کور / news / ننګرهار : ۲۲ عسکرو په وژل کېدو له ماتي سره مخ شو

ننګرهار : ۲۲ عسکرو په وژل کېدو له ماتي سره مخ شو


د ننګرهار ولايت په خوګياڼو او شيرزادو ولسواليو کې د دښمن په ګڼو عسکرو سره درې ورځي درنې جګړې روانې وې او د ورځو په اوږدو کې پرې د ځمکنيو ماينونو چاودنې وشوې.

ياد عسکر چې پوليس، مزدور عسکر، اربکيان او سپيشل فورس وو، په ګڼ تعداد کې له ځمکني او هوايي ځواک سره يادو ولسواليو ته د پوليسو د تبديلي او د مجاهدينو په ضد د يو لړ عملياتو د ترسره کولو په موخه راغلي وو.

عسکر په خوګياڼو او شيرزادو ولسواليو کې پوره درې ورځي د مجاهدينو له سختو مخامخ بريدونو او چاودنو سره مخ وو.

په دې درې ورځو کې په شيرزادو ولسوالۍ کې د دښمن ۱۳ عسکرو خپل ژوند له لاسه ورکړ او ۲۴ تنه نور يې مرګوني ټپيان شول، له دې علاوه يې ۶ ټانګونه او رينجر موټر تخريب شول.

دغه راز په خوګياڼو ولسوالۍ کې هم د چاودنو او بريدونو په پايله کې ۹ عسکر قتل او ۱۸ نور يې ژوبل شول، په دې سربېره ۲ زغروال ټانګونه او ۲ رينجر موټر په بشپړه توګه له منځه لاړل.

د جګړې په مهال د دښمن په متقابلو ډزو کې د اسلامي امارت ۵ تنه مجاهدين ټپيان شوي.

د دښمن عسکر او هوايي ځواک د مجاهدينو له درې ورځني مقاومت وروسته بيګا شپه له شرمونکي ماتې سره مخ شول او د شپې په ۱ نيمه بجه د شپې له تيارې نه په استفاده له سيمو ووتل.

2015-03-17


Leave a Reply !



Leave a Reply !