Home / اعلامیه ،تبصره،مرکه، / “رمضان” د نصرت، بریا او فتوحاتو میاشت ده

“رمضان” د نصرت، بریا او فتوحاتو میاشت ده


د اونۍ تبصره:

د اسلامي تاریخ په استناد او شهادت الله جل جلاله مؤمنانو ته د رمضان په میاشت کې تل عزت او سرلوړي ور بخښلې ده، لوی لوی فتوحات یې په برخه شوي، سر سختو دښمنانو یې ماتې خوړلې، د ذلت سره مخ شوي، او د تاریخ برخه ګرځیدلي دي؛ روژه لرونکي مجاهدین ځکه الله جل جلاله ته ډېر نږدې دې چې له یوې خوا د نفس او شیطان سره په مبارزه بوخت دي له بل لوري د الله جل جلاله د دښمن په وړاندې په جهادي سنګر کې ناست دي، که غالب شي نو دواړو دښمنانو ته به یې ماتي ورکړي وي او که شهیدان شي د الله جل جلاله سره به په داسې حالت کې یو ځای شي چې د روژې، جهاد او شهادت امتیازي نښې به یې په ټټرونو ټومبلې وي، او د الله جل جلاله د دې ارشاد مصداق به وي: { إِنَّ اللَّهَ اشْتَرَىٰ مِنَ الْمُؤْمِنِينَ أَنفُسَهُمْ وَأَمْوَالَهُم بِأَنَّ لَهُمُ الْجَنَّةَ ۚ يُقَاتِلُونَ فِي سَبِيلِ اللَّهِ فَيَقْتُلُونَ وَيُقْتَلُونَ…} (التوبة - ۱۱۱)

رمضان د برکتونو او نصرتونو میاشت ده، د اسلامي امت د برم او غلبي میاشت ده، په رمضان کې چې کله هم مؤمنان جهادي ډګر ته داخل شوي دي، د الله جل جلاله په مرسته یې بری موندلی او دښمن ته یې شکست ورکړی دی، په جهادي بهیر کې د رمضان د بریاوو لست ډېر اوږد دی د بیلګې په ډول:

  • د جناب رسول الله صلی الله علیه وسلم په قیادت کې د بدر غزا (۱۷ رمضان ۲هـ).
  • د جناب رسول الله صلی الله علیه وسلم په قیادت کې د مکې مکرمې فتح (۲۰ رمضان ۸هـ).
  • د طارق بن زیاد رحمه الله تعالی په قیادت کې د اندلس فتح (۲۸ رمضان ۹۲هـ).
  • د عباسي خليفة معتصم په قیادت کې د عموریه فتح (رمضان ۶ کال ۲۲۳هـ) دا غزا د یوې مظلومې مسلمانې میرمنې د (وامعتصاه). چیغې په ځواب کې رامنځته شوې
  • د سیف الدین محمود قطز په قیادت کې د عین جالوت غزا (۲۴ رمضان ۶۵۸هـ)، د لومړي ځل لپاره یې د مغولو لښکر ته ماتي ورکړه او د هولاکو نائب کتبغا یې قتل کړ.
  • د ظاهر بیبرس په قیادت کې د انطاکیې فتح (۱۴ رمضان ۶۶۶هـ).
  • د عثماني خلیفه سلیمان په قیادت کې د بلګراد فتح (۲۶ رمضان ۹۲۷هـ).

د بدر غزا (۱۷ رمضان ۲هـ) د اسلامي تاریخ لومړنۍ مهمه معرکه وه، قرآن کریم د یوم الفرقان (د حق او باطل د بیلتون د ورځې) لقب ورکړی دی، د قریشو تجارتي قافله د ابو سفیان په مشرتوب د شام نه مکې مکرمې ته په لاره وه، څرنګه چې قریش د مسلمانانو سر سخت دښمنان وو، د مهاجرینو شتمنۍ یې غصب کړي وي او د مؤمنانو په سر او مال یې هیڅ صرفه نه کوله، نو د دښمن د اقتصادي طاقت د څپڅپانده کولو په موخه ۳۱۳ تنه صحابه کرام رضی الله عنهم د جناب رسول الله صلی الله علیه وسلم په قیادت کې له مدینې منورې نه د قافلې په نیت ووتل، سره له دې چې اسلامي لښکر د جګړې لپاره هیڅ تیارۍ نه درلود، مګر د الله جل جلاله په اراده او تقدیر د قافلي په بدل کې د قریشو د (۱۰۰۰) زر کسیز مسلح ځواک سره مخ شول، د دښمن شمیر او وسلې تر مجاهدینو څو چنده زیاتې وي، د بدر په سیمه کې دواړه لښکرې سره مخامخ شوې، جګړه د حق په بري پای ته ورسېده، اویا کافران ووژل شول ، اویا اسیران شول او نورو د مکې په لور پښي سپکې کړې، اسلامي لښکر د ۱۴ تنو شهیدانو په قرباني سره مدینې منوري ته د لویي بریا سره راستون شو.

مونږ ته په کار ده چې خپل عظیم تاریخ مطالعه کړو او د تاریخي پیښو نه زده کړه وکړو، د اخلاص، تقوی او اطاعت تر څنګ د صف د وحدت او د ذات البیني اصلاحاتو په څیر موضوعاتو ته جدي پاملرنه وکړو، د دښمن دسیسو ته متوجه شو، مخلص مجاهدین کولای شي چې په هر ځای او هر وخت کې د الله جل جلاله په توفیق او نصرت، او بیا د ولس په ملګرتیا د الله کلمه لوړه کړي او باطل نسکور کړي، دښمن ته ماتي او اسلامي امت ته نجات ورکړي، خو ټولو ته څرګنده ده چې د اسلامي امت بری او کامیابي د اخلاص، صدق، امانت، اطاعت، صبر، وحدت، توکل علی الله او تقوی سره تړون لري، که څه هم مؤمنان مکلف دي چې د جهاد لپاره د خپل توان په اندازه تیاری وکړي، خو د الله جل جلاله نصرت په پورتني معیار راڅرخي. والله الموفق


Leave a Reply !



//