Home / news / په کابل کې زموږ هيڅ مجاهد نه دی نیول شوي، په دې اړه د کابل استخباراتو ادعا حقیقت نه لري
په کابل کې زموږ هيڅ مجاهد نه دی نیول شوي، په دې اړه د کابل استخباراتو ادعا حقیقت نه لري

په کابل کې زموږ هيڅ مجاهد نه دی نیول شوي، په دې اړه د کابل استخباراتو ادعا حقیقت نه لري


نن دکابل په اصطلاح استخباراتي ارګان د خپلو ناکامیود پټولو او توجیه کولوپه لړ کې په غلطه سره ادعا وکړه چې د کابل په بګرامیو کې يې د مجاهدینو ۸ کسیز ګروپ نیولی چې د طلوع شبکې په برید کې يي لاس درلود.

موږ دا جعلي او غیر واقعی خبر په کلکه ردوو، د طلوع په استخباراتي ارګان د برید ټول ترتیبونکي ملګري الحمدلله تر خپلو امن ځایونو پورې رسیدلي دي او هيڅ یوه ته هم ستونزه نه ده پيښه شوې.

د کابل د ادارې امنيتي کړۍ تل دخپلو خجالتیو او ناکامیو وروسته د عامه ذهنیت دغولولو لپاره دا ډول پروپاګند ته مخه کوي، خو موږ ټولو هیوادوالو او مجاهدینو ته ډاډ ورکوو چې په تیرو ۴۸ ساعتونو کې په ټول هیواد کې هيڅ مجاهد هم د دښمن لاس ته ندی ورغلی او نه هم دهغو مجاهدینو نیول چې دا ډول پيچیلې حملي ترسره کوي دومره ساده او آسانه کاردی.

ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ویندوی

۱۴۳۷/۴/۱۲هـ ق

۱۳۹۴/۱۱/۲هـ ش ــ 2016/1/22م


Leave a Reply !



//