10-06-2016 لیکنه: احمد فارسي (( یادونه: دغه لیکنه یواځي له هغو پېښو او زیانلړونو جوړه ده چي دښمن په هغوی اعتراف کړی. دا هم د یادوني وړ ده چي بهرني او مزدور دښمن ته د بیلابیلو تلفاتو او خساراتو اوښتلو او په هغوی د ترسره شوو بریدونو او نورو پېښو په اړه کره خبرونه او معلومات د افغانستان اسلامي امارت له رسمي پاڼي څخه ترلاسه کولای شئ. )) لکه دتېرو میاشتو په څېر د 2016 میلادي کال پنځمه میاشت هم دپام وړ پېښو او حوادثو ټولګه وه . په دې میاشت کي مجاهدینو د پسرلنیو عملیاتو لړۍ ښه په لوړ عزم په مخ بوتله او ترډیره حده د هغو اهدافو په لاسته راوړنه کي بریالي ول چي غوښتل یې ترلاسه یې کړي. له یوې خوا په دې میاشت کي یوواربیا هم دښمن په درنو زنانونو واوښت له بلي خوا پکي د امیر المؤمنین ملا اخترمحمد منصور( تقبله الله) دشهادت دردونکی پېښه هم مخي ته راغله. دا او اړوند ټولو موضوعاتو په باره کي دلازیات تفصیل لپاره مو دلاندي کرښو لوست ته رابولم. اشغالګرو ته اوښتي دسر زیانونه: دمی په میاشت کي اشغالګر دښمن په لوړ شمیر ځاني مرګ ژوبلي سره مخ شو. د دې میاشتي په اوږدو کي کم ترکمه ۱۵ اشغالګران د مجاهدینو ترتيغ تېر شول. لومړۍ پېښه چي دمی په ۷مه یې دوه تنه روماني اشغالګرووژل اویو ژور ټپي شو د یو نفوذي عسکر له خوا دترسره شوي کاري برید په پایله کي رامنځته شوه . ورپسې د شنبې په ورځ، د همدې میاشتي په ۲۱مه د اشغالګرانو دکلکې ملاتړې بهرنۍ ادارې (یوناما )یو خارجي ساتونکی په کابل ښار کي ووژل شو. په همدغه ورځ د پروان په بګرا م ولسوالي کي د اشغالګرانو په کاروان استشهاد ي برید وشو او له امله یې ۱۵ اشغالګر مړه او یوشمېر نور ژوبل شول. خوبل لوري ته فریبګر دښمن چي د زیانونو په پټولو سره غواړي څارونکو او داشغال جګړې اشرباڼوته دوکه ورکړي د ۳۱تنوله جملې یواځي د ۲ عسکرو په وژل کېدو اعتراف کړی دی چي په دې سره د معترفو وژل شوو عسکرو شمېر په روان میلادي کال کي ۵ تنو ته، او داشغال د ټولي مودې په کچه ۳۵۱۷تنو ته ورسېدو. دښمن ته اوښتي مالي زیانونه : جګړو او یوه په بله پسې فتحو ته په کتو هرچاته ډیر په اسانۍ د دې اندازه لګېدای شي چي دابه بهرني اوکورني دښمن ته له درانه زیان اوښتلو بغیر نه وي. دوی ته که له یوې خوا دجګړې ډګر اونورو کي هره ورځ ګڼ مالي زیانونه اوړي له بلي خوا هره میاشت ګڼ شمېر سیمي او اډې له ورکي شته ټولو وسائلوسره یوځای د دوی له واکه په وتو دمجاهدینو لاسونوته لوېږي. دا په هغو لسګونه مختلف ډوله وسائلو او وسائطو ټولو برسېره دي چي مجاهدین یې هره ورځ په عملیاتو کي سوځوي او یاله منځه وړي. دا چي د پېښو کره شمېر په لاس کي نسته ځکه نو یواځي دمالي زیانلړ څولویي هغه یې دلته را اخلو. په یاده میاشت کي د یوه جنګي هلیکوبتر او یوې اکمالاتي الوتکي لویدلو حادثې دشمن ته په اوښتو خساراتو کي دسرخبري وې. د می په ۷مه د دښمن یو هلیکوپتردکندهار په شاولیکوټ ولسوالي کي د بمبار پر مهال رانسکور شو. همدارنګه د پنجشنبې په ورځ د همدې میاشتي په ۱۹ مه د اشغالګر دښمن یوه لویه بار وړونکې الوتکه دهلمندپه ګرمسیرولسوالي کي راو غورزوله شوه. د دې دوه ځله سقوط له درکه دښمن ته کم ترکمه ۱۰۰ ملیونه ډالر تاوان اوښتی. مزدور دښمن ته او ښتی ځاني زیان : زورو روجګړو چي دمی په میاشت کي یې دوام درلود بې له شکه چي په دشمن لوري کي د بې شمېره خلکو ژوند واخست او ولس یې د دوی له شره خوندي کړ. که څه هم جکړئیز نوعیت کره شمیرته لاس رسی ناممکن ګرزولی خو بیاهم د نمونې په ډول یې دلته څو پیښوته اشاره کوو: د دوشنبې په ورځ، د می په ۲مه د لغمان په مرکزکي د اربکیانو یو قومندان ووژل شو. او ورپسې د همدې میاشتي په ۱۱مه د چهارشنبې په ورځ د غزني ولایت د مقر ولسوالۍ د اربکیانو عمومي قوماندان ووژل شو. همدارنګه د می په ۱۲مه د پکتیکا د خوشامند ولسوالۍ امنیه قوماندان له خپلو ۶ تنه ټوپکیانو سره ووژل شو. دهیواد په شمال کي هم دښمن ته تلفات اوښتي. د چهار شنبې په ورځ، دمی په ۱۸ د اربکیانو یو قومندان او والي ته نزدې سړی، او د دوشنبې په ورځ د همدې میاشتي په ۲۳مه د ګرزنده قطعې عمومي قومندان په مرکزي بغلان کي ووژل شو. ددې ترڅنګ د یادي میاشتي په ۲۸ مه دکندز والي مرستیال هم د مجاهدینو په یوه برید کي ووژل شو.د پنجشنبې په ورځ، د می په ۱۹ مه د کندهارپه ولایت کي د ۲۰۵ اتل قول اردو د لومړۍ لیوا قومندان ووژل شو. تردې درې ورځي وروسته د یادي میاشتي په ۲۱مه د غور ولایت د پساوند ولسوالۍ امنیه قومندان له مجاهدینو سره په مخامخ جګړه کي ووژل شو. په همدې ورځ کندهارهم د ملي امنیت دیو فعال غړي د وژل کېدو شاهد و . په دې برسېره د دښمن یوګڼ شمېر نور کسان په لیکو کي دننه نفوذي مجاهدینو له خوا هم وژل شوي دي. د دې ډول لومړۍ پېښه د می په ۷مه دغزني په ولایت کي رامنځته شوه چي پکي یوپولیس لومړی خپل څلور ملګري ووژل او بیا په ډاډمنه توګه ترخوندي ځایه په ځان رسولو بریالی شو. ورپسې د پنجشنبې په ورځ، دهمدې میاشتي په ۱۹ مه د زابل په مرکز کي یو اربکي د پوستې د قوماندان په ګډون خپل ۸ تنه ملګري ووژل او بیا له مجاهدینو سره یوځای شو. ورپسې دوه ورځي وروسته د ارزګان په چهارچینو ولسوالي کي دریو پولیسو خپل شپږ تنه ملګري ووژل. او د دې ډول پېښو د وروستي خبر په ډول داچي د چهارشنبې په ورځ، دمی په ۲۵ مه دریو نورو پولیسو د هلمند په ګرمسېر ولسوالي کي ۸ تنه نور پولیس له منځه وړي او دوی تردې کار وروستو له مجاهدینو سره یو ځای شوي دي. د مزدورو عسکرو نیول کېدل او یاله مجاهدینو سره یو ځای کېدل: د اپریل په میاشت کي د خپاره شوو راپورونو له مخي د دښمن تر ۴۰۰ زیاتو ملکي او نظامي افرادو خپلي وظیفې پرې ایښې دي او یوشمېر یې له مجاهدینو سره یو ځای شوي دي. په دې میاشت کي هم د دښمني ادارې ډېر کارکونکي یاله مجاهدینو سره یوځای شوي او یا د دوی له خوا نیول شوي دي. د سې شنبې په ورځ، د می په لسمه په بادغېس کي یوه ۲۳ کسیزه ډله مخکي له دې چي مجاهدینو ته تسلیم شي د ولایت د امنیه قومنداني له لوري ونیول شوه. په همدې ورځ د غور ولایت په دولینه ولسوالي کي د قومندان په شمول ۳۴تنه اربکیان له مجاهدینو سره یوځای شول. ورپسې مجاهدینو ته د تسلیمۍ په لړ کي د دوشنبې په ورځ، د می په ۲۳مه د یو قوماندان په ګډون ۱۱تنه پولیس د ارزګان په چارچینو کي، اوتردې یوه ورځ وروسته ۲۰ تنه نورهم په دغو ولسوالي کي د خپل قومندان په ګډون مجاهدینو ته تسلیم شول. په دې برسېره د می په میاشت کي مجاهدینو د دښمن ډیر افرادهم په اسارت ونیول چي له هغو څخه یویې د همدې میاشتي په ۲۸د کندوز ولایت د قومندانۍ د اداري معاون نیول کېدل او دهمدې میاشتي په ۳۱مه دیاد ولایت د لسګونه تنو نظم عامه پولیسو نیول کېدل وو. په مزدوره اداره کي خپل منځي اختلافات: د دوه سرې ادارې له لومړي ریاسته نیولې ترټیټ ماموریت پوري په خپل منځي اختلافونو کي د ډوب اوسېدو چاره د می په میاشت کي هم روانه وه. له یوې خوا دچوکۍ شریکان په خپلوکي سره جوړ نه دي او دواړه یو بل دحکومت په ناکامۍ پړه ګڼي له بلي خوا کره راپورونه شته چي د دوی د ډلو اوګوندونو ترمنځ هم دومره درانه درزونه اوپه یوبل بې باوري پیداشوې ده چي هره لحظه د دې طمه کېږي چي پریو بل دخپلو ټوپکو شپېلۍ ورکږې کړي . همداراز د دوستم او عطا ټوپکیان له میاشتو راپه دېخوا یوبل ته په نښه پراته دي او په دې لړ کي د یکشنبې په ورځ، دمی په لومړۍ نېټه د بلخ په کشنده ولسوالي کي د دوو اربکي قومندانانو ترمنځ په جګړه کي له دواړو لوریو ۹تنه مړه او یو شمېر ټپیان شول. د دې ترڅنګ د می په ۱۹ مه رسنیوپه فاریاب کي د دوستم د ملیشو له لوري د عطا په ټوپکیانو د سختو بریدونو خبرونه خپاره کړل چي له امله یې دواړو لوریو ته ځاني اومالي زیانونه هم واوښتل. عمري عملیات: تردې ویاړمن نامه لاندي عملیات چي د تېري میاشتي په ۱۲ مه پیل شول الحمد لله نه یواځي داچي په شدت په مخ روان او دوام لري؛ بلکي دپام وړ لاسته راوړني یې هم لرلې دي. راځئ د بیلګي په ډول یې څو پرمختیاوي سره ترنظر تېري کړو : د سې شنبې په ورځ، دمی په ۳یمه د پروان ولایت په بګرام ولسوالي کي په اشغالګرو باندي یوه خونړی برید ترسره شو چي پایله کي یې هغوی د سراومال درانه زیانونه واوښتل. ورپسې د یکشنبې په ورځ، دهمدې میاشتي په ۸مه د اسلامي امارت مجاهدینو دکابل ولایت په کمپنۍ سیمه کي د پولیسو په پوسته برید ترسره کړ او په پوسته کي موجود ۸ واړه پولیس یې ووژل او د دوی ټوله سلا او مهمات یې له ځان سره یووړل. تردې دوه ورځي وروسته د هلمند دګرشک او ناد علي ولسوالۍ د مجاهدینو له لوري د سختو بریدونو او د ۱۷ تنه پولیسو د وژل کېدو شاهدي وې. د می په ۱۱مه، د چهارشنبې په ورځ د امریکا نیویارک ټایمز ورځپاڼي ولیکل چي: مجاهدینو د هملند په مرکز باندي حلقه راتنګه کړې ده او هره لحظه د دې امکان شته چي د ولا یت مرکز دي هم د مجاهدینو لاس ته ولوېږي. د دې خبر ترخپرېدلو یوه ورځ وروسته د اسلامي امارت مجاهدینوپه مرکزي بغلان کي د دښمن یوه اډه او څلور پوستې ترخپل واک لاندي راوستلې. د شنبې په ورځ، دمی په ۱۴مه رسنیو په هلمند ولایت کي له مهمو مراکزو څخه د مزدوري اردو د عسکرو د تېښتي خبرونه خپاره کړل. ورپسې د همدې ولایت مرکز په همدغه ورځ د اربکیانو په یومرکز د درنې حملې شاهد و چي له امله یې لسګونه ورکي موجود اربکیان مړه او ژوبل شول. بل لوري ته د ارزګان دهراود او چهارچینو ولسوالۍ هم د می په ۱۷ مه دمجاهدینو تر بریدونو لاندي وې او دښمن لوري ته د مرګ ژوبلو د لوړ قیمت ورکولو ورځي وې. بله خوا تردې یوه ورځ وروسته مجاهدین وتوانېدل چي د بغلان په پل خمري ولسوالي کي د دښمن په یولوی او مهم مرکز باندي د خپلي واکمنۍ بیرغ ودروي . همدارنګه دشنبې په ورځ، د می په ۲۱مه مجاهدینو یو وار بیا د اشغالګر دښمن په کاروان د پروان په بګرام ولسوالي کي برید وکړ او د ګڼ شمېر ټانګونو دویجاړۍ تر څنګ یې ۱۵ اشغالګران هم پکي مړه او ژوبل کړل. د همدې میاشتي په ۲۵مه د کابل د استناف محکمې دکارکوونکو د لېږد په موټر حمله وشوه او ۱۴تنه سپاره پکي مړه او ټپیان شول. د یکشنبې او دوشنبې په ورځو چي د می میاشتي له ۲۹ او ۳۰ سره برابري وې د هلمند په مرکز او نهر سراج ولسوالي کي د مجاهدینو له لوري درانه بریدونه ترسره شول چي په نتیجه کي یې مجاهدینو د هلمند په مرکز کي د دښمن یو ستر مرکزفتحه کړ او د دښمن د لسګونه عسکرو اونور کارکوونکو د وژلو ترڅنګ د دوی ټول وسائل او مهمات مجاهدینو ته د غنیمت په ډول په لاس ورغلل. او د همدې میاشتي په وروستۍ ورځ د اسلامي امارت مجاهدین په دې و توانېدل چي لس کلي په فاریاب او ۱۱ پوستې د ارزګان ولایت په ګیزاب ولسوالي کي د دښمن له ظلمه ازادي او د اسلامي حاکمیت ترسیوري لاندي راولي. د دښمن له لوري ملکيانو ته اړول شوي زیانونه اود خلکو ځورول: د وحشت دغه لړۍ د می په میاشت کي هم روانه وه او بې شماره ضعیف ولسي خلک داشغالګرو او د هغوی په ډالري منتر دایل شوو ټوپکیانو د هوسونو او منافعو قرباني شول. دملکي تلفاتو او ځورونو په اړه پوره تفصیل که څه هم د اسلامي امارت په رسمي پاڼه د یادي برخي کمیسیون په راپور کي موندلای شئ؛ اما دلته د بیلګي لپاره یواځي څو هغه پېښي یادوو چي په یاده میاشت کي له ولس سره ترسره شوې دي: دیکشنبې په ورځ د همدې میاشتي په ۲۲مه اربکیانو د جوزجان په مینګجیک ولسوالي کي د واده په مراسمو چپاو وروړ او د خوشحالۍ ته راغلیو له ډلي یې ۱۵تنه شهیدان او ټپیان کړل. په ۲۹مه نېټه د کندوز خلکو د پراخو مظاهرو په ترڅ کي په دغه ولایت کي د خپل سرو ملېشو له جنایتونو شکایت وکړ. په همدې ورځ رسنیو دلوګر له مرکزه خبر ورکړ چي: مزدوري اردو د بیګناه خلکو په ځورولو پسي مټي رابډوهلې دي او ډیر بیچاره او بې وسه خلک یې په وهلو – وهلو ترمرګه رسولي . او د می میاشتي په ۳۰ م له دښت ارچي څخه عیني شاهدانو وویل چي شریرو اربکیانو د خلکو په کروندو اوبه ورخوسې کړې دي ترڅو یې حاصلات خراب اوکروندې له کاره وغورزوي. د بندیانو اعدامول : وروسته له هغه چي دمجاهدینو سختو بریدونو له ډارن دښمن څخه لاره ورکه او هغه یې له ځانه په دفاع کي ناتوانه کړ دښمن په ډیره بې شرمۍ سره د دې لپاره چي بزدلي یې رسنیزه نشي د مظلوموبندیانو د اعدام په ترسره کولو د جګړې د تاوده او بایللي ډګر انتقام د اوسپنیزو دیوالو نو ترشا د اخستلو هڅه وکړه . دوی د یکشنبې په ورځ، د می میاشتي په ۸مه شپږ تنه اسیران چي د ځینو یې له مجاهدینو سره یوډول تړاو لاهم نه وو بغیر له دې چي کوم قانون یې په نظرکي نیولی وي اعدام کړل. اسلامي امارت د دښمن د دې بزدلانه عمل په ځواب کي وویل چي: که څه هم له موږ سره د دې انتقام داخستلو پوره توان شته او په زرګونو فدایان ورته لرو؛ مګر د خپل پوره توان باوجود به هم هیڅکله له اسلامي، انساني او اخلاقي معیارونوپه مخالف غبرګون لاس پوري نکړو. دغه اعدامونه د اشغالګرو دملاتړې ادارې (یوناما) له لوري هم د یوې اعلامیې په خپرولو سره محکوم او بې ګټي وبلل شول. او ترڅنګ یې ځینو نورو ادارو او مؤسسو هم د مزدوري ادارې دا غیر قانوني کړنه وغندله. د زندانونو وضعیت : دمزدوري ادارې ترواک لاندي زندانونوکي هغه د پیل له لومړۍ ورځي لا حالات ډیر دردوونکي او غیر انساني دي چي په دې اړه بیلابیلو ادارو، سازمانونو او جهتونو خپل اواز هم پورته کړی مګر تراوسه پرې هیچا غوږ نه دی ګرولی او نه په دې باره کي کوم اقدام شوی. په دې لړکي د چهارشنبې په ورځ، دمی په ۱۱مه د مشرانو جرګې په رول کي غربي مزدورانو په خپله غونډه کي وویل چي: دامهال د مزدوري ادارې په بیلا بیلو زندانونو کي تر۲۰۰۰زیات زندانیان بغیر له دې چي کومه منظمه دوسیه ولري ترتورو دیوالونو شاته په نامعلوم سرنوشت کي شپې ورځي تېروي. همدارنګه د زندانونو او په هغوی کي د غیرانساني وضعیت په باره کي د یکشنبې په ورځ، دمی په ۲۲مه کندهار کي د والي په نوم صلیبي چوپړوهونکي دمزدوري ادارې د کورنیو چارو د وزیر په وړاند ي اعتراف وکړ چي: د کندهار پولیس شخصي زندانونه لري او خپل مخالفین بې له کوم جرم او جنایته هلته ساتي او کله خبره د هغوی تروژل کېدو هم رسېږي. د بادارانو بمبار په خدمت بوختو مزدورانو باندي: د اشغال له پیله تراوسه ډیر ځله یرغلګرو یا د ناټو په اشرباڼو او یا په افغان تالې څټو مزدورانو باندي د دوستانه بمبار خوله ټیټه کړې او هروار په لوړ شمېر اجیران د خپل بادار د تیر اندازۍپه لوبه کي قرباني شوي. په دې وروستو کي د شنبې په ورځ، د می په ۷مه د هلمند ولایت د ګرمسېر ولسوالي پولیس هم له دا ډول برید سره مخ شول او په لوی کچ ځاني او مالي زیانونه ور واوښتل. له هیواده تېشته : هغه مهال چي د جمهوري ریاست د چوکۍ پرسر یوبل ته ببرو د جان کېري په فرمایش په دوه واکه وېشلې اداره جوړه کړه لږ مشر رئیس به ویل چي له بهرڅخه به کاري او علمي کدرونه افغانستان ته راولي او په دې ډول به هیواد اباد کړي؛ مګر د دغي ادارې ترجوړېدا دوه کاله وروسته وینو چي د هیواد حالات د ژوند په ټولو اړخونوکي بل ډول ، او حتی فلج شوي دي او خلک هڅه کوي له دې مخ په خرابېدو راتلونکي څخه په تېښته نورو هیوادونو ته ځانونه ورسوي. رسنۍ هره میاشت د دولتي او غیر دولتي ادارو دکارکونکو او نورو افرادو د فرار خبرونه خپروي چي په دې لړکي د پنجشنبې په ورځ، د می میاشتي په ۵مه د نی په نوم ادارې خبر ورکړ چي: په دې وروستیو دوو کلونوکي ۳۰۰ خبریالان چي د هغوی له ډلي ۵۰ یې ښځینه خبریالاني وې له هیواد څخه تېښتي کولو ته په مجبورېدو بهرنیو هیوادونو ته تللي دي. دامیرالمؤمنین (رحمه الله) شهادت: دمی میاشت که له یوې خوا د بیلابېلو جهادي لاسته راوړنو شاهده وه نو له بلي خوا د امیرالمؤمنین ملا اختر محمد منصور( تقبل الله شهادته) د شهادت دردوونکې پېښه هم ورکي رامنځته شوه. شهید امیر( رحمه الله تعالی) د همدې میاشتي په ۲۲مه د صلیبي ټلوالي د بې پیلوټه الوتکي په برید کي د شهادت ارمان ته ورسېدو. اسلامي امارت د چهار شنبې په ورځ، دمی په ۲۵مه د امیرالمؤمنین د شهادت دخبر په منلو د نوي امیر په حیث د شیخ هبة الله اخند زاده( حفظه الله تعالی) د ټاکل کېدو او له هغه سره د رهبرۍ شورا په ګډون د ټولو مشرانو د بیعت اعلان وکړ. د تسلیمۍ معاهده او د اشغالګرو وتل: بالاخره د هغي ډلي د صبرکاسه هم ډکه شوه او د صلحي ترنامه لاندي یې مزدوري ادار ې ته د تسلیمۍ اعلان وکړچي تېر ۱۴کاله یې د جهاد او مجاهد په نامه پټو کټو ته دلاس رسي لاره کته او بل لوري ته ډیر افراد او اشخاص یې لاوار له مخه د کابل ادارې په لویو چوکیو ناست ساتلي ول. د دې لپاره چي د دوی کارتسلیمي نه بلکي صلحه وبلله شي ادعا شوې وه چي یوشرط چي د کابل ادارې ورسره منلی هغه له افغانستان څخه د اشغالګرو د وتلو په ټاکلي مهال ویش موافقه ده. مګرد پنجشنبې په ورځ، دمی په ۱۹مه اشغالګري ناټو اعلان وکړ چي موږ په افغانستان کي نه یواځي دا چي د خپلو ځواکونو د کمولو یا ایستلو په اړه هیڅ برنامه ترلاس لاندي نه لرو؛ بلکي په پام کي ده چي د ۲۰۱۶ میلادي کال ترپای ته رسېدو وروسته هم په افغانستان کي نظامي حضور پرځای وساتو. په دې برسېره د شنبې په ورځ، دمی په ۲۸مه برتانوي اشغالګرو په اشغال شوي افغانستان کي خپل ماموریت دیوکال لپاره نور هم اوږد کړاو زیاته یې کړه چي افغانستان ته به نور عسکرهم ولېږي.
لیکنه: احمد فارسي
(( یادونه: دغه لیکنه یواځي له هغو پېښو او زیانلړونو جوړه ده چي دښمن په هغوی اعتراف کړی. دا هم د یادوني وړ ده چي بهرني او مزدور دښمن ته د بیلابیلو تلفاتو او خساراتو اوښتلو او په هغوی د ترسره شوو بریدونو او نورو پېښو په اړه کره خبرونه او معلومات د افغانستان اسلامي امارت له رسمي پاڼي څخه ترلاسه کولای شئ. ))
لکه دتېرو میاشتو په څېر د 2016 میلادي کال پنځمه میاشت هم دپام وړ پېښو او حوادثو ټولګه وه . په دې میاشت کي مجاهدینو د پسرلنیو عملیاتو لړۍ ښه په لوړ عزم په مخ بوتله او ترډیره حده د هغو اهدافو په لاسته راوړنه کي بریالي ول چي غوښتل یې ترلاسه یې کړي. له یوې خوا په دې میاشت کي یوواربیا هم دښمن په درنو زنانونو واوښت له بلي خوا پکي د امیر المؤمنین ملا اخترمحمد منصور( تقبله الله) دشهادت دردونکی پېښه هم مخي ته راغله. دا او اړوند ټولو موضوعاتو په باره کي دلازیات تفصیل لپاره مو دلاندي کرښو لوست ته رابولم.
اشغالګرو ته اوښتي دسر زیانونه:
دمی په میاشت کي اشغالګر دښمن په لوړ شمیر ځاني مرګ ژوبلي سره مخ شو. د دې میاشتي په اوږدو کي کم ترکمه ۱۵ اشغالګران د مجاهدینو ترتيغ تېر شول. لومړۍ پېښه چي دمی په ۷مه یې دوه تنه روماني اشغالګرووژل اویو ژور ټپي شو د یو نفوذي عسکر له خوا دترسره شوي کاري برید په پایله کي رامنځته شوه . ورپسې د شنبې په ورځ، د همدې میاشتي په ۲۱مه د اشغالګرانو دکلکې ملاتړې بهرنۍ ادارې (یوناما )یو خارجي ساتونکی په کابل ښار کي ووژل شو. په همدغه ورځ د پروان په بګرا م ولسوالي کي د اشغالګرانو په کاروان استشهاد ي برید وشو او له امله یې ۱۵ اشغالګر مړه او یوشمېر نور ژوبل شول. خوبل لوري ته فریبګر دښمن چي د زیانونو په پټولو سره غواړي څارونکو او داشغال جګړې اشرباڼوته دوکه ورکړي د ۳۱تنوله جملې یواځي د ۲ عسکرو په وژل کېدو اعتراف کړی دی چي په دې سره د معترفو وژل شوو عسکرو شمېر په روان میلادي کال کي ۵ تنو ته، او داشغال د ټولي مودې په کچه ۳۵۱۷تنو ته ورسېدو.
دښمن ته اوښتي مالي زیانونه :
جګړو او یوه په بله پسې فتحو ته په کتو هرچاته ډیر په اسانۍ د دې اندازه لګېدای شي چي دابه بهرني اوکورني دښمن ته له درانه زیان اوښتلو بغیر نه وي. دوی ته که له یوې خوا دجګړې ډګر اونورو کي هره ورځ ګڼ مالي زیانونه اوړي له بلي خوا هره میاشت ګڼ شمېر سیمي او اډې له ورکي شته ټولو وسائلوسره یوځای د دوی له واکه په وتو دمجاهدینو لاسونوته لوېږي. دا په هغو لسګونه مختلف ډوله وسائلو او وسائطو ټولو برسېره دي چي مجاهدین یې هره ورځ په عملیاتو کي سوځوي او یاله منځه وړي. دا چي د پېښو کره شمېر په لاس کي نسته ځکه نو یواځي دمالي زیانلړ څولویي هغه یې دلته را اخلو.
په یاده میاشت کي د یوه جنګي هلیکوبتر او یوې اکمالاتي الوتکي لویدلو حادثې دشمن ته په اوښتو خساراتو کي دسرخبري وې. د می په ۷مه د دښمن یو هلیکوپتردکندهار په شاولیکوټ ولسوالي کي د بمبار پر مهال رانسکور شو. همدارنګه د پنجشنبې په ورځ د همدې میاشتي په ۱۹ مه د اشغالګر دښمن یوه لویه بار وړونکې الوتکه دهلمندپه ګرمسیرولسوالي کي راو غورزوله شوه. د دې دوه ځله سقوط له درکه دښمن ته کم ترکمه ۱۰۰ ملیونه ډالر تاوان اوښتی.
مزدور دښمن ته او ښتی ځاني زیان :
زورو روجګړو چي دمی په میاشت کي یې دوام درلود بې له شکه چي په دشمن لوري کي د بې شمېره خلکو ژوند واخست او ولس یې د دوی له شره خوندي کړ. که څه هم جکړئیز نوعیت کره شمیرته لاس رسی ناممکن ګرزولی خو بیاهم د نمونې په ډول یې دلته څو پیښوته اشاره کوو:
د دوشنبې په ورځ، د می په ۲مه د لغمان په مرکزکي د اربکیانو یو قومندان ووژل شو. او ورپسې د همدې میاشتي په ۱۱مه د چهارشنبې په ورځ د غزني ولایت د مقر ولسوالۍ د اربکیانو عمومي قوماندان ووژل شو. همدارنګه د می په ۱۲مه د پکتیکا د خوشامند ولسوالۍ امنیه قوماندان له خپلو ۶ تنه ټوپکیانو سره ووژل شو.
دهیواد په شمال کي هم دښمن ته تلفات اوښتي. د چهار شنبې په ورځ، دمی په ۱۸ د اربکیانو یو قومندان او والي ته نزدې سړی، او د دوشنبې په ورځ د همدې میاشتي په ۲۳مه د ګرزنده قطعې عمومي قومندان په مرکزي بغلان کي ووژل شو. ددې ترڅنګ د یادي میاشتي په ۲۸ مه دکندز والي مرستیال هم د مجاهدینو په یوه برید کي ووژل شو.د پنجشنبې په ورځ، د می په ۱۹ مه د کندهارپه ولایت کي د ۲۰۵ اتل قول اردو د لومړۍ لیوا قومندان ووژل شو. تردې درې ورځي وروسته د یادي میاشتي په ۲۱مه د غور ولایت د پساوند ولسوالۍ امنیه قومندان له مجاهدینو سره په مخامخ جګړه کي ووژل شو. په همدې ورځ کندهارهم د ملي امنیت دیو فعال غړي د وژل کېدو شاهد و .
په دې برسېره د دښمن یوګڼ شمېر نور کسان په لیکو کي دننه نفوذي مجاهدینو له خوا هم وژل شوي دي. د دې ډول لومړۍ پېښه د می په ۷مه دغزني په ولایت کي رامنځته شوه چي پکي یوپولیس لومړی خپل څلور ملګري ووژل او بیا په ډاډمنه توګه ترخوندي ځایه په ځان رسولو بریالی شو. ورپسې د پنجشنبې په ورځ، دهمدې میاشتي په ۱۹ مه د زابل په مرکز کي یو اربکي د پوستې د قوماندان په ګډون خپل ۸ تنه ملګري ووژل او بیا له مجاهدینو سره یوځای شو. ورپسې دوه ورځي وروسته د ارزګان په چهارچینو ولسوالي کي دریو پولیسو خپل شپږ تنه ملګري ووژل. او د دې ډول پېښو د وروستي خبر په ډول داچي د چهارشنبې په ورځ، دمی په ۲۵ مه دریو نورو پولیسو د هلمند په ګرمسېر ولسوالي کي ۸ تنه نور پولیس له منځه وړي او دوی تردې کار وروستو له مجاهدینو سره یو ځای شوي دي.
د مزدورو عسکرو نیول کېدل او یاله مجاهدینو سره یو ځای کېدل:
د اپریل په میاشت کي د خپاره شوو راپورونو له مخي د دښمن تر ۴۰۰ زیاتو ملکي او نظامي افرادو خپلي وظیفې پرې ایښې دي او یوشمېر یې له مجاهدینو سره یو ځای شوي دي. په دې میاشت کي هم د دښمني ادارې ډېر کارکونکي یاله مجاهدینو سره یوځای شوي او یا د دوی له خوا نیول شوي دي.
د سې شنبې په ورځ، د می په لسمه په بادغېس کي یوه ۲۳ کسیزه ډله مخکي له دې چي مجاهدینو ته تسلیم شي د ولایت د امنیه قومنداني له لوري ونیول شوه. په همدې ورځ د غور ولایت په دولینه ولسوالي کي د قومندان په شمول ۳۴تنه اربکیان له مجاهدینو سره یوځای شول. ورپسې مجاهدینو ته د تسلیمۍ په لړ کي د دوشنبې په ورځ، د می په ۲۳مه د یو قوماندان په ګډون ۱۱تنه پولیس د ارزګان په چارچینو کي، اوتردې یوه ورځ وروسته ۲۰ تنه نورهم په دغو ولسوالي کي د خپل قومندان په ګډون مجاهدینو ته تسلیم شول.
په دې برسېره د می په میاشت کي مجاهدینو د دښمن ډیر افرادهم په اسارت ونیول چي له هغو څخه یویې د همدې میاشتي په ۲۸د کندوز ولایت د قومندانۍ د اداري معاون نیول کېدل او دهمدې میاشتي په ۳۱مه دیاد ولایت د لسګونه تنو نظم عامه پولیسو نیول کېدل وو.
په مزدوره اداره کي خپل منځي اختلافات:
د دوه سرې ادارې له لومړي ریاسته نیولې ترټیټ ماموریت پوري په خپل منځي اختلافونو کي د ډوب اوسېدو چاره د می په میاشت کي هم روانه وه. له یوې خوا دچوکۍ شریکان په خپلوکي سره جوړ نه دي او دواړه یو بل دحکومت په ناکامۍ پړه ګڼي له بلي خوا کره راپورونه شته چي د دوی د ډلو اوګوندونو ترمنځ هم دومره درانه درزونه اوپه یوبل بې باوري پیداشوې ده چي هره لحظه د دې طمه کېږي چي پریو بل دخپلو ټوپکو شپېلۍ ورکږې کړي . همداراز د دوستم او عطا ټوپکیان له میاشتو راپه دېخوا یوبل ته په نښه پراته دي او په دې لړ کي د یکشنبې په ورځ، دمی په لومړۍ نېټه د بلخ په کشنده ولسوالي کي د دوو اربکي قومندانانو ترمنځ په جګړه کي له دواړو لوریو ۹تنه مړه او یو شمېر ټپیان شول. د دې ترڅنګ د می په ۱۹ مه رسنیوپه فاریاب کي د دوستم د ملیشو له لوري د عطا په ټوپکیانو د سختو بریدونو خبرونه خپاره کړل چي له امله یې دواړو لوریو ته ځاني اومالي زیانونه هم واوښتل.
عمري عملیات:
تردې ویاړمن نامه لاندي عملیات چي د تېري میاشتي په ۱۲ مه پیل شول الحمد لله نه یواځي داچي په شدت په مخ روان او دوام لري؛ بلکي دپام وړ لاسته راوړني یې هم لرلې دي. راځئ د بیلګي په ډول یې څو پرمختیاوي سره ترنظر تېري کړو :
د سې شنبې په ورځ، دمی په ۳یمه د پروان ولایت په بګرام ولسوالي کي په اشغالګرو باندي یوه خونړی برید ترسره شو چي پایله کي یې هغوی د سراومال درانه زیانونه واوښتل. ورپسې د یکشنبې په ورځ، دهمدې میاشتي په ۸مه د اسلامي امارت مجاهدینو دکابل ولایت په کمپنۍ سیمه کي د پولیسو په پوسته برید ترسره کړ او په پوسته کي موجود ۸ واړه پولیس یې ووژل او د دوی ټوله سلا او مهمات یې له ځان سره یووړل. تردې دوه ورځي وروسته د هلمند دګرشک او ناد علي ولسوالۍ د مجاهدینو له لوري د سختو بریدونو او د ۱۷ تنه پولیسو د وژل کېدو شاهدي وې.
د می په ۱۱مه، د چهارشنبې په ورځ د امریکا نیویارک ټایمز ورځپاڼي ولیکل چي: مجاهدینو د هملند په مرکز باندي حلقه راتنګه کړې ده او هره لحظه د دې امکان شته چي د ولا یت مرکز دي هم د مجاهدینو لاس ته ولوېږي. د دې خبر ترخپرېدلو یوه ورځ وروسته د اسلامي امارت مجاهدینوپه مرکزي بغلان کي د دښمن یوه اډه او څلور پوستې ترخپل واک لاندي راوستلې.
د شنبې په ورځ، دمی په ۱۴مه رسنیو په هلمند ولایت کي له مهمو مراکزو څخه د مزدوري اردو د عسکرو د تېښتي خبرونه خپاره کړل. ورپسې د همدې ولایت مرکز په همدغه ورځ د اربکیانو په یومرکز د درنې حملې شاهد و چي له امله یې لسګونه ورکي موجود اربکیان مړه او ژوبل شول.
بل لوري ته د ارزګان دهراود او چهارچینو ولسوالۍ هم د می په ۱۷ مه دمجاهدینو تر بریدونو لاندي وې او دښمن لوري ته د مرګ ژوبلو د لوړ قیمت ورکولو ورځي وې. بله خوا تردې یوه ورځ وروسته مجاهدین وتوانېدل چي د بغلان په پل خمري ولسوالي کي د دښمن په یولوی او مهم مرکز باندي د خپلي واکمنۍ بیرغ ودروي . همدارنګه دشنبې په ورځ، د می په ۲۱مه مجاهدینو یو وار بیا د اشغالګر دښمن په کاروان د پروان په بګرام ولسوالي کي برید وکړ او د ګڼ شمېر ټانګونو دویجاړۍ تر څنګ یې ۱۵ اشغالګران هم پکي مړه او ژوبل کړل. د همدې میاشتي په ۲۵مه د کابل د استناف محکمې دکارکوونکو د لېږد په موټر حمله وشوه او ۱۴تنه سپاره پکي مړه او ټپیان شول.
د یکشنبې او دوشنبې په ورځو چي د می میاشتي له ۲۹ او ۳۰ سره برابري وې د هلمند په مرکز او نهر سراج ولسوالي کي د مجاهدینو له لوري درانه بریدونه ترسره شول چي په نتیجه کي یې مجاهدینو د هلمند په مرکز کي د دښمن یو ستر مرکزفتحه کړ او د دښمن د لسګونه عسکرو اونور کارکوونکو د وژلو ترڅنګ د دوی ټول وسائل او مهمات مجاهدینو ته د غنیمت په ډول په لاس ورغلل. او د همدې میاشتي په وروستۍ ورځ د اسلامي امارت مجاهدین په دې و توانېدل چي لس کلي په فاریاب او ۱۱ پوستې د ارزګان ولایت په ګیزاب ولسوالي کي د دښمن له ظلمه ازادي او د اسلامي حاکمیت ترسیوري لاندي راولي.
د دښمن له لوري ملکيانو ته اړول شوي زیانونه اود خلکو ځورول:
د وحشت دغه لړۍ د می په میاشت کي هم روانه وه او بې شماره ضعیف ولسي خلک داشغالګرو او د هغوی په ډالري منتر دایل شوو ټوپکیانو د هوسونو او منافعو قرباني شول. دملکي تلفاتو او ځورونو په اړه پوره تفصیل که څه هم د اسلامي امارت په رسمي پاڼه د یادي برخي کمیسیون په راپور کي موندلای شئ؛ اما دلته د بیلګي لپاره یواځي څو هغه پېښي یادوو چي په یاده میاشت کي له ولس سره ترسره شوې دي:
دیکشنبې په ورځ د همدې میاشتي په ۲۲مه اربکیانو د جوزجان په مینګجیک ولسوالي کي د واده په مراسمو چپاو وروړ او د خوشحالۍ ته راغلیو له ډلي یې ۱۵تنه شهیدان او ټپیان کړل. په ۲۹مه نېټه د کندوز خلکو د پراخو مظاهرو په ترڅ کي په دغه ولایت کي د خپل سرو ملېشو له جنایتونو شکایت وکړ. په همدې ورځ رسنیو دلوګر له مرکزه خبر ورکړ چي: مزدوري اردو د بیګناه خلکو په ځورولو پسي مټي رابډوهلې دي او ډیر بیچاره او بې وسه خلک یې په وهلو – وهلو ترمرګه رسولي . او د می میاشتي په ۳۰ م له دښت ارچي څخه عیني شاهدانو وویل چي شریرو اربکیانو د خلکو په کروندو اوبه ورخوسې کړې دي ترڅو یې حاصلات خراب اوکروندې له کاره وغورزوي.
د بندیانو اعدامول :
وروسته له هغه چي دمجاهدینو سختو بریدونو له ډارن دښمن څخه لاره ورکه او هغه یې له ځانه په دفاع کي ناتوانه کړ دښمن په ډیره بې شرمۍ سره د دې لپاره چي بزدلي یې رسنیزه نشي د مظلوموبندیانو د اعدام په ترسره کولو د جګړې د تاوده او بایللي ډګر انتقام د اوسپنیزو دیوالو نو ترشا د اخستلو هڅه وکړه . دوی د یکشنبې په ورځ، د می میاشتي په ۸مه شپږ تنه اسیران چي د ځینو یې له مجاهدینو سره یوډول تړاو لاهم نه وو بغیر له دې چي کوم قانون یې په نظرکي نیولی وي اعدام کړل. اسلامي امارت د دښمن د دې بزدلانه عمل په ځواب کي وویل چي: که څه هم له موږ سره د دې انتقام داخستلو پوره توان شته او په زرګونو فدایان ورته لرو؛ مګر د خپل پوره توان باوجود به هم هیڅکله له اسلامي، انساني او اخلاقي معیارونوپه مخالف غبرګون لاس پوري نکړو.
دغه اعدامونه د اشغالګرو دملاتړې ادارې (یوناما) له لوري هم د یوې اعلامیې په خپرولو سره محکوم او بې ګټي وبلل شول. او ترڅنګ یې ځینو نورو ادارو او مؤسسو هم د مزدوري ادارې دا غیر قانوني کړنه وغندله.
د زندانونو وضعیت :
دمزدوري ادارې ترواک لاندي زندانونوکي هغه د پیل له لومړۍ ورځي لا حالات ډیر دردوونکي او غیر انساني دي چي په دې اړه بیلابیلو ادارو، سازمانونو او جهتونو خپل اواز هم پورته کړی مګر تراوسه پرې هیچا غوږ نه دی ګرولی او نه په دې باره کي کوم اقدام شوی. په دې لړکي د چهارشنبې په ورځ، دمی په ۱۱مه د مشرانو جرګې په رول کي غربي مزدورانو په خپله غونډه کي وویل چي: دامهال د مزدوري ادارې په بیلا بیلو زندانونو کي تر۲۰۰۰زیات زندانیان بغیر له دې چي کومه منظمه دوسیه ولري ترتورو دیوالونو شاته په نامعلوم سرنوشت کي شپې ورځي تېروي. همدارنګه د زندانونو او په هغوی کي د غیرانساني وضعیت په باره کي د یکشنبې په ورځ، دمی په ۲۲مه کندهار کي د والي په نوم صلیبي چوپړوهونکي دمزدوري ادارې د کورنیو چارو د وزیر په وړاند ي اعتراف وکړ چي: د کندهار پولیس شخصي زندانونه لري او خپل مخالفین بې له کوم جرم او جنایته هلته ساتي او کله خبره د هغوی تروژل کېدو هم رسېږي.
د بادارانو بمبار په خدمت بوختو مزدورانو باندي:
د اشغال له پیله تراوسه ډیر ځله یرغلګرو یا د ناټو په اشرباڼو او یا په افغان تالې څټو مزدورانو باندي د دوستانه بمبار خوله ټیټه کړې او هروار په لوړ شمېر اجیران د خپل بادار د تیر اندازۍپه لوبه کي قرباني شوي. په دې وروستو کي د شنبې په ورځ، د می په ۷مه د هلمند ولایت د ګرمسېر ولسوالي پولیس هم له دا ډول برید سره مخ شول او په لوی کچ ځاني او مالي زیانونه ور واوښتل.
له هیواده تېشته :
هغه مهال چي د جمهوري ریاست د چوکۍ پرسر یوبل ته ببرو د جان کېري په فرمایش په دوه واکه وېشلې اداره جوړه کړه لږ مشر رئیس به ویل چي له بهرڅخه به کاري او علمي کدرونه افغانستان ته راولي او په دې ډول به هیواد اباد کړي؛ مګر د دغي ادارې ترجوړېدا دوه کاله وروسته وینو چي د هیواد حالات د ژوند په ټولو اړخونوکي بل ډول ، او حتی فلج شوي دي او خلک هڅه کوي له دې مخ په خرابېدو راتلونکي څخه په تېښته نورو هیوادونو ته ځانونه ورسوي. رسنۍ هره میاشت د دولتي او غیر دولتي ادارو دکارکونکو او نورو افرادو د فرار خبرونه خپروي چي په دې لړکي د پنجشنبې په ورځ، د می میاشتي په ۵مه د نی په نوم ادارې خبر ورکړ چي: په دې وروستیو دوو کلونوکي ۳۰۰ خبریالان چي د هغوی له ډلي ۵۰ یې ښځینه خبریالاني وې له هیواد څخه تېښتي کولو ته په مجبورېدو بهرنیو هیوادونو ته تللي دي.
دامیرالمؤمنین (رحمه الله) شهادت:
دمی میاشت که له یوې خوا د بیلابېلو جهادي لاسته راوړنو شاهده وه نو له بلي خوا د امیرالمؤمنین ملا اختر محمد منصور( تقبل الله شهادته) د شهادت دردوونکې پېښه هم ورکي رامنځته شوه. شهید امیر( رحمه الله تعالی) د همدې میاشتي په ۲۲مه د صلیبي ټلوالي د بې پیلوټه الوتکي په برید کي د شهادت ارمان ته ورسېدو. اسلامي امارت د چهار شنبې په ورځ، دمی په ۲۵مه د امیرالمؤمنین د شهادت دخبر په منلو د نوي امیر په حیث د شیخ هبة الله اخند زاده( حفظه الله تعالی) د ټاکل کېدو او له هغه سره د رهبرۍ شورا په ګډون د ټولو مشرانو د بیعت اعلان وکړ.
د تسلیمۍ معاهده او د اشغالګرو وتل:
بالاخره د هغي ډلي د صبرکاسه هم ډکه شوه او د صلحي ترنامه لاندي یې مزدوري ادار ې ته د تسلیمۍ اعلان وکړچي تېر ۱۴کاله یې د جهاد او مجاهد په نامه پټو کټو ته دلاس رسي لاره کته او بل لوري ته ډیر افراد او اشخاص یې لاوار له مخه د کابل ادارې په لویو چوکیو ناست ساتلي ول. د دې لپاره چي د دوی کارتسلیمي نه بلکي صلحه وبلله شي ادعا شوې وه چي یوشرط چي د کابل ادارې ورسره منلی هغه له افغانستان څخه د اشغالګرو د وتلو په ټاکلي مهال ویش موافقه ده. مګرد پنجشنبې په ورځ، دمی په ۱۹مه اشغالګري ناټو اعلان وکړ چي موږ په افغانستان کي نه یواځي دا چي د خپلو ځواکونو د کمولو یا ایستلو په اړه هیڅ برنامه ترلاس لاندي نه لرو؛ بلکي په پام کي ده چي د ۲۰۱۶ میلادي کال ترپای ته رسېدو وروسته هم په افغانستان کي نظامي حضور پرځای وساتو. په دې برسېره د شنبې په ورځ، دمی په ۲۸مه برتانوي اشغالګرو په اشغال شوي افغانستان کي خپل ماموریت دیوکال لپاره نور هم اوږد کړاو زیاته یې کړه چي افغانستان ته به نور عسکرهم ولېږي.
25-06-2016
18-06-2016
17-06-2016
10-06-2016
31-05-2016
30-05-2016
په مسجدکي ټاکلي وخت داعتکاف په نيت اوسېدل داعتکاف څخه عبارت دئ […]
عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ قَالَ قال رسول الله صلى الله عليه وسلم : ” […]
لیکنه او څیړنه: عبدالغفار جُبیر زما سفر اسلام ته! د جمعې په شپه چې د […]
الاستفتاء : یوتن وایې چې زه درمضان المبارک په روستیو لسو شپو ورځوکې […]