Home / اعلامیه / په ټول هیواد کې د رسنیو مسئولینو او دهغوی د مدافعو ټولنو دتوجه وړ

په ټول هیواد کې د رسنیو مسئولینو او دهغوی د مدافعو ټولنو دتوجه وړ


اسلامي امارت په ټولنه کې د رسنیو اهمیت او اړتیا درک کوي، رسنۍ د ټولنې د اصلاح، آګاهۍ او لوړو ګټو د ساتنې تر ټولو ښه او مؤثره وسيله ده.

تاسو ټول پوهیږئ چې زموږ هیواد دا څوارلس کاله کيږي چې تر امریکايي وحشي اشغال لاندی دی، په ټول هیواد کې جګړه روانه ده او مجاهدین د افغان مسلمان ملت په رأس کې دجهاد او آزادۍ د مبارزې دروند پيټی په اوږه وړي.

له اشغال څخه نجات او آزادي ترلاسه کول د ټولو افغانانو مکلفیت دی، دیو قشرکار نه دی او نه هم تر یوه جهت پورې محدود دی.

له امریکا څخه د هیواد آزادۍ بیرته اخيستل، په دې مسلمان هیواد کې د ولس دعقايدو او حقه باورونو سره سم سالم اوله فساده پاک اسلامي نظام راوستل زموږ او تاسو ټولو دیني او هیوادنۍ دنده ده.

داچې مجاهدین دجهاد خورا سخت او لوی کار پرمخ وړي، دسر او مال قربانۍ ته دانګي، له خپل شخصي ژوند او هرڅه څخه د الله په لاره کې تیريږي، انصاف به نه وي چې په هیواد کې بوختې رسنۍ دهیواد ددغه یواځنې مدافع ځواک پرخلاف موقف ونیسي او داشغالګر جهت په پلوي دخلکو اذهان مغشوش کړي.

په همدې اساس اسلامي امارت لازمه وبلله چې یوځل بیا هم په هیواد کې ټولو رسنیو ته ور په زړه کړي چې د خپلو فعالیتونو په لړکې یو اړخیز نشرات ونه کړي، دروان مقدس جهاد په وړاندې چې بې له شکه ديني فريضه او وجیبه ده، منفي موقف ونه نيسي، په مجاهدينو پسې دجګړو په مهال بدنامونکي تهمتونه ونه تړي، د روان مقاومت په مقابل کې پارونکي او غیر اسلامي اعلانونه خپاره نکړي، که په روان جریان کې د ځینو ستونزو له امله مخامخ دمجاهدینو حمایت نشي کولای، اقلا مخالفت يې هم ونه کړي او د دښمن په ګټه یو لوریز راپورونه، خبرونه او پروګرامونه وړاندې نه کړي.

داسې کول که له يوې خوا تاريخي بدنامي لري، له بلې خوا جهادي جهت هم مجبوروي چې دخپل حيثيت څخه دفاع وکړي او د دښمن په ګټه دپروپاګند وسائل بې مهاره پرينږدي.

متاسفانه په دې وروستیو کې د هیوادپه شمالي ولایاتو لکه کندز، بدخشان، بغلان،سرپل همدارنګه په کابل او نورو سیمو کې چي مجاهدینو کوم پرمختګونه کړي یا یې کامیابه عملیات کړي، رسنۍ ددې پر ځای چې اولس ته حقائق ورسوي د حقائقو د سانسور او پټولو عمدي هڅه یي کړې او د مجاهدینو په خلاف یي تر چتې لوړ پروپاګند ته کار ویلی، داسلامي امارت دویندویانوله طرفه ورکړل شوي خبرونه اخستل یادکوم خبر رد یاتایيد په راپور کې ځایول بالکل له پامه غورځوي، چې دغسې موقف ګیري ښایي دهیچا لپاره هم د زغم وړ نه وي.

موږ یوځل بیا په ټول هیواد کې له رسنیو څخه هیله کوو چې کاملا بې طرف ووسي، کوم خبرونه چې د دښمن له قوله خپروي بایدحتما د اسلامي امارت دویندویانو نظر په کې واخيستل شي، له ناسمو او بې اساسه نشراتو څخه ډډه وکړي او له مجاهدینو سره دخپلو اړیکو سالمو ساتلو ته اهیمت ورکړي.

په دې اړه د رسنیو مدافع ټولنې هم باید رسنۍ د رسنیزو اصولو مراعات او بې طرفۍ ته را وبولي ترڅو دهغو په وړاندې دحساسیتونو راپارولو ته زمینه مساعده نشي.

د اسلامي امارت دفرهنگي چارو کمیسیون

۱۴۳۷/۷/۱۳هـ ق

۱۳۹۵/۲/۱هـ ش ــ 2016/4/20م


Leave a Reply !



//