Home / news / غزني : شلګر کې ۱ ټانګ ویجاړ او ۹ عسکر ووژل شول
غزني : شلګر کې ۱ ټانګ ویجاړ او ۹ عسکر ووژل شول

غزني : شلګر کې ۱ ټانګ ویجاړ او ۹ عسکر ووژل شول


د غزني ولايت له شلګر ولسوالۍ نه د دښمن په عسکرو د وسلوالو بريدونو خبر ورکړل شو.

د خبر په اساس په عسکرو د يادې ولسوالۍ په ګبرو، طلاکلا، خانان کلا، نيازو او زرينو سيمو کې نن سهار خواوشا ۸ بجې په يو وخت وسلوال بريدونه پيل شول چې تر ناوخته يې دوام وکړ.

د بريدونو په نتېجه کې د دښمن ۵ تنه عسکر په مخامخ نښته کې ووژل شول او له دې علاوه ۱ زغروال ټانګ په راکټ وويشتل شو چې په بشپړه توګه د اور خوراک شو او ۴ عسکرو پکې خپل ژوند له لاسه ورکړ.

د دښمن په متقابلو ډزو کې د اسلامي امارت ۱ مجاهد ټپي شوی.

خبر کاږي وروسته د دښمن عسکرو په سيمو کې د ځان ساتني په موخه د هاوانونو ناتار ډزي پيل کړې چې له امله يې ۸ تنه کليوال ټپيان شول.

2015-03-25


Leave a Reply !



Leave a Reply !