Home / اعلامیه ،تبصره،مرکه، / افغانستان د ( 2016 ) میلادي کال د مارچ په میاشت کې

افغانستان د ( 2016 ) میلادي کال د مارچ په میاشت کې


(( یادونه: دغه لیکنه یواځي له هغو پېښو او زیانلړونو جوړه ده چې دښمن په هغوی اعتراف کړی. دا هم د یادوني وړ ده چې بهرني او مزدور دښمن ته د بیلابیلو تلفاتو او خساراتو اوښتلو او په هغوی د ترسره شوو بریدونو او نورو پېښو په اړه کره خبرونه او معلومات د افغانستان اسلامي امارت له رسمي پاڼي څخه ترلاسه کولای شئ. ))

لیکنه: احمدفارسي

مارچ له مهموحوادثویوه ډکه میاشت وه چې مجاهدینوورکې د نوروهغوغوند ي په لوی شمېرنوي فتوحات اولاسته راوړني لرلې، اودښمن ته هم پکې زیات ځاني اومالي زیانونه اوښتي. د صلېبې ټلوالي او د هغوی مزدوري ادارې له لوري ځیني هغه اعترافات چې دکابل ادارې د ماتي اوکمزورۍ په اړه، اودمجاهدینو دغښتلتیاپه په برخه کې یې کړي دي غواړو په لاندي کرښو کې بېل بېل له تاسوسره شریک کړو.

اشغالګرو ته دځان اوشتي زیانونه:

که څه هم له هغوپېښو چې لاندي له لږڅه تفصیل سره راوړل شوې دي ښه په ډاګه ده چې د اشغال مجرمین په یاده میاشت کې په خورا ډېرو مالي اوځاني زیانونو واوښتل په ځانګړي ډول کله چې دالوتکوسقوط د هغوی فردي وژنه په ډلیئز هغه واړوله؛ اما:دروغجن دښمن په دغه میاشت کې هم د خپل ملت اویرغملوافغانو په سترګوکې دخاورو اچولو شوم عادت ته ژمن پاته شواو دپخواپه څېریې بیاهم دوراوښتي زیان په اعتراف دمنښتي سر ونه خوځاوه. نوځکه په 2016 میلادي کال کې ددوی په وژنو اعتراف په همهغو درو تنو ولاړ پاته شو چې په جنوري کې وژل شو ي وو.

مزدور دښمن ته اوښتي ځاني زیانونه:

د پېښو زیاتوالی او دهدف کره توب په یرغلګراومزدور لوري کې دځاني زیان څومره والي ته یوښه ځواب دی او له دې څخه په خبرتیا داپه پوره ډاډ ویل کېدای شې چې افغانستان هره میاشت د سلګونو دښمنانو دوژل کېدو شاهد وي. که څه هم دجګړې نوعیت ته په کتو کره شمېر ترلاسه کول دتوان له حده اوړي؛ مګر په راتلونکې برخه کې ځیني تلفات په ځانګړي ډول هغه له یاده نه دي غورزول شوي چې ددښمن په مهمو نقطوکې رامنځته شوي دي.

دښمن ته یواځي دانه چې په مخامخ نښتو کې تلفات اوړي ؛بلکې ددوی په لیکوکې اسلامي امارت ته وفادارځای په ځای شوي مجاهدین او ددښمن له صفه ځیني هغه خلک هم مزدوردښمن ته د سترزیان اړولو باعث ګرزي چې په حقیقت پوهېدلي، او له اشغالګروسره دملګرتیا انجام یې درک کړی.

په دې لړکې دسې شنبې په ورځ چې دمارچ لومړۍ نېټه وه دکندهار په شاه ولي کوټ ولسوالي کې یونفوذي پولیس څلورنور پولیس ووژل او دپېښي له ځایه بریالی ووت. همداراز: دپنجشنبې په ورځ، دمارچ په ۲۴مه یوبل نفوذي تن هم دهمدغه ولایت په ارغنداب ولسوالي کې ۷ اربکیان له تېغه تېرکړل.

بل لوري ته دچهارشنبې په ورځ، دمارچ په دوومه دبدخشان بهارک ولسوالي د۳۲ تنه اربکیانودوژل کېدو شاهده وه. دوه ورځي وروسته دکابل په ښارکې دکورنیوچارو د وزارت کارکونکی دناڅرګند کس له لوري د چاقوګانو په ګذارونو ووژل شو. دیکشنبې په ورځ، دمارچ په ۶مه دکندهارښار د۱۲مي ناحیې وکیل چې ورسره یې په ملي امنیت کې هم دنده لرله په همدغه ښارکې ووژل شو.

دمارچ په ۷مه او ۱۰مه نېټه په حکومتي تأسیساتو د بریدونو په دوو جلاجلا پېښوکې دګڼو اربکیانو اوپولیسو لاسونه د ولس له ځورولو لنډکړل شول، چې له پېښو څخه یوه یې دغزني په اندړو ولسوالي کې د اربکیانود څلورو قومندانانو اوبله یې دهلمند په ګرشک ولسوالي کې دپولیسو د ۵قومندانانو اوله هغوی سره په ملتیاکې د لسګونو عسکرو وژل کېدل وو. یوه سې شنبه، چې دمارچ ۱۵مه وه دنورستان د دواب ولسوالۍ دامنیه قومندان دوژل کېدو، اوبله سې شنبه چې د همدې میاشتي ۲۰ مه وه دمیدان وردګو ولایت دجلرېز دامنیه قومندان دوژل کېدو شاهده وه.

دمارچ په ۲۱مه دغزني په اندړو ولسوالي کې داربکیانویوبل په شرارت کې نوموتی قومندان ووژل شو. دجمعې په ورځ، دمارچ په ۲۵مه د205 اتل قول اردو مرستیال هم دکندهار په دامان ولسوالي کې له خپلوڅوتنو پرې راټولوعسکرو سره دیو استشهادي برید په ترڅ کې ووژل شو. تردې یوه ورځ وروسته د غزني دمحکمې یوقاضي اویو څارنوال په جګړه کې ووژل شول. دمارچ په ۲۷مه د لوګرپه محمدآغه ولسوالي کې دمزدوري اردو یولوړپوړی قومندان، او ترده یوه ورځ وروسته دکندوز په دښت آرچې کې یوبل عالي رتبه قومندان هم ووژل شو.

دښمن ته اوښتی مالي زیانونه:

په دې برسېره چې دصلیب په لومه ښکیله اداره په ځاني لحاظ دبرداشت ترحد له پورته تلفاتوسره مخ شوې مالي اړخ یې هم ترهغه څوچنده لوړ زیانونه لیدلي چې په پلاسټیکې مرمیوروزل شوو جنرالانویې وړاند وینه کړې وه. په دغه لړکې ددوی نظامي مرکزونه، ولسوالۍ اومختلف النوع وسائل له منځه وړل شوي دي. ددې ترڅنګ دمارچ په میاشت کې د دښمن دوه هلیکوبتري هم غورزول شوې دي چې یوه یې دهمدې میاشتي په ۱۸مه دهلمندپه نادعلي کې، اوبله یې په ۲۹مه دکنړپه ناړۍ ولسوالي کې نسکوري شوې . په پورتنیوپېښوکې په لویه کچه دسرزیان هم اوښتی دی. په دې برسېره دچهارشنبې په ورځ، دمارچ په ۳۰مه داشغالګرویوې جنګي ایف 16 ډوله الوتکې هم دبګرام په هوایي اډه کې سقوط وکړ.دښمن که څه هم ددې الوتکې راپرېوتل ومنل؛ خود پیلوټ په اړه ادعاکوي چې ژغورل شوی او تردرملني لاندي دی. یاده دي وي چې دغي الوتکې شاوخوا ۱۰۰ملیونه امریکایي ډالر قیمت درلود.

د اجیرانو نیول کېدل اوله مجاهدینوسره یوځای کېدنه:

یواځي هغه راپورونه چې ددې لیکني ترچمتوکولوترلاسه شوي دي ښیي چې دمزدوري ادارې له بېلابېلو ارګانونوڅخه (۳۴۳)تنه کارکوونکې دمارچ په میاشت کې له مجاهدینوسره یوځای شوي دي. په دې اړه تفصیل د اسلامي امارت په رسمي پاڼه دجلب اوجذب کمېسیون په راپورکې کتلای شئ؛ امایوڅوهغه یې دبېلګي په توګه دلته هم ستاسودکتولپاره وړاندي کوو:

دجمعې په ورځ، چې دمارچ ۱۱مه وه دخاص ارزګان په ولسوالي کې ۶۵پولیس له خپلوټولو سلاګانو اوتجهیزاتوسره دمجاهدینوله لیکوسره یوځای شول. ورپسې دمارچ په ۱۳مه دلوګرپه برکې برک کې ۵اربکیانو وروسته له هغه ددښمن صف خوسی کړچې له هیواد اواسلام سره دمجاهدینو مینه او ددوی مقاصد او حقائق ورته څرګندشول. دهمدې میاشتي په ۲۶مه هم دننګرهار په شیرزادو ولسوالي کې دمزدوري اردو ۱۰تنه عسکرمجاهدینوته تسلیم شول.

دعزم عملیات:

دعزم بریمن عملیات هم د فتحو په لرلوسره ښه په مخ روان ول، اود۲۰۱۶میلادي کال د مارچ میاشت یې هم دلاسته راوړنوشاهده وه. په دې لړکې دسې شنبې په ورځ، دیادي میاشتي په لومړۍ نېټه مجاهدینو دارزګان ولایت دخارخوردې ولسوالي تراوږدې محاصرې وروسته ونیوله. یوه ورځ وروسته د اسلامي امارت زړور مجاهدین دګلم جموله قومندان او دصلیب مزدوري ادارې دریاست دمعاون په مشرۍ له مزدورولوټماروسره ترسختي جګړې وروسته وتوانېدل چې دفاریاب ولایت خواجه موسی ولسوالي بېرته ترخپل واک لاندي راولي او هلته ورغلي ګلم جم له سیمي وشړي. ورسره یې د همدې میاشتي په ۳یمه دسرپل په صیاد ولسوالي کې د تربالاق سراتېژیکه سیمه هم ونیوله. دهیواد په غرب کې هم دفتوحاتو غږخاموشه نه وو اویوبل پسې د« ترې ونیول شوه، ترې وتښتېدل »اودېته ورته راپورونه خپرېدل. دسې شنبې په ورځ، دمارچ په ۵م دهلمند ولایت په مرکزکې د امنیت خرابوځواکونو په یوه مهمه پوسته دمجاهدینو لاس براو داسلام سپین بیرغ پرې ورپول شو.دغي جګړې چې دوه ورځي یې دوام وکړ ددښمن د۵ قوماندانانوپه ګډون دلسګونو عسکرو ژوند هم واخست.همداراز: دسې شنبې په ورځ، دمارچ په ۱۵مه مجاهدینو دهلمند ولایت دخانشین ولسوالي وروسته له هغه بېرته ونیوله چې دلنډي مودې لپاره ددښمن په واک کې لوېدلې وه. په همدغه ورځ دارزګان ولایت په چارچینوکې هم مجاهدین په جګړه بوخت ول او د دهراود ولسوالي هم ترسختوبریدونولاندي وه چې په نتېجه کې یې د دښمن ۳۰تنه عسکرووژل شول.د شنبې په ورځ، دمارچ په ۲۶مه په بلخ کې دمزدوري ادارې چارواکو د خلم په ولسوالي باندي دمجاهدینو له خوادپراخو بریدونو خبر ورکړچې له ځاني اومالي پلوه یې هم درنه برخه له ځان سره لرله. بل لوري ته د هیواد په پلازمېنه کې هم دښمن ته دارام فرصت نه و ورکړل شوی. د مارچ په ۲۸مه د پارلمان په ودانۍ راکیټي بریدونه وشول. دهمدې میاشتی په ۳۰مه په همدې ښارکې دیو وړاندني سناتور دموټرو په کاروان برید ترسره شو چې پکې دهغه ساتونکوته مرګ شوبله واوښتله. په همدغه ورځ د هلمند په دهراود ولسوالي کې هم له دښمن سره خونړۍ جګړه وشوه او په پایله کې یې ۱۵تنه پولیس مړه او۸ټپیان شول.

د مزدوري ادارې په بې وسۍ او د مجاهدینو په پیاوړیتوب اعترافونه:

که له یوې خواد صلیبي یرغل مقابل بیلا بېلو ډګرونو کې دمجاهدینو بریالیتوب او موفقیتونه دي له بلي خواپه مزدوره اداره کې شکست او ځانځاني باعث شوې ده چې ائتلافیان او ددوی کورني او بهرني په شاټپوونکې له خپلي لاس پوڅي ادارې څخه زړه ماتي اوناامیده شي او آن خبره تردې ورسېږي چې صلیبي باداران په خپله مزدوره اداره مسخرې او رشخند ووهي. په دغه لړکې دمارچ په ۷مه افغان ملت ګوند چې د انتخاباتو پرمهال د مزدوري ادارې درئیس ترټولو سترملاتړی وو له دغه ادارې څخه بېزاري اعلان او په ډاګه یې کړه چې له یادي ادارې سره په همکارۍ کولو پښیمان دي. له دې سره هم مهال اروپایي ټولني هم چې د اشغال په ټولوکلونوکې یې د ټاکنولګښت په غاړه لارو اعلان وکړ چې که دکابل اداره د ټول ټاکنو په نظام کې اصلاحات رانولي نو هغوی نور هیڅ ډول مرستي ته تیار نه دي او له دې ادارې څخه تروروستي حده مایوسه شوي دي. له بلي خوا د امریکاد دفاع پخواني وزیر دمارچ په ۵مه له الجزیره تلویزون سره د مزدوري ادارې دا غوښتنه چې وایي: امریکادي دکابل له ادارې سره نوري هوایي مرستي وکړي او دغه هوایي ځواکونه دي په پرمخ تللیو وسائلو سمبال کړي مسخره او خندوونکې خبره وبلله. هغه زیاته کړه چې: دکابل ادارې دمسلح کېدلو، تربیې اوتجهیز په موخه ملیاردونه ډالرولګول شول ؛ مګربیاهم نه دوی د الوتکوخاوندان شول اونه یې له طالبانو سره دمقابلې وړتیا وموندله.

دهمدې په تائيد په هغه عمومي بررسي کې هم چې د (ای.ار.ای.یو) نړیوالي موسسې له خواترسره شوې او دمارچ په لسمه په مطبوعاتو کې خپره شوه دمزدوري اردو وضعیت ډ یر له اندېښنې ډک ښوول شوی دی.

د اشغالګرو او دهغوی دلاس پوڅو مزدورانو په ناکامۍ داعتراف په برخه کې یوه له هغوچې دملت زړه ډاډه کوي داچې: اشغالګرانو غوښتل چې په مجاهدینو زور واچوي ترڅو د څلور اړخیزو مذاکراتو په غونډوکې ګډون وکړي؛ مګرکله چې د اسلامي امارت له خوا دغه تش په نامه غولوونکې مذاکرات ردشول امریکایانو دمارچ په ۸مه اعتراف وکړچې په مذاکراتوکې د مجاهدینو دنه ګډون له امله به راتلونکی کال ترټولو خونړی کال وي. دغه اعتراف پخپله ډاګیزوي چې که مجاهدین له وسلوالي مبارزې لاس وانخلي نومزدوره اداره به له یولړ لویوننګونوسره لاس اوګریوان شي. دېته ورته څرکندوني په افغانستان کې داشغالګرو عمومي قومندان هم دمارچ په ۱۲مه کړې دي.

داعترافاتو په لړکې دغزني ولایت امنیه قومندان هم دمارچ په ۱۲مه وویل چې: که بېړنۍ مرستي ونشي داولایت د سقوط په کرښه ولاړدی.په ده پسې د یادي میاشتي په ۱۷مه دارزګان ولایت امنیتي مسئولینو هم غږپورته کړاو ویې ویل چې: ددهراود ولسوالي یې دسقوط لپاره شېبې شماري. په دې برسېره دمزدوري ادارې هغه حامیان اوکارکوونکې چې پخوایې په دغه اداره کې په لوړو پوستونو رسمي دندي لرلې هم د دوه سرې ادارې دمعترضینو په کتارکې درېدلي. پخواني وزیرعمرداودزي د مارچ په ۱۲مه یوې ناستي ته په ویناکې وویل چې: هغه لاره چې دکابل اوسنۍ ادارې نیولې ده مققصود ته نه؛ بلکې ترکستان ته تللې ده. اروپایي اتحادیې هم چې د بلواکې ادارې په ملاتړبه یې خپل سرماتاوه دمارچ په ۱۳مه دیوې اعلامیې په ترڅ کې وویل چې:په افغانستان کې فراخو فسادونو دکابل اداره له پښوغورزولې ده. بالاخره دمزدوري ادارې رئیس اشرف غني هم یواعتراف ته اړشو اودمارچ په ۲۲مه یې دناکامۍ دمنلوترڅنګ دنوي کال دپیل مراسموته په ویناکې وویل چې: له خلکوسره دکړیوډیرو وعدو په پوره کولو کې پاته راغلی یم. بل لوري ته خلکوهم له دغي ادارې څخه دسختي نارضایتۍ څرګندونه کړې ده. په هغه نظرپوښتنه کې چې په امریکاکې دګلوبلB.B.G.څېړنیزي ادارې له خواترسره شوې اود مارچ په ۲۴مه خپره شوه راغلي دي چې په سلوکې تر۸۰ زیات افغانان په دوی له ورتپل شوې ادارې څخه ناراضه دي.

د دښمن له لوري ملکې زیانونه او دخلکوځورونه:

بهرنیو اشغالګرانو او دهغوی له خواد افغان ملت په ځورولوګمارلو مزدورانو په مارچ کې هم افغان وژنه او په بیلابېلو ډولونودبې وسه ولسي خلکوځورونه دعبادت په څېر په ځان لازمه او په عمل کې ترسره کړه. څنګه چې د تېري میاشتي په راپورکې د دښمن په لاس د ډنډ غوري دخلکو مصیبتونو اوکړاوونو ته اشاره شوې وه دمارچ په پنځمه هم رسنیو د دغه ډنډ په خلکو د مزدوري ادارې له خوا داوبو بندولو راپورونه خپاره کړل چې له امله یې ددې سیمي خلک له ډیرو ستونزوسره مخ دي. د همدې میاشتي په ۸مه د رسنیو په مخ د مزدوروپولیسو لخوا اخستل شوې هغه وېډیو وڅرخېدله چې دکندهارپولیسو یوځوان ددې لپاره په حکومتي موټر پوري تړلي اوپه سړک کشوي چې په زور له مجاهدینوسره دهمکارۍ اعتراف ترې واخلي او لیدل کېږي چې یو پولیس کوشش کوي په غاښونو ددغه بې ګناه ځوان غوښي وشکوي.دهمدې میاشتي په ۱۲مه مزدوري اردو هم دهلمندولایت په مرکزکې دعاموخلکوپه موټرډزي وکړې او ورکې سپاره خلک یې مړه اوټپیان کړل ورپسې یې د غزني ولایت په قرباغ ولسوالي کې دیوه ځوان په بې سببه وژني سره هغه وعده پوره کړه چې خپل مسخ شوي نفسونه به دبې دفاع خلکو دوینو په زبېښلو خړوبوي. دچهارشنبې په ورځ، دمارچ په ۱۶مه دکنړ په غازي اباد ولسوالي کې په یوکور دمزدوري اردو دتوپ لګېدو له امله ۵مېرمني شهیداني شوې. د همدې میاشتي په ۲۱مه پولیسو دغزني په واغظ ولسوالي کې یوملکې ځوان شهیدکړ. په دې برسېره اشغالګرانو هم یوواربیادملکې خلکوپه وژنه کې دصلیبیانو په خدمت ستړومزدورانوته روزنیزه ننداره وړاندي کړه اودمارچ په ۲۶مه یې دهلمندپه مارجه ولسوالۍ کې د ړندو بمونو په اورولو لسګونه سیمه وال شهیدان او ټپیان کړل. په دې برسېره د سې شنبې په ورځ، دمارچ په ۲۹مه دفاریاب په المارولسوالي کې یوه ځوانه نجلۍ هغه مهال دپولیسو له لوري وویشتله شوه چې دشپې له خوا دلاسي تلیفون له رڼاڅخه په استفاده بهر ته راوتلې وه. د افغانستان خلکو باربار ددې ظلمونواو وحشتونو په مقابل کې غبرګون ښوولی چې دبېلګي په ډول دمارچ په ۲۹مه دپروان ولایت دخلکوله لوري داشغالګرو په ډزوکې دځوان باغوان د شهادت په غبرګون کې په باګرام ولسوالي کې دلویو لاریونونو یادونه کولای شو چې په هغوکې لاریون کوونکو له افغانستان څخه د امریکایي اشغالګرو دوتلو غوښتنه کوله.

د ملکې تلفاتو او ځورونو په اړه دلازیاتو معلوماتو لپاره د اسلامي امارت په رسمي پاڼه کې دځانګړی راپورزبرخه کتلای شئ.

د سیاست په ډګرکې:

اسلامي امارت دخپلو نظامي فعالیتونو ترڅنګ د سیاست په ډګرکې هم الحمدلله ښې لاس ته راوړني لرلې دي چې دښمنانو هم په هغو اعتراف کړی. ټاکل شوې وه چې په مارچ کې به د اسلام آباد په کوربه توب د مذاکراتولپاره یوه څلور اړخیزه غونډه جوړېږي. دښمنانو ګمان کاووچې دوی به په خپلوناکاره فریبونو داسلامي امارت سترګي ورپټي او په دغه غونډه کې ګډون ته راولي؛ مګرد همدې میاشتي په ۵مه اسلامي امارت په هغې کې له ګډونه ناخبري وښووله. په غبرګون کې اشغالګري امریکا ګواښ وکړ چې طالبان باید یامذاکراتو ته کېني اویا جنګ په ځان ومني. اسلامي امارت هم په ځوابي اعلامیه کې څرګنده کړه چې هغوی د امریکا اپلتوته کوم ارزښت نه ورکوي او داډول خبري یې هوډ نشي ماتولای. دوی زیاته کړه چې:وروسته له هغه چې امریکا په افغانستان کې تر۱۴کاله زور ازمویلو اوس دشکست په برخلیک اخته ده یواځي یوه لاره لري اوهغه داچې خپله ناپوهي ومني، له جګړې لاس واخلي او له افغانستانه ووزي.

د اسلامي امارت دغه سیاسي موقف نه یواځي غونډه ناکامه کړه؛ بلکې:له امله یې دمزدوري ادارې ځیني ملاتړو سیاستمدارانو هم په دې اعتراف وکړ چې دپاکستان په طالبانو هیڅ زور نه چلېږي.له دې جملې څخه یویې دمزدوري ادارې دمالیې پخوانی وزیرانوارالحق احدي و چې د مارچ په ۱۳ مه یې دسولي په برخه کې دکابل ادارې په پالیسیو دانتقاد په ترڅ کې داسي وویل:که څه هم اسلامي امارت په دغه غونډه کې یومهم لوری و مګردګډون په ردکولوسره یې دغه ناسته له ناکامي سره مخ شوه. خوبل لوري ته حزب اسلامي چې اصلا دغونډه جوړوونکو له خوابلنه هم نه وه ورکړل شوې دیکشنبې په ورځ، دمارچ په ۱۳مه اعلان وکړچې د اشرف غني دغوښتني په بناء تیاردي په دغو مذاکراتوکې ګډون وکړي. دغه ډله په دې وروستیوکې ډیره په تلوسه اوبې صبرۍ قدرت ته درسېدو لپاره د هري ممکني لاري په لټه کې ده.

مزدوره اداره او د ښځو حقونه:

دکابل ګوډاګۍ اداره د امریکا، اروپا او تش په نوم ملګروملتونو له پوره ملاتړه برخمنه ده. د ښځودحقونو دې مدعیانو ګمان کاوه چې د خپلومزدورانو په ګومارلو به کېدای شي په ظاهره دښځو په وضعیت کې لږ یاډیر بدلون راشي؛ مګر برعکس څرګنده شوه چې دهرکال په تېرېدو د دغي ادارې ترواک لاندي سیموکې د ښځو حقونه لازیات ترپښو لاندي کېږي. د ښځي دورځي په مناسبت دملګرو ملتونو داعلامیې په اساس چې د مارچ په ۸مه خپره شوې تېرکال د ښځوپه وړاندي تشنج ۳۷ ٪کې زیات شوی . له دې سره هم مهال د مزدوري ادارې رئیس هم ددغي ورځي د لمانځني په مناسبت غونډي ته وویل چې: په دولتي ادارو او پوهنتونونوکې د ښځوجنسي ځورول دومره زیات شوي چې اوس خلک ورته دعادي عمل په سترګه ګوري.تردې وړاندي هم داسي راپورونه خپاره شوي ول چې د دولتي ادارو رئيسان له ښځینه مامورینوڅخه جنسي استفاده کوي او په پوهنتونو کې هم وستادان له ښځینه شاګردانو غواړي چې د دوی جنسي غوښتني ورته پوره کړي.

د اشغالګرو بیا راګرزېدل:

له یوې خوا اشغالګران په خپله ماته اعتراف کوي،د جګړې له ډګره د تېښتي په حال کې دي اوله بلي خواوروسته له هغه چې مجاهدېنو پرې له زوره ډک بریدونه وکړل او ډیري سیمې یې ترې ونیولې اشغالګري امریکا دمارچ په ۳ اعلان وکړچې زر نوي عسکر افغانستان ته ورلېږي. د اشغالګرو پخواني قومندان جنرال کمبل هم د همدې میاشتي په ۱۵مه ویلي وو چې دوی په نظرکې لري چې یو وار بیاپه افغانستان کې جګړې او بمبارونه له سره پیل کړي . بل لوري ته د ناټو سرمنشي دمارچ په ۱۶مه وویل چې: دوی تیاردي د طالبانو په ضد دمزدوري ادارې له ځواکونو سره همکاري وکړي؛ اماله طالبانو سره په مستقیمه جګړه کې به کله هم ونډه وانخلي. تردې له مخه د چارشنبې په ورځ، دمارچ په ۲مه دامریکا لوړپوړی جنرال نکلسن په افغانستان کې د اشغالګري امریکادعمومي قومندان په توګه وټاکل شو.

له یوې خوادوی دجګړې ډګرته د زرو عسکرو دورلېږلو خبره کړې ؛ له بلي خوا ددوشنبې په ورځ، دمارچ په ۱۴مه ایرلنډ اعلان وکړچې دخپلوعسکرو هغه وروستۍ ډله به هم له افغانستانه راوباسي چې تراوسه د ناټو ترمشري لاندي په جګړه بوخته وه.

د افغانستان په چاره کې د قطبي ځناور بیا ورګډېدل:

په داسي حال کې چې افغان ملت له لویدیزوالو اشغالګروسره په جګړه بوخت دی قطبي ځناورو هم یووار بیا ددې پرځای چې له خپل تېر شرموونکې شکست څخه یې عبرت اخستی وای د صلیب مزدوري ادارې ته دمارچ په لومړۍ نېټه له مجاهدینو سره د مقابلې په موخه لس زره کلاشنکوپونه ورکړل. دامرسته داسي مهال ترسره کېږي چې ویل کېږي له کلونوراپه دېخوا د دوی پخوانو دوستانو/ شمالي ټلوالي ته د شوروي له خواوسلې ورکول کېږي او په پوره ملاتړ ترشالري.

په مزدوره اداره کې د اختلافونو را ټوکېدل:

ارام- ارام هغه اختلافونه هم نه یواځي سرې کرښي ته ورسېدل چې د جان کېري ساختمان دواک شریکو ترمنځ موجود ول او دناټوپه ګډون ټولو به پرې پرده اچوله؛ بلکې د دوی ترمنځ د نښتو غږ هم ترلري او نزدې ورسېدو. د پنجشنبې په ورځ، دمارچ په ۱۷مه دهغي جګړې په نتېجه چې د شمال دبلواک قومندان معلم عطا او جنرال دوستم دګلم جمو ترمنځ د جوزجان په فیض ابادولسوالي کې پېښه شوه دیو قومندان په ګډون ۶ تنه ووژل شول. همداراز: په یوه بله پېښه کې چې دمارچ په ۲۴مه دفاریاب په مرکزکې رامنځته شوه هم له ښکېلولوریو ګڼ ټوپکیان مړه اوټپیان شول. که څه هم دا جګړه اوسنۍ نه؛ بلکې دسړې جګړ ې په شکل کې له کلونو راپه دېخوا روانه ده؛ مګر بهرنیو بادارانویې حالاتوته په فام اوضاع ترخپل واک لاندي ساتله او دوی یې دیوبل په وړاندي ټوپک اوچتولو ته نه پرېښوول. اما، اوس چې باداران له مداخلې ډډه کوي اوغواړي ننداره یې وکړي خبره جګړې او ګڼ وژني ته ورسېده.

 

 


Leave a Reply !



//