دامریکادمیزوري ايالت دسينټ لوئيس ښار په څنډه دفيرګوسن په سیمه کي دمظاهرې په ترڅ کي په پولیسو برید شوی، چي دوه تنه پولیس پکي ټپیان شوي دي.
دسيڼت لوئيس پوسټ ورځپاڼي لیکلي، چي مظاهره کونکي دفرګوسن دپولیسو دمرکز مخي ته راټول شوي وو او دنژادي تبعیض په ضد يې لاریون کاوو، چي په دې ترڅ کي په پولیسو برید وشو او دوه پولیس ووژل شول.
دمیزوري ايالت دسينټ لوئيس دپولیسو مشر جان بليمار ویلي، چي برید نن پنجشنبه سهار وختي وشو، چي دوه پولیس پکي ټپیان شول، نوموړي ویلي، چي دپولیسو ټپونه ژور او داندېښنې وړ دي.
دغه برید دفرګوسن دپولیسو دمشر تر استعفا څو ساعته وروسته ترسره شوی دی، نوموړي د ۲۰۱۴ کال داګسټ په میاشت کي دپولیسو له لوري دیوه تور پوستي ځوان مائيکل براون دوژلو له امله استعفا ورکړې ده.
په فرګوسن کي وروسته ترهغه مظاهرې پيل شوي، چي دامریکادعدليې وزارت له لوري په خپاره شوي راپور کي وویل شول، چي په امریکااو ځانګړې توګه په فرګوسن کي پولیس دتور پوستو په وړاندي له توکمپالني او تبعیض څخه کار اخلي، په راپور کي ویل شوي، چي د دغې سیمي پولیس له تشدد څخه کار اخلي، خلک ځوروي او په معمولي څیزونو یې جریمه کوي.
په څه باندي یوه اونۍ کي دامریکاپه جورجیا، لاس انجلس او ويسکونسن کي دپولیسو له لوري درې تور پوستي په ډزو وژل شوي دي، چي دتور پوستو او دبشري حقونو د ادارو سخته غوسه يې پارولي ده، راپورونه وايي، چي دوروستیو بریدونوله امله زرګونو کسانو دامریکاپه بېلابېلوسیمو کي مظاهرې ترسره کړي دي.
احمدظريف