15-03-2015 دکابل په رژيم کي دځمکو غصب تر دې اندازې رسېدلی، چي په هلمندولایت کي درژيم اړوندو چارواکو دنورو چارواکو ځمکي او کورونه غصب کړي دي. راپورونه وايي، چي دهلمند په مرکز لښکرګاه کي هغه ۴۰۰ کورونه چي دمامورینو لپاره جوړ شوي وو دهلمند دچارواکو او زور واکانو له لوري نیول شوي دي. دغه کورونه چي درسمي مامورینولپاره جوړ شوي وو ترڅو هغوی پکي واوسیږي اوس دهلمند دلوړ پوړو چارواکو او زور واکانو له لوري غصب شوي دي، ویل شوي، چي ځیني کورونه يې په کرایه ورکړل شوي، ځیني يې دچارواکو له لوري خرڅ شوي او په ځینو دغو کورونو کي خپله چارواکي میشت دي. راپورونه وايي، چي زیات شمېر کورونه چارواکو په خپل نامه ثبت کړي دي. له بله پلوه دهلمند دمامورینو ۱۴۵ جریبه ځمکه درژیم اړوند ولایت مقام او ښاروالۍ له لوري غصب شوې ده، ویل کیږي، چي ددغې ځمکي نیمايي برخه يې په ۱ ميلیون او دوه سوه زره ډالرو خرڅه شوې او پاته نوره ځمکه درژيم اړوند ولایتي شورا او دپارلمان دوکیلانو په ګډون دلوړ پوړو چارواکو ترمنځ ويشل شوې ده. ویل شوي، چي ددغه غصب له امله دهلمند مامورینو پنځه ورځي وړاندي اعتصاب پيل کړ، چي اوس هم ادامه لري. له هلمند ولایت څخه تر دې وړاندي هم دځمکو دغصب راپورونه ورکړل شوي دي. په یوه بل خبر کي ویل شوي، چي دښرني پارک چي په ۲۰ جریبه ځمکه کي جوړ شوی وو درژيم اړوند دپکتیکا دوالي، دپارلمان دیوه وکیل او نورو چارواکو له لوري غصب شوی دی. دښرني خلک شکايت کوي، دغه پارک چي په ۱۳۸۸ کي جوړ شو دوه کاله وروسته غصب شو او اوس يې په ځای مارکیټونه جوړ کړای شوي دي. ویل شوي، چي دغه پارک درژیم داړوند پارلمان دغړي محمودخان او درژیم اړوند دپکتیکادپخواني والي محب الله صمیم له لوري پکي مارکیټونه جوړ شوي دي. دپکتیکاخلک شکایت کوي، چي په سیمه کي زیاتي ځمکي درژيم دچاوراکو او زور واکانو له لوري غصب شوي دي. احمدظريف
دکابل په رژيم کي دځمکو غصب تر دې اندازې رسېدلی، چي په هلمندولایت کي درژيم اړوندو چارواکو دنورو چارواکو ځمکي او کورونه غصب کړي دي.
راپورونه وايي، چي دهلمند په مرکز لښکرګاه کي هغه ۴۰۰ کورونه چي دمامورینو لپاره جوړ شوي وو دهلمند دچارواکو او زور واکانو له لوري نیول شوي دي.
دغه کورونه چي درسمي مامورینولپاره جوړ شوي وو ترڅو هغوی پکي واوسیږي اوس دهلمند دلوړ پوړو چارواکو او زور واکانو له لوري غصب شوي دي، ویل شوي، چي ځیني کورونه يې په کرایه ورکړل شوي، ځیني يې دچارواکو له لوري خرڅ شوي او په ځینو دغو کورونو کي خپله چارواکي میشت دي.
راپورونه وايي، چي زیات شمېر کورونه چارواکو په خپل نامه ثبت کړي دي.
له بله پلوه دهلمند دمامورینو ۱۴۵ جریبه ځمکه درژیم اړوند ولایت مقام او ښاروالۍ له لوري غصب شوې ده، ویل کیږي، چي ددغې ځمکي نیمايي برخه يې په ۱ ميلیون او دوه سوه زره ډالرو خرڅه شوې او پاته نوره ځمکه درژيم اړوند ولایتي شورا او دپارلمان دوکیلانو په ګډون دلوړ پوړو چارواکو ترمنځ ويشل شوې ده.
ویل شوي، چي ددغه غصب له امله دهلمند مامورینو پنځه ورځي وړاندي اعتصاب پيل کړ، چي اوس هم ادامه لري.
له هلمند ولایت څخه تر دې وړاندي هم دځمکو دغصب راپورونه ورکړل شوي دي.
په یوه بل خبر کي ویل شوي، چي دښرني پارک چي په ۲۰ جریبه ځمکه کي جوړ شوی وو درژيم اړوند دپکتیکا دوالي، دپارلمان دیوه وکیل او نورو چارواکو له لوري غصب شوی دی.
دښرني خلک شکايت کوي، دغه پارک چي په ۱۳۸۸ کي جوړ شو دوه کاله وروسته غصب شو او اوس يې په ځای مارکیټونه جوړ کړای شوي دي.
ویل شوي، چي دغه پارک درژیم داړوند پارلمان دغړي محمودخان او درژیم اړوند دپکتیکادپخواني والي محب الله صمیم له لوري پکي مارکیټونه جوړ شوي دي.
دپکتیکاخلک شکایت کوي، چي په سیمه کي زیاتي ځمکي درژيم دچاوراکو او زور واکانو له لوري غصب شوي دي.
احمدظريف
28-06-2015
24-06-2015
23-06-2015
21-06-2015
لیکوال: مفتي ابویاسر هغه عذرونه چي دروژي ماتول مباح ګرزوي پنځه ډوله […]
مسئله :ددمي یاسالنډي بیمارته دساه راښکلودهوسایې لپاره ډاکټران […]
مسئله : هغه دوا یاغازي ګیس چي په انګریزي کي ورتهDesmopressin – […]
دکيمبرج يووتلی پروفيسرډاکټرلوتروايی: ډاکټرلوترچي درمل […]