Home / دهیواد او نړۍ تازه پیښې / سوریه، درژیم بله چورلکه نسکوره شوې
سوریه، درژیم بله چورلکه نسکوره شوې

سوریه، درژیم بله چورلکه نسکوره شوې


سوري فعالانو ویلي، چي دلاذقية په ولایت کي يې د رژيم یوه چورلکه ويشتلې او نسکوره کړې ده، دا په دوو ورځو کي دوهمه چورلکه ده، چي دمخالفینو له لوري نسکوريږي.

دسوريې دانقلاب عمومي هیئت ویلي، چي ددوشنبې په ورځ مخالفینو دلاذقية ولایت د الاکراد غرونو په سر درژیم یوه چورلکه وويشتله او نسکوره کړه.

په لاذقية کي دالجزيرې خبريال ویلي، چي تیره ورځ مازديګر مهال درژیم چورلکي وروسته ترهغه په هوا کي اور واخیست، چي مخالفينو پرې ډزي وکړې او ویې ویشتله.

دسوريې فعالانو ویلي، چي چورلکه په داسي مهال وویشتل شوه، چي په سیمه کي يې په یوه کلي یو بېلري بم وغورځاوو.

له بله پلوه دزاړه حلب په بېلابېلو سیمو کي درژیم په هوايي بمباري کي دماشومانو په ګډون ۱۳ تنه وژل شوي او یوشمېر نور ټپیان شوي دي.

درژیم الوتکو دسوريې ددرعا ولایت په طفس سیمه بمباري کړې، چي په ترڅ کي يې دیوې کورنۍ ۵ غړي وژل شوي دی.

راپورونه وايي، چي ددرعا په ختیځ دبصرالشام په ښار کي اوس هم سخته جګړه روانه ده، دبصرالشام ښار ته وړمه ورځ درژيم مخالفین ننوتل او دښار په یوشمېر مهمو سیمو يې ولکه وکړه.

احمدظريف


Leave a Reply !



Leave a Reply !