Home / اعلامیه / د امریکا لخوا د اشغالګرو عسکرو د وخت د اوږدولو په اړه د اسلامي امارت اعلامیه(ږغیز)
د امریکا لخوا د اشغالګرو عسکرو د وخت د اوږدولو په اړه د اسلامي امارت اعلامیه(ږغیز)

د امریکا لخوا د اشغالګرو عسکرو د وخت د اوږدولو په اړه د اسلامي امارت اعلامیه(ږغیز)


تیره ورځ د امریکا ولس مشر اوباما اعلان وکړ چې د سږکال (2015) ترپایه به خپل اشغالګر عسکر لا هم د خپلوګوډاګیانودساتلو،افغانانو د وژلو، ځورولو او د دې هېواد، د اشغال د دوام لپاره په افغانستان کې ساتي.

دغه اعلان په داسې وخت کې کيږي چې امریکایي اشغالګرو ځواکونو لا وختي په افغانستان کې ماتې خوړلې، اقتصاد اوحیثیت يې برباد شوی او په زرهاوو عسکر يې مړه، ژوبل او په رواني ناروغیو اخته شوي دي.

اسلامي امارت د امریکا لخوا دغه اشغال اوږدونکی اعلان په کلکو ټکو غندي او ژمنه کوي چې د اشغال د ټولو انواعو په مقابل کې به خپل سپيڅلي او نجات بښونکي جهاد ته ادامه ورکوي.

امریکا چې د یولک څخه زیاتو اشغالګرو عسکرو، ۱۳ کاله وخت او ملیاردونوډالروپه مصرف سره ونشو کړای خپلو پټو او ښکاره موخوته ځان ورسوي د څو زرو عسکرو د پاتې کیدا په وسیله خو يې هيڅکله هم نشي رسولای.

افغان میړنی ولس به د هر ډول اشغال د بشپړې خاتمې پورې خپل روا اوسپيڅلي جهاد ته دوام ورکوي، افغانانو په دې اړه دتاریخ په اوږدو کې اوخاصتا دا اوسني ۱۳ کاله امتحان ورکړی او ځان يې ثابت کړی دی.

دکابل دوه سرې ادارې هېواد پلورونکي او د امریکا تابیعیت لرونکي مشران نشي کولای د افغانستان د آزاد او مسلمان ملت نمایندګي وکړي، افغانان په هيڅ قیمت هم بهرنی اشغال نه مني،او د خورا اوږدې مبارزې عزم اوحوصله لري، د کابل بې واکه ادارې تیري څومیاشتي په دروغو دمذاکراتو ډنډورې وږغولې اوس چي یې هرڅه ملت ته پروپاګند ښکاره شو نو غواړي چي په تشریفاتي سفرونودملت اذهان او مطبوعات مصروف وساتي او دخپلې خامې او شلې ادارې له ناکامیو څخه یې توجه واړوي .

داچې دوی امریکایانوته د پاتي کیدو زارۍ کوي، دا ځکه چې د افغان ملت څخه ویره لري او د دې خاورې له خلکو څخه خپل ګریوانونه ساتي او په دروغو سره افغانستان نړیوالو ته خطرناک معرفي کوي ،د افغانستان دمقدس جهاد رهبري اوتنظیم داسلامي امارت په اختیار کې ده اود اسلامي امارت مشروع اهداف او جامع پالیسي اوس هرچا ته روښانه شوې .

موږ د امریکا خلکوته هم ورپه زړه کوو چې مشران يې لا هم د هغوی په اقتصاد او بشري ځواک لوبې کوي او د نورې مودې لپاره هم غواړي د امریکايي وګړو زامن په بې هدفه او نه ګټونکې جګړه کې پرموږ ووژني،اوخپل اقتصاد او حیثیت ته لازیات تاوانونه واړوي.

د افغانستان اسلامي امارت

۶/۶/۱۴۳۶ هــ ق

۶/۱/۱۳۹۴هـ ش ــ 2015/3/26م


Leave a Reply !



Leave a Reply !