Home / اعلامیه / په کابل کې د یوې دسیسې له مخې د ښځې د وژل کیدو په اړه د اسلامي امارت د ویاند څرګندونې
په کابل کې د یوې دسیسې له مخې د ښځې د وژل کیدو په اړه د اسلامي امارت د ویاند څرګندونې

په کابل کې د یوې دسیسې له مخې د ښځې د وژل کیدو په اړه د اسلامي امارت د ویاند څرګندونې


د تيرې پنجشنبې په ورځ په کابل ښار کې د شاه دوشمشیره په زیارت کې يوه مسلمانه ښځه دقرآن کریم په سوزولو تورنه شوه او بیا د ګڼو خلکو لخوا چې احساسات يې را پارول شوي وو، په خورا بد حال ووژل شوه، او بیا يې جسد ته اور ورته شو.

وروسته داخبره روښانه شوه چې دغه ښځه د کومې شخصې دسيسې په نتیجه کې لومړی د قرآن کریم په سوزولو تورنه شوې او بیا وژل شوې ده.

په همدې اساس اسلامي امارت دغه راز شومه دسيسه جوړول، له قرآن کریم څخه دغه راز بده استفاده کول او بیا يو بې ګناه انسان يې په نتیجه کې وژل په کلکو ټکو غندي،اوکورنۍ ته یې تعزیت وایې. روښانه ده چې د امریکايي اشغال سره جوخت زموږ هیواد ته دکفري لښکرو له راتګ سره په زرګونه داسې اشخاص هم راغلل چې هڅه کوي د اسلامي شعايرو په وړاندې خلک بې پروا کړي، له اسلامي شعایرو سره دښمني وکړي او د افغان اولس سوچه اسلامي احساسات مجروح او بدنام کړي.

افغان بادرکه ولس باید بیدار ووسي او اجازه ورنه کړي چې ددغه راز کړنو لپاره زمینه مساعده شي، ترڅو داسلام دښمنه کړیو لپاره اوبه خړې او ماهیان په کې ونیسي.

د دغې پيښې په اړه موږ ژمنه کوو چې د امکان په صورت کې به اصلي عاملينوته چې د دغې بي ګناه ښځې د مرګ سبب شول، خلک يې د خپل شوم غرض لپاره راوپارول او دقرآن کریم له حرمت څخه يې په شخصي موضوع کې سوء استفاده وکړه سخته سزا ورکوو، ترڅو دنورو دا ډول ناوړه پيښو د مخنیوي سبب شي.

البته داخبره باید روښانه کړو چې زموږ ملت مسلمان ملت دی، که کومه کفرپالې کړۍ هڅه وکړي چې واقعا د اسلامي مقدساتو په وړاندې ګستاخانه حرکات ترسره کړي بیا موږ دا د خپل ملت مسلم حق بولو چې دخپلو مقدساتو څخه کلکه ننګه وکړي . والسلام

داسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد

۴/۶/۱۴۳۶هـ ق

۴/۱/۱۳۹۴هـ ش ــ 2015/3/24م


Leave a Reply !



Leave a Reply !