23-03-2015 دغزني مرکز ته څېرمه په قلعه قاضي کلي کي نن مازديګر مهال پولیسو دکرکټ په لوبغالي کي ۵ ماشومان شهیدان او ۱۰ نور ټپیان کړل. راپورونه وايي، چي ماشومانو په لوبغالي کي دکرکټ لوبه کوله، چي له څیرمي پوستې څخه پولیسو پرې دهاوان برید وکړ، چي په پایله کي يې ۶ تنه ماشومان ځای په ځای په شهادت ورسېدل او ۱۰ تنه نور ټپیان شول. په سیمه کي عیني شاهدانو ویلي، چي بې له دې چي په سیمه کي جګړه وي اویاپه پوسته برید وشي، ناڅاپه دپوستې پولیسو لوبغالی دهاوان په مرمۍ وویشت، مرمۍ دماشومانو په منځ کي ولګېدله، چي ماشومانوته يې مرګ ژوبله واړوله. په سیمه کي دلوبي نندارچیانو ویلي، چي ناڅاپه له پوستې څخه هاوان وویشتل شو، چي دماشومانو په منځ کي ولګېدو او دماشومانو چيغي پورته شوې. ویل شوي، چي تربرید وروسته پولیس له پوستې راووتل او پوسته يې کلابنده کړه، ترڅو دخلکو له ممکنه برید څخه وژغورل شي. راپورونه وايي، چي دسیمي خلکو دشهیدانو جسدونه تر ماښام پوري درژیم اړوند دولایت مقام مخي ته ايښي وو او درژیم له چارواکو يې دپيښي دعاملینو دنيولو او دسزا ورکولو غوښتنه کوله، ویل کیږي، چي ماښام ناوخته خلکو دشهیدانو جسدونه خاورو ته وسپارل. دپيښي ټپیان دغزني روغتون ته ليږدول شوي دي، چي دروغتیايي وضعیت په اړه يې راپور نه دی ورکړل شوی. دالومړی ځل نه دی، چي درژیم پولیس او عسکر دهاوان په بریدونو کي ولسي خلکو ته مرګ ژوبله اړوي، دجنوري په لومړۍ شپه دهلمندو لایت په سنګین ولسوالۍ کي درژيم عسکرو دواده په مراسمو دهاوانونو برید وکړ، چي په ترڅ کي يې دښځو او ماشومانو په ګډون تر ۵۰ زيات ولسي وګړي په شهادت ورسېدل او لسګونه نور ټپیان شول. احمدظريف
دغزني مرکز ته څېرمه په قلعه قاضي کلي کي نن مازديګر مهال پولیسو دکرکټ په لوبغالي کي ۵ ماشومان شهیدان او ۱۰ نور ټپیان کړل.
راپورونه وايي، چي ماشومانو په لوبغالي کي دکرکټ لوبه کوله، چي له څیرمي پوستې څخه پولیسو پرې دهاوان برید وکړ، چي په پایله کي يې ۶ تنه ماشومان ځای په ځای په شهادت ورسېدل او ۱۰ تنه نور ټپیان شول.
په سیمه کي عیني شاهدانو ویلي، چي بې له دې چي په سیمه کي جګړه وي اویاپه پوسته برید وشي، ناڅاپه دپوستې پولیسو لوبغالی دهاوان په مرمۍ وویشت، مرمۍ دماشومانو په منځ کي ولګېدله، چي ماشومانوته يې مرګ ژوبله واړوله.
په سیمه کي دلوبي نندارچیانو ویلي، چي ناڅاپه له پوستې څخه هاوان وویشتل شو، چي دماشومانو په منځ کي ولګېدو او دماشومانو چيغي پورته شوې.
ویل شوي، چي تربرید وروسته پولیس له پوستې راووتل او پوسته يې کلابنده کړه، ترڅو دخلکو له ممکنه برید څخه وژغورل شي.
راپورونه وايي، چي دسیمي خلکو دشهیدانو جسدونه تر ماښام پوري درژیم اړوند دولایت مقام مخي ته ايښي وو او درژیم له چارواکو يې دپيښي دعاملینو دنيولو او دسزا ورکولو غوښتنه کوله، ویل کیږي، چي ماښام ناوخته خلکو دشهیدانو جسدونه خاورو ته وسپارل.
دپيښي ټپیان دغزني روغتون ته ليږدول شوي دي، چي دروغتیايي وضعیت په اړه يې راپور نه دی ورکړل شوی.
دالومړی ځل نه دی، چي درژیم پولیس او عسکر دهاوان په بریدونو کي ولسي خلکو ته مرګ ژوبله اړوي، دجنوري په لومړۍ شپه دهلمندو لایت په سنګین ولسوالۍ کي درژيم عسکرو دواده په مراسمو دهاوانونو برید وکړ، چي په ترڅ کي يې دښځو او ماشومانو په ګډون تر ۵۰ زيات ولسي وګړي په شهادت ورسېدل او لسګونه نور ټپیان شول.
احمدظريف
28-06-2015
24-06-2015
23-06-2015
21-06-2015
لیکوال: مفتي ابویاسر هغه عذرونه چي دروژي ماتول مباح ګرزوي پنځه ډوله […]
مسئله :ددمي یاسالنډي بیمارته دساه راښکلودهوسایې لپاره ډاکټران […]
مسئله : هغه دوا یاغازي ګیس چي په انګریزي کي ورتهDesmopressin – […]
دکيمبرج يووتلی پروفيسرډاکټرلوتروايی: ډاکټرلوترچي درمل […]