دفراه یوشمېر دوکانداران اوخلک شکایت کوي، چي درژیم اړوند ښاروالۍ ورڅخه په زیاته پيمانه غیرقانوني پيسې اخلي.
دوی وايي، چي دښاروالۍ کارکونکي دجريمې په بانه ورڅخه غیرقانوني پيسې اخلي او دنه ورکولو په صورت کي ورسره ناوړه چلند کوي.
دفراه ښاریانو رسنیوته ویلي، چي دکار دجواز په بدل کي ښاروالۍ ورڅخه پنځه زره افغانۍ اخلي، همداراز په بېلابېلو نومونو ورڅخه دومره پيسې اخلي، چي دوی یې توان نه لري.
خلک شکایت کوي، چي ددوی له مالونو او بارونو څخه دومره پیسې ښاروالۍ اخلي، چي دوی ته هیڅ ګټه نه پاته کیږي.
دفراه ښاریان شکایت کوي، چي له دوی څخه غیرقانوني اخیستل شوي پيسې درژیم اړوند دفراه دچارواکو جيبونو ته لويږي.
دفراه دښار دوکاندارانو له رسنیو سره په خبرو کي ویلي، چي که پيسې ورنه کړي، بیادښاروالۍ کارکونکي ددوی دمالونو په وړلو برسېره ناوړه چلند ورسره کوي.
تردې وړاندي هم دفراه ښاریانو درژیم له ظلمونو څخه شکایتونه کړي دي.
احمدظريف