کور / دهیواد او نړۍ تازه پیښې / سوریه، دبشارالاسد دکاکازوی توفیق الاسد وژل شوی
سوریه، دبشارالاسد دکاکازوی توفیق الاسد وژل شوی

سوریه، دبشارالاسد دکاکازوی توفیق الاسد وژل شوی


په سوریه کي دبشارالاسد دکاکازوی توفیق الاسد چي په شیخ الجبل سره مشهور و وژل شوی دی.

ځینو عربی رسنیو درژیم دمخالفینو له خولې خبر ورکړی، چي دبشارالاسد دکاکازوی چي درژیم دځانګړو پوځیانو مشر و وژل شوی دی.

دتوفیق الاسد دمړيني عکسونه دهغه دخپلوانو او پلویانو له لوري په فیسبوک کي هم خپاره شوي دي.

دهلال الاسد زوی سلیمان الاسد په خپل فیسبوک پاڼه کي دتوفیق الاسد دوژل کېدلو له امله داسد کورنۍ ته تسلیت وړاندي کړی دی.

دنوموړي دوژل کېدلو په اړه دوه ډوله خبرونه ورکړل شوي، یو خبر داسي ورکړل شوی، چي توفیق الاسد دلاذقیة ددورین په وروستیو جګړو کي تر ټپي کېدلو وروسته وژل شوی دی او دنوموړي دوژل کېدلو په اړه بل خبر ورکړل شوی، چي هغه په قرادحه کي دیوه وسله ال برید په ترڅ کي وژل شوی دی.

توفیق الاسد دبشارالاسد په کورنۍ کي دنورو په نسبت فعاله کس بلل کیدو او دبشاالاسد دمافیايي بانډ مشر وو، چي له همدې امله نوموړی د«مافیا سړی»په نوم هم یاديدو.

دسوريې له جګړې وړاندي توفیق الاسد تاریخي اثار، وسلې او نور څیزونه قاچاق کول، چي دسوريې تر پاڅون وروسته يې جګړې ته مخه کړه او اوس مهال نوموړی دظلمونو له امله مشهور وو.

ویل کیږي، چي دلاذقیة خلک یې په غوره ډول پيژني او هغوی یې له ظلمونو څخه سخت کړېدل.

دچارو کارپوهان وايي، چي که توفیق الاسد وژل شوی وي، دا به دبشارالاسد لپاره ستر ګزار وي.

له بله پلوه دامریکا داستخباراتو مشر جان برینان ویلي، چي واشنګټن نه غواړي بشارالاسد له واک څخه لري شي.

نوموړي ویلي، چي ددوی ائتلاف نه غواړي په دمشق کي دبشارالاسد رژیم ختم شي، خو درژیم دهغو مخالفینو چي ددوی په اصطلاح منځلاري دي ملاتړ ته به یې دوام ورکوي.

له دې وړاندي هم دسوريې په اړه دامریکا پالوسي ته دشک په سترګه کتل کېدل او امریکادسوريې او عراق په اړه په دوه مخي تورنېدله، چي دبرینان خبري يې څرګند ثبوت بلل کیږي.

دجان برینان خبري ځینو عرب کارپوهانو حیرانونکې بللي دي او ویلې دي، چي امریکادسوريې په اړه دوه مخي پالوسي لري او داڅنګه ممکن کېدلی شي، چي هم بشارالاسد په واک کي پاته وي او هم دي امریکادمخالفینو سره دهغه په راپرځولو کي مرسته وکړي.

راپورونه وايي، چي ددمشق په دوماښار درژيم په هوايي بمباري کي ۶ تنه وژل شوي او دښځو اوماشومانو په ګډون لسګونه نور ټپیان شوي دي.

دسوريې دبشري حقونو دسازمان له راپور سره سم، اوس مهال دسوریې په دمشق، حما، حلب، حمص، دیرالزور، لاذقیة او یوشمېر نورو ولایتونو اوسیمو کي جګړې رواني دي.

احمدظريف


Leave a Reply !



Leave a Reply !