Home / اعلامیه ،تبصره،مرکه، / په هېواد کې د آرامۍ منطقي او واقعي لاره

په هېواد کې د آرامۍ منطقي او واقعي لاره


واقعیتونو ته غاړه اېښودل د آرامۍ او سوکالۍ اړین بنسټ دی، نړیوالو یرغلګرو د افغان مجاهد ولس په حریم یرغل کړی، د هغوی خپلواکي یې سلب کړې، لا تر اوسه د یرغلګرو مشاورین د کابل په ادارو کې شتون لري، ټانکونه یې د هېواد په ځمکه او طیارې یې د هېواد په هوا واکمنې دي، د ادارې عسکر په ټوله معنی د دوی له خوا روزل کېږي، په ټولیز ډول اصلا ادراه د یرغلګرو په لاس کې ده، څه وخت مخکې د امریکې د بهرنیو چارو وزیر جان کیري له خوا د مړ ژواندې بقا تمدید یې یوه ښه او ژوندۍ بېلګه ده، او ولس دا هر څه ویني، بلکې هره ورځ د دوی د جنایتونو قرباني کېږي.

په داسې حال کې نه یوازې دا چې افغان مظلوم ولس د ټولو قوانینو له مخې له خپلو ارزښتونو څخه په ټینګه دفاع مکلف دی، بلکې ټوله نړۍ په ځانګړي ډول منصف او اسلامي هېوادونه او خپلواک ملتونه مسؤولیت لري چې له افغان ولس سره د خپل طبیعي حق د تر لاسه کولو او د خپلې خوښې اسلامي نظام د قائمولو لپاره هر اړخیزه مرسته او ملاتړ وکړي، کوم څه چې متاسفانه لا نه دي شوي.

د افغانستان اسلامي امارت په ټوله نړۍ او د هېواد د ستونزې په اړونده لوریو غږ کوي چې د افغان مظلوم او کړيدلي ولس د برحقه داعیې تر شا و درېږي، یرغلګرو او د هغوی ملګرو ته په ټینګه او زغرده ووايي چې نور د مظلومو ملتونو له ځورولو او کړولو لاس په سر شي. پرېږدي چې ولسونه خپل برخلیک په خپله وټاکي.

همدا ډول هغه کسان او څېرې چې لا تر اوسه د ولس په خلاف د یرغلګرو تر څنګ ولاړ دي، باید پوه شي چې د ولس او هېواد آرامي او سوکالي له خپلواکۍ او د عیني واقعیتونو له درک پرته نه شي راتلی، ددې پر ځای چې د یرغل او ظلم تر څنګ د خپل ولس په لا ځورولو او د هېواد په ړنګولو کې برخه اخلي، ښه بلکې لازمي ده چې له خپل ولس سره پخولا شي، تر څو دوی د تاریخ له بدنامۍ او د آخرت له بدبختۍ دواړو څخه و ژغورل شي، او ولس د آرام ساه واخلي.


Leave a Reply !



//