کور / تازه لیکني او مقالې / دمورچل مجلې (۸۸)ګڼه تازه له چاپه راووته
دمورچل مجلې (۸۸)ګڼه تازه له چاپه راووته

دمورچل مجلې (۸۸)ګڼه تازه له چاپه راووته


له نیکه مرغه چې دمورچل میاشتینۍ پرله پسي (۸۸) ګڼه ،۲۰۱۵ زکال (۲)دویمه ،دفبروي میاشتې مجله له تازه تحلیلونو او نویو خبرونو سره مله په (۱۴۰)مخونو کې چاپ او دلوستونکیو لوست ته چمتو شوه .

داسلامي امارت دفرهنګي کمیسون ځوانو او تاندو فرهنګیانو مورچل میاشتینۍ په روانو سیاسي او پوځي جریاناتو او علمي معلوماتي مطالبو ،ښکلې ډیزاین ،رنګین ټایټل او دفبروي دمیاشتې دجهادي خبرونواو ددې د لنډغورچاڼ سربیره ځینې نورې داسې لیکنې خپله فرهنګي غیږ کې را نغښتې دي، چې پکې لوستونکې ته داسلام دتیر عظمت او مجدیادونه ،داوسني مجاهدټاکونکې لارښوونې ،داشغالګرو جنایات او ظالمانه چلند،دکابل دغلامې ادارې دضعف نکات ،اوداوسني جهادګټونکې او نور مختلف مضامین چاپ شوي دي .

سربیره پردې دمجلې سرمقاله کابل کې دخارجیانو په لمسون دځینو داخلي کړیو لخوا ددیني او افغاني ارزښتونو دسپکاوي غندلو او پردې ګوتڅنډنې ته ځانګړې شوي ده ،لکه چې دسرمقالې یوه برخه داسې ده چې : جهاد چې هم زمونږ دیني او مو روایتي اصل دی او دیرغلګرو دښمنانو په مقابل کې به مولومړی نیکونواواوس مونږ دیوې پیاوړې وسلې په حیث کاراوه ،یرغلګرویې نوم په ترهګرۍ بدل کړ او دادی له تعلیمي نصاب نه یې هم هغه آیتونه وایستل، چې دجهاد ترغیب پکې نغښتی و،داسې کوشش هم روان دی، چې یرغلګراوغلامان یې دافغانانو څخه دخپلو اسلافو دمیړانوکارنامې هیرې کړي او دبیا لپاره راتلونکې نسل کې دجهاداو خاورې نه ددفاع روحیه دتل لپاره ووژني !

یرغلګر پردې ښه پوهیږي ،چې دافغانستان غوندې په یوه اسلامي او افغاني ټولنه کې دښځې ،حجاب او ستر ناموس او ترې ننګه دافغاني کلتوریوه ستره برخه ده، چې دې ناموس پرسر شخړې آن کله نا کله دسرونو په قیمت هم پای ته ونه رسیږي ،او کوم څوک چې ددې ناموس اهانت وکړي ،نو دکور شپه یې په ګور شي ،خوله پیله غربیان او امریکایان پدې هڅه کې وو او دي ،چې همدا کلتوردغرب دسولیدلې کلتور تر سیورې لاندې راولي اودافغانانو په ذهن کې دازهر ورپیچکاري کړي، چې ستر او حجاب زوړ دود او ددې مترقي پیر ایجابات نشي پوره کولای ،دیرغلګرو په نظر ښځه هم لکه دنر په شان دکوراوصحرا وظایف سرته رسولای شي او باید دنرانو سره په دفتر ،بازار،کوڅه او دبي حیایي په هرډګر کې برخواله وي ،دوئ ددې نادرست هدف لپاره ډیرې پیسې هم مصرف کړي او اوس هم چې په هر قیمت وي خپلې شومې هڅې ددې لپاره جاري ساتي …………..

لذا ټول لوستونکې کولای شي، چې دمورچل وزینه مجله دتوزیع ځایونو څخه ترلاسه کړي او خپله علمي تنده پرې ماته کړي !

کمفیوټر ته دمجلي دښکته کولو لپاره دا ځاي کلیک کړي

والسلام

اداره

 

 


Leave a Reply !




Leave a Reply !