کور / دهیواد او نړۍ تازه پیښې / دکابل ښاریان شخصی ملېشو اندېښمن کړي

دکابل ښاریان شخصی ملېشو اندېښمن کړي


دکابل ښاریانو دشخصی ملېشو له شتون څخه اندېښنه ښودلې او ویلې دي، چي ددې ملېشو له امله به تیري ترخې تجربي تکرار شي.

راپورونه وايي، چي دکابل دوزیراکبر خان غونډۍ دپخواني جنګسالار او د اشرف غنی دمرستیال رشید دوستم ملېشو نیولې اوهلته يې پوستې جوړي کړي دي.

دپغمان په لوړو غونډیو دسیاف اړوند ملېشې میشتي دي، ویل شوي، چي په دغو ملېشو برسېره دکابل په اړوند نورو سیموکي دبېلابېلو پخوانیو قومندانانو ملېشې واکمني دي.

دکابل ښاریانو له ځینو رسنیو سره دملېشو دموجودیت په اړه خپلي اندېښنې شریکي کړي دي او ویلي دي، چي کېدلی شي دتیري دورې ترخې تجربې یوځل بیا تکرار شي.

خلکو شکایت کړی، چي دځینو ملېشه وسله والو له لوري ځورول کیږي، پیسې ورڅخه وړل کیږي او ظلم پرې کیږي.

دکابل ښاریان دملېشو له شتون څخه په داسي مهال خپله اندېښنه ښيي، چي څه وخت وړاندي دوستم ویلي وو، چي غواړي ۲۰ زره کسيزه ملېشه جوړه کړي.

دیادوني وړ ده، چي په کابل برسېره په کندوز، بلخ، بغلان، بدخشان او يوشمېر نورو ولایتونو کي زرګونه ملېشې وجود لري، چي خلک يې په اړه تل شکایتونه کوي.

افغان ولس له وسله والو ملېشو څخه ترخې تجربې لري او دهیواد په نا امنیو او کورنیو جګړو کي ښکیلي پاته شوي دي.

دچارو کارپوهان په دې اند دي، چي امریکاغواړي تر خپلي ماتي وروسته په افغانستان کي دګډوډۍ دجوړولو او دکورنۍ جګړې دپيلولو لپاره پخوانۍ ملېشې يوځل بیافعاله کړي او دهمدې موخو لپاره يې لا له وړاندي داربکیانو په نوم ملېشې جوړي کړي دي.

احمدظريف


Leave a Reply !



Leave a Reply !