کور / news / زابل : دسیوري ولسوالۍ په مرکز اوامنیتي پوستو بریدونه شوي
زابل : دسیوري ولسوالۍ په  مرکز اوامنیتي پوستو بریدونه شوي

زابل : دسیوري ولسوالۍ په مرکز اوامنیتي پوستو بریدونه شوي


دزابل ولایت له سیوري ولسوالۍ نه داسلامي امارت مسؤول مجاهدین دیوه تازه رارسیدلي خبرپه ترځ کې وایې چې : پرون ماسپښین ۳ بجې دیادي ولسوالۍ په مرکز او شاوخوا امنیتي پوستو دمجاهدینو له لوري پراخ وسلوال بریدونه ترسره شول

بریدونه چې پکې له سپکو اودرنو وسلو کارواخستل شو دلوی شاره ، کوچني شاره ، بورګۍ اولوټي په پوستو بریدونو دماسخوتن تر ۸ بجوپوري دوام وکړ

په بریدونوکې دښمن ته تلفات اوښتي خوکره شمېره یې نه ده ترلاسه شوي

دیادوني ده چې له تېرو ۲ ورځو راهیسي دیادي ولسوالۍ په مربوطاتوکې داسلامي امارت مجاهدینو له قومي سپین ږیرو اوسیمه ایزو علماؤ سره خصوصي خبري پیل کړي دي چې په ترځ کې یې داکثرو سیمو قومي سپین ږیرو او علماؤ په ډاګه له اسلامي امارت نه خپل ملاتړ اعلان کړ او لادغه سلسله دوام لري

مسؤول مجاهدین وایې : هغه دګوتو په شمارخلک چې دګوډاګیانوپه تبلیغاتو غولیدلي ان شاء الله هغوی به هم دقومي مخورو او علماؤ په توسط دحقایقو درک کولو ته راووبلل شي

2015/3/18


Leave a Reply !



Leave a Reply !