دننګرهار پوهنتون داستادانو او مامورینو معاشونه دغلو له لوري لوټ شوي دي.
نن غرمه مهال وسله والو غلو په هغه موټر برید کړی، چي دپوهنتون داستادانو او مامورینو ۱۴ اعشاریه ۹ ميليونه افغانۍ معاشونه يې ليږدول، ویل شوي، چي غلو ټولي پیسې تښتولي دي.
دننګرهار پوهنتون ویاند محمدفاضل ویلي، چي نن غرمه دسره رود ولسوالۍ په نظر اباد سیمه کي غلو دپوهنتون د استادانو تنخواګاني تښتولي دي.
څو میاشتي وړاندي هم دننګرهار پوهنتون دمحصلینو بدل معاشونه چي اته ميليونه افغانۍ وې دوسله والو غلو له لوري وتښتول شوې.
دمحصلینو دبدل اعاشې دتښتولو پړه دننګرهار په پولیسو او چارواکو اچول شوې وه، خو تراوسه څرګنده نه ده، چي داستادانو معاشونه چا تښتولي دي.
احمدظريف