کور / دهیواد او نړۍ تازه پیښې / جرمني، د ښځینه ښوونکو په پړوني لګېدلی بندیز لري شوی
جرمني، د ښځینه ښوونکو په پړوني لګېدلی بندیز لري شوی

جرمني، د ښځینه ښوونکو په پړوني لګېدلی بندیز لري شوی


دجرمني ستري محکمې په ښوونځیو کي دښځينه استادانو په پړوني لګېدلی ۱۱ کلن بنديز ختم کړی دی.

محکمې ښځينه ښوونکو ته په ښوونځیو کي دپړوني دپه سر کولو اجازه ورکړې ده، په ۲۰۰۳ کال کي محکمې دجرمني دځینو ایالتونو په ښوونځیو کي داستادانو په حجاب بندیز ولګاوو، اوس محکمې ویلي، چي په ښوونځیو کي په پړوني بندیز ددین له ازادۍ سره سر نه خوري.

محکمې ویلي، چي حجاب هغه مهال په ښوونځیو کي منعه کېدلی شي، چي کله هغه دهیواد او یاښوونځي امن ته خطر وي، خو په حجاب هغه مهال بندیز نشي لګېدلی، چي په هغه باندي دخطر شک وي.

محکمې تیره ورځ دغه پرېکړه وروسته ترهغه وکړه، چي يوې مسلماني استادي محکمې ته عریضه وکړه، چي په حجاب دلګېدلي بندیز له امله نشي کولای تدریس وکړي.

محکمې ویلي، چي هغه مهال په پړوني بندیز لګېدلی شي، چي هغه یو مشخص ګواښ رامنځ ته کوي، دمحکمې پرېکړه په دې معناسره ده، چي ښايي په ځینو مواردو کي په پړوني بندیز ولګول شي.

په جرمني مسلمانو ټولنو دمحکمې په پرېکړه خوښي څرګنده کړې ده او ویلې دي، چي دا پرېکړه ښيي، چي محکمه له خپلي هغې خطا څخه چي مسلمانان يې له خپلو حقونو څخه بې برخي کړي وو راګرځېدلې ده.

په جرمني اسلام دښمنه ګوندونو او کړیو دمحکمې په پرېکړي اندېښنه ښودلې ده.

احمدظريف


Leave a Reply !



Leave a Reply !