Home / تازه لیکني او مقالې / د جنګسالارانو نوي شوراګانې د څه لپاره دي ..؟

د جنګسالارانو نوي شوراګانې د څه لپاره دي ..؟


د ځینو ګمنامه رسنیو د خبر له مخي په کابل کې د سیاف په مشرۍ يو شمېر نامتو جنګسالارانو او يو شمېر هغو پخواني چارواکو، چې د کابل په اوسنۍ اداره کې یې ښه غوښن امتيازات نه دي تر لاسه کړي ؛ د «شورای حراست و ثبات افغانستان» په نوم د موجوديت اعلان کړی .

د کمونستانو او بیا وروسته د جنګسالارانو ټولۍ د افغانستان په تاریخ کې داسي دوې بدنامه پدیدې دي چې د افغان ولس د روان ۳۷کلن ناورین دوې عمیقې ریښې یې ګڼلي شو.

که د کمونیزم خونړۍ څپه پر کابل په زور او ظلم نه وای راغلي ، نو افغان ولس به جهاد او وسلي اخیستلو ته نه وای اړ شوی ، خو کله چې د یو نیم میلیون شهیدانو په قربانیو سره د کمونیزم بلا خدای دفع کړه ، ورپسی یې د جنګسالارانو بدمخي بلا سر راپورته کړ ، د کمونستي رژیم له نسکوریدو وروسته یې هغه نادودي وکړي چې قلم یې یادولای نشي . او لا هم ترننه پوري جریان لري . همدغه ټوپکسالاران وو چې په یوه ښار کې یې ۶۰زره بې ګناه انسانان په شهادت ورسول ، کابل یې چورکړ ، شخصي او دولتي شتمنۍ یې غلا کړې ، دولتي موټران ، ټانګان او نور ډول ډول محاربوي ، ملکي او اداري وسایط، اجناس او نور اړین توکي حتی چوکۍ ، میزونه اوغالۍ یې هم غلا او چور کړي . د هیواد په ګوټ ګوټ کې یې داسی انارشیزم او ملوک الطوایفي حاکمه کړي وه چې پر عام ولس یې رڼا ورځ توره شپه ګرځولي وه . ترڅو چې له دې بلا څخه د نجات لپاره الله ج د طالبانو اسلامي تحریک را پیدا کړ او ولس یې د دوی له شره تر ډېره حده خلاص کړ .

د ناین ایلیون په پلمه چي بیا امریکا پر افغانستان یرغل وکړ نو همغو ټوپکیانو چې د ژوند اخیري سلګۍ یې وهلي یوار بیا راپاڅیدل د چور او تالان ، قدرت او وحشت زمینه یې د ځان لپاره مساعده وګڼله ، د تهران او کولاب د خوبونو تعبیر یې په روڼوستوګو ولید خو دا ځل په دومره توپیر سره چي مخکي یې روسۍ اوایرانۍ وسلې پر خپلو وطنوالو کارولې او دا ځل یې بیا د بي۵۲ډوله او ایف۱۶امریکایې الوتکو او کروز توغندیو تر وزرونو لاندي د هیواد پر رښتینو بچیانو بریدونه کول او د هغوی د ژوبلیدواو شهیدیدو څخه یې خوند اخیست ، کوم مجاهدین چي ورسره اسیران شوي وو؛ هغوی یې پر خپلو بادارانو خرڅول او کوم کسان چي به یې نه ځیني رانیول هغوي یې په کلونو کلونو په زندانونو کي ساتل څو چي کورنۍ یې مجبوري شوې چي د نیکونو او پلرونو هډونه (کوراوپټی) وپیري او خپل مظوم بچي د ظالمانو له منګولو آزاد کړي .

چونکه جنګسالاران حسب عادت ، کله چې محرومیت احساس کړي ، نو هغوی بیا د اتحاد په نوم سر را اوچت کړي ترڅو د چورتالان ، شر او فساد مواقع یې له لاسه ونه وزي .

دا ځل هم داسی ښکاري چې دوی له یوې خوا د اشرف غني په مفسده ګډوله کې له غوښن سهم څخه محروم دي .

۲ - خارجي باداران یې د وتو په حال کې دي او د دوی له سره یې سیوری په لیري کیدو دی .

۳ - د مجاهدینو د فتوحاتو لړۍ ورو ورو په پراخیدو ده .

چې دا درې واړه د دې باعث ګرځیدلي چې د ایساف د ستر مفتي رسول سیاف په مشرۍ د جنګسالارانو نوي ټلواله را ژوندۍ کړي ، په همدې موخه یې دا دی اوس ویلي چې د شورای حراست و ثبات افغانستان نوي ډلګۍ جوړوي .

پای ………………………………………..!

2015-12-18 جمعه


Leave a Reply !



//