Home / دهیواد او نړۍ تازه پیښې / میدان وردګ، پولیسو ۱۳ مسافر په شهادت رسولي
میدان وردګ، پولیسو ۱۳ مسافر په شهادت رسولي

میدان وردګ، پولیسو ۱۳ مسافر په شهادت رسولي


دکابل – کندهار په لویه لاره دمیدان وردګو ولایت په سیداباد ولسوالۍ کي پولیسو دمسافرو په موټرو ډزي کړي، چي په ترڅ کي يې ۱۳ مسافر په شهادت رسولي او ۲ تنه نور يې ټپیان کړي دي.

پېښه تیره شپه شاوخوا ۱ بجه دسید اباد ولسوالۍ په هفت اسياب سیمه کي دپولیسو پوستو ته څېرمه رامنځ ته شوې ده.

دسيمي خلکو ویلي، چي په سیمه کي دپولیسو پوستې موجودي دي، دخلکو په باور، چي برید دپولیسو له لوري ترسره شوی دی.

راپورونه وايي، چي په برید کي شهیدان شوي کسان له غزني، ننګرهار او کندهار ولایتونو سره تړاو لري.

دغه بریدپه هغو ۳۰۳ ډوله موټرو شوی دی، چي له کابل څخه دغزني په لوري روان وو.

دا بریدپه داسي مهال کیږي، چي تیره ورځ دغزني مرکز ته څېرمه په قلعه قاضی سیمه کي پولیسو دهاوان په برید کي ۶ ماشومان په شهادت ورسول او ۱۰ نور يې ټپیان کړل.

پولیسو په قلعه قاضي سیمه کي دماشومانو دکرکټ لوبغالی په هاوان وویشت.

که څه هم درژیم اړوند دغزني چارواکو وویل، چي ماشومان دپولیسو له لوري نه دي وژل شوي، خو دسیمي خلکو او دلوبي نندارچیانو وویل، چي هاوان له پوستې څخه راغی او دلوبغالي په منځ کي ولګېدو.

تیره ورځ خلکو داعتراض په ډول دشهیدانو جسدونه درژیم اړوند دولایت ودانۍ مخي ته تر ماښامه پوري ايښي وو او دعاملینو دنیولو غوښتنه يې کوله او ماښام ناوخته يې جنازې خاورو ته وسپارلې.

ویل شوي، چي دپولیسو له لوري دماشومانو په وژلو دسیمي خلک سخت په غوسه شوي دي.


Leave a Reply !



Leave a Reply !