کور / دهیواد او نړۍ تازه پیښې / دحماس اوسعودي عربستان اړیکي ښې شوي

دحماس اوسعودي عربستان اړیکي ښې شوي


دغزې دواکمن اسلامي تنظیم حماس اړيکي له سعودي عربستان سره ښې شوي دي.

داخبره دحماس یوه مشر اسماعیل رضوان تیر ماښام وکړه.

نوموړي هیله ښودلې، چي له سعودي عربستان سره به دحماس نږدې اړیکي په فلسطیني ولس دفشار په کمولو، درفح پولي په پرانیستلواو دغزې دکلابندي په ختمېدلو کي مرسته وکړي.

رضوان په خپلو خبروکي هيله وښودله، چي له سعودي عربستان سره به يې په راتلونکي کي اړيکي ډيري قوي شي.

نوموړي ویلي، چي سعودي عربستان تل له فلسطيني ولس سره درېدلی دی، چي له همدې امله حماس له سعودي عربستان سره دښو اړیکو غوښتونکی دی.

ښاغلي رضوان ویلي، چي په نږدې راتلونکي کي به دحماس دسیاسي دفتر مشر خالد مشعل سعودي عربستان ته سفر وکړي، ترڅوله سعودي چارواکو سره ددواړو لوریو په اړیکو وغږيږي.

نوموړي په خپلو خبرو کي وویل، چي د۲۰۱۳ کال له جولای میاشتي راهيسي مصري رژيم له غزې سره په پوله امنیتي تدابیر سخت کړي دي، له مصر سره په پوله تونلونه دمصري رژیم له لوري له منځه وړل شوي دي او درفح مهمه پوله مصریانو بنده کړې ده.

درضوان په خبره، چي سعودي عربستان کولای شي، په مصر فشار راولي او درفح باډر پرې خلاص کړي.

دیادوني وړ ده، له کله څخه چي په مصر کي پوځي کودتا وشوه، دمصري واکمنانو اړیکي له اسرائيلو سره ډيري نږدې شوې او له حماس او دفلسطین له مسلمانانو سره يې اړیکي ترېنګلي شوې، چي له همدې امله يې درفح پوله بنده کړه، له غزې سره يې په پوله دیوه کيلومتر په اندازه بفرزون یافاصله سیمه رامنځ ته کړه او دحماس اسلامي تنظیم يې په تروريستي ډلو کي داخل کړ.

دسعودي دپخواني پاچا عبدالله اړیکي له فلسطین سره ښې نه وې او دمصر له کودتايي رژیم سره يې ډيري خوږې اړيکي لرلې، چي په ميلياردونو ډالره مرسته يې هم له مصر سره وکړه، خو ویل کیږي، چي دسعودي اوسنی پاچا سلیمان دمصر په نسبت له حماس او فلسطین سره دښو اړیکو غوښتونکی دی.

دفلسطین په اړه په یوه بل پرمختګ کي ویل شوي، چي داشغال شوي بیت لحم په جنوب کي یوه فلسطيني ځوان اسرائیلي اشغالګر پوځیان په موټر وهلي او یو پوځي يې ټپي کړی دی.

له بله پلوه تیر مازديګر مهال په اشغال شوي بیت المقدس کي فلسطینیانو په اسرائيلي پوځیانو ډزي کړي دي، چی تراوسه يې دمرګ ژوبلي په اړه څه ویل شوي نه دي.

احمدظريف


Leave a Reply !



Leave a Reply !