23-03-2015 دسوريې دانقلاب عمومي هيئت اعلان کړی، چي درژیم مخالف وسله وال دبصرالشام ښار ته ننوتلي او په جګړو کي يې یوشمېر پوځیان او ملېشې وژلي دي. راپورونه وايي، چي درژیم الوتکي دبصرالشام په ښار او ددرعا په نورو سیمو سخته بمباري کوي. درژیم مخالفینو ویلي، چي دبصرالشام په ښار کي يې درژيم مهم مرکزونه او پوستې نیولي دي او له رژیم سره سخته جګړه روانه ده. ویل شوي، چي دبصرالشام ښار استراتيژيک اهمیت لري. په يوه بل پرمختګ کي دسوريې دوه اسلامي ډلي احرارالشام او صقور الشام سره یوځای شوي او له دواړو ډلو داحرارالشام الاسلامیة په نوم یوه ډله جوړه شوې ده. داحرار الشام او صقور الشام مشرانوویلي، چي دوی دصف دیووالي له امله دغه اقدام کړی دی، دوی له نورو ډلو هم غوښتي، چي په خپلو منځو کي سره متحد شي، ترڅو دسوريې ظالم رژیم نسکور کړای شي. دسوريې دبشري حقونو سازمان ویلي، چي درژیم الوتکو ددیرالزور اوحما په ولایتونوکي بمباري کړې ده، چي تراوسه يې دمرګ ژوبلي په اړه راپور نه دی ورکړل شوی. یاد سازمان ویلي، چي دالسويداء په بکا او ذيبین سیمو کي درژيم او اسلامي ډلو ترمنځ دجګړو په ترڅ کي درژيم ۹ پوځیان وژل شوي دي. دسوريې دبشري حقونو سازمان ویلي، چي په دیرالزور، درعا، حمص، حماء، دمشق او نورو سیمو کي درژيم او مخالفینو ترمنځ جګړې رواني دي. په سوریه کي جګړې په داسي مهال ادامه لري، چي تیره ورځ دالحق لواء چي له احرارالشام سره یوځای شوې درژیم یوه چورلکه وویشتله او دپيلوټ په ګډون يې پکي سپاره کسان ژوندي ونیول. احمدظريف
دسوريې دانقلاب عمومي هيئت اعلان کړی، چي درژیم مخالف وسله وال دبصرالشام ښار ته ننوتلي او په جګړو کي يې یوشمېر پوځیان او ملېشې وژلي دي.
راپورونه وايي، چي درژیم الوتکي دبصرالشام په ښار او ددرعا په نورو سیمو سخته بمباري کوي.
درژیم مخالفینو ویلي، چي دبصرالشام په ښار کي يې درژيم مهم مرکزونه او پوستې نیولي دي او له رژیم سره سخته جګړه روانه ده.
ویل شوي، چي دبصرالشام ښار استراتيژيک اهمیت لري.
په يوه بل پرمختګ کي دسوريې دوه اسلامي ډلي احرارالشام او صقور الشام سره یوځای شوي او له دواړو ډلو داحرارالشام الاسلامیة په نوم یوه ډله جوړه شوې ده.
داحرار الشام او صقور الشام مشرانوویلي، چي دوی دصف دیووالي له امله دغه اقدام کړی دی، دوی له نورو ډلو هم غوښتي، چي په خپلو منځو کي سره متحد شي، ترڅو دسوريې ظالم رژیم نسکور کړای شي.
دسوريې دبشري حقونو سازمان ویلي، چي درژیم الوتکو ددیرالزور اوحما په ولایتونوکي بمباري کړې ده، چي تراوسه يې دمرګ ژوبلي په اړه راپور نه دی ورکړل شوی.
یاد سازمان ویلي، چي دالسويداء په بکا او ذيبین سیمو کي درژيم او اسلامي ډلو ترمنځ دجګړو په ترڅ کي درژيم ۹ پوځیان وژل شوي دي.
دسوريې دبشري حقونو سازمان ویلي، چي په دیرالزور، درعا، حمص، حماء، دمشق او نورو سیمو کي درژيم او مخالفینو ترمنځ جګړې رواني دي.
په سوریه کي جګړې په داسي مهال ادامه لري، چي تیره ورځ دالحق لواء چي له احرارالشام سره یوځای شوې درژیم یوه چورلکه وویشتله او دپيلوټ په ګډون يې پکي سپاره کسان ژوندي ونیول.
احمدظريف
26-06-2015
25-06-2015
24-06-2015
23-06-2015
21-06-2015
لکه څرنګه چې دنارينه لپاره دروژي په مبارکه مياشت کې تراويح کول سنت […]
عن ابي هريرة رضی الله تعالی عنه قال : قال رسول الله صلی الله عليه […]
مسئله : روژه هم لكه لمونځ اودنورعبادتونو په شان فرض ده ځکه نيت […]
عن معاذبن زهرة قال النبي صلی الله عليه وسلم کان اذا افطر قال :اللهم […]