15-03-2015 دبشارالاسد درژیم اړوند جنګي الوتکو دسوريې په بېلابېلو سيمو کي دبمباري په ترڅ کي لسګونو ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده. فعالانو ویلي، چي ددمشق دختیځي غوطې په دوماښار درژيم په هوايي بمباري کي دلسو میرمنو په ګډون ۱۲ تنه وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي، ویل شوي، چي یوازي دیوې کورنۍ خاوند، میرمن او درې لوڼي يې په دغو بمباریو کي وژل شوي دي. داناتول خبري اژانس خبر ورکړی، چي په دوماښار کي دبمباریو له امله زیات شمېر کورونه ويجاړ او زیانمن شوي دي. دوماښار چي په دمشق کي درژيم دمخالفینو له قوي مرکزونو څخه ګڼل کیږي په وروستیو اونیو کي دبمباري په ترڅ کي سلګونه کسان پکي ټپيان او وژل شوي دي. درژيم الوتکو ددمشق په ختیځ دجوبر په سیمه۱۷ هوايي بریدونه ترسره کړي دي، چي یوشمېر ودانیو اور اخیستی او ویجاړي شوي دي. درژيم وسله والو مخالفینو ویلي، چي په جوبر سیمه کي سختي جګړې رواني دي، چي په ترڅ کي يې درژيم څو پوځي ګاډي تخریب شوي اوګڼ شمېر پوځیان یې وژل شوي دي. دسوريې دبشري حقونو سازمان ویلي،چي یوازي تیره ورځ درژيم جنګي الوتکو دسوريې په بېلابېلو سیمو کي ۱۵۰ هوايي بریدونه ترسره کړي دي، چي لسګونو کسانو ته پکي مرګ ژوبله اوښتې ده. دبشارالاسد رژیم په هوايي بمباري کي تر ډيره بېلري بمونه کاروي، چي زیات ويجاړی رامنځ ته کوي. له بله پلوه سوري فعالانو ویلي، چي درژیم په زندانونو کي داحرار الشام د یوه پخواني قومندان په ګډون ۶ تنه تر تعذیب او شکنجې لاندي وژلي دي. احمدظريف
دبشارالاسد درژیم اړوند جنګي الوتکو دسوريې په بېلابېلو سيمو کي دبمباري په ترڅ کي لسګونو ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
فعالانو ویلي، چي ددمشق دختیځي غوطې په دوماښار درژيم په هوايي بمباري کي دلسو میرمنو په ګډون ۱۲ تنه وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي، ویل شوي، چي یوازي دیوې کورنۍ خاوند، میرمن او درې لوڼي يې په دغو بمباریو کي وژل شوي دي.
داناتول خبري اژانس خبر ورکړی، چي په دوماښار کي دبمباریو له امله زیات شمېر کورونه ويجاړ او زیانمن شوي دي.
دوماښار چي په دمشق کي درژيم دمخالفینو له قوي مرکزونو څخه ګڼل کیږي په وروستیو اونیو کي دبمباري په ترڅ کي سلګونه کسان پکي ټپيان او وژل شوي دي.
درژيم الوتکو ددمشق په ختیځ دجوبر په سیمه۱۷ هوايي بریدونه ترسره کړي دي، چي یوشمېر ودانیو اور اخیستی او ویجاړي شوي دي.
درژيم وسله والو مخالفینو ویلي، چي په جوبر سیمه کي سختي جګړې رواني دي، چي په ترڅ کي يې درژيم څو پوځي ګاډي تخریب شوي اوګڼ شمېر پوځیان یې وژل شوي دي.
دسوريې دبشري حقونو سازمان ویلي،چي یوازي تیره ورځ درژيم جنګي الوتکو دسوريې په بېلابېلو سیمو کي ۱۵۰ هوايي بریدونه ترسره کړي دي، چي لسګونو کسانو ته پکي مرګ ژوبله اوښتې ده.
دبشارالاسد رژیم په هوايي بمباري کي تر ډيره بېلري بمونه کاروي، چي زیات ويجاړی رامنځ ته کوي.
له بله پلوه سوري فعالانو ویلي، چي درژیم په زندانونو کي داحرار الشام د یوه پخواني قومندان په ګډون ۶ تنه تر تعذیب او شکنجې لاندي وژلي دي.
احمدظريف
30-03-2015
29-03-2015
26-03-2015
24-03-2015
پوښتنه : دانټرنیټ کیفي Net Cafe کاروبار څنګه دی ؟ په داسي حال کې چې د […]
پوښتنه : علماء کرام ددې مسئلې په اړه څه فرمایې چې : ایزي لوډ کول جائز […]
پوښتنه : داچې اوس په اکثرو ښارونوکې دپراپرټي (راهنمایي معاملات ) […]
پوښتنه : ډيرخلګ دوېزو کاروبار کوي ، مثلا په سعودي کي دځينومشخصو […]