دغه سازمان نیت لري چي په راتلونکي میلادي کال کي په افغانستان کي د بمبار نوې لړۍ پیل کړي، چي دا هرڅه په هغوی باندي د هیواد پلورني له توافقنامې څخه کامله او بربنډه سر غړونه ده.
د کابل په اداره د اولس بې باوري :
په دغه لیکنه کي چي تاسو څه هم ولوستل د ې ټولو د بلواکي ادارې هغه حقیقتونه په ډاګه کول چي په یاده اداره باندي دخلکو باور یې له منځه وړی او نور هم مخ په کښته روان دی. د نومبر په ۱۷ د اسیا پاونډېشن مؤسسې لخوا د تر سره شوې سرویې په اساس له هرو سلو افغانانو څخه ۵۷ یې په کابل واکمني مزدوري ادارې او د دغه نظام په راتلونکي بې باوري څرګنده کړې ده.