27-03-2015 دحوثیانو په ضد دعرب ائتلاف عملیات په دوهمه ورځ هم ادامه لري، نن دیمن په بېلابېلو سیموکي دحوثيانو مهم مرکزونه ویشتل شوي او لسګونه کسان وژل شوي دي. دسعودي عربستان په مشرۍ دعرب ائتلاف الوتکو نن په صنعا کي دولسمشرۍ ماڼۍ، دصنعا په جنوب کي دوسلو زيرمي او په مارب کي دهوايي دفاع دمیزائلومرکز ویشتلي دي. دروئيټر خبري اژانس ویلي، چي په مارب کي درادار اسټيشن له منځه وړل شوی او په دغه ولایت کي دحوثیانو مهم مرکز بمبار شوی دی. دیمن په جنوب دضالع په مریس سیمه کي دیمن دپخواني ولسمشر عبدالله صالح دوسله والو ملېشو اړوند دصدرین مرکز هم بمبار شوی دی. دیمن په پلازمینه کي دځانګړو ځواکونو مرکز، چي اوس حوثیان پکي میشت دي او دصباحه پوځي مرکز بمبار شوی دی. راپورونه وايي، چي په حدیدة ولایت کي دصلیپ په بندګاه کي دحوثیانو دهوايي دفاع مرکز ویشتل شوی دی. په تعز ولایت کي عیني شاهدانو ویلي، چي دیاد ولایت په ختیځ کي دطارق پوځي اډه بمبار شوې ده، دغه مرکز ته دوه ورځي وړاندي حوثیانو الوتکي اووسلې لېږدولې وې. دالعند، استقبال او المجد پوځي مرکزونه هم بمباري شوي دي. په وروستیو راپورونو کي ویل شوي، چي په ټول یمن کي دحوثیانو مرکزونه تر بمبار لاندي دي. دعاصفة الحزم دعملیاتو ویاند تیره شپه وویل، چي دحوثیانو په ضد به دسعودي په مشرۍ دلسو هیوادونو عملیات تر هغو روان وي، چي تر څو خپلو اهدافو ته رسیږو. له بله پلوه راپورونه وايي، چي دیمن په بیضاء، ضالع او نورو سیمو کي دحوثیانو او قبائلو ترمنځ سختي جګړې رواني دي. دعرب ائتلاف دبمباري له امله حوثیان دپخوا په څېر مقاومت نشي کولای او دقبائلو چي دانصارالشریعة دډلي ملاتړ ورسره دی تر سختو بریدونو لاندي دي. داسي راپورونه هم ورکړل شوي، چي دعرب ائتلاف دبمباري له امله دحوثیانو او عبدالله صالح دملېشو ترمنځ اختلافات را ټوکېدلي دي، ویل کیږي، چي دواړه لوري یو بل په خیانت تورنوي. په یوه تازه راپور کي وویل شول، چي په عدن کي دیوه کمين په ترڅ کي ۲۱ حوثیان وژل شوي دي. احمدظريف
دحوثیانو په ضد دعرب ائتلاف عملیات په دوهمه ورځ هم ادامه لري، نن دیمن په بېلابېلو سیموکي دحوثيانو مهم مرکزونه ویشتل شوي او لسګونه کسان وژل شوي دي.
دسعودي عربستان په مشرۍ دعرب ائتلاف الوتکو نن په صنعا کي دولسمشرۍ ماڼۍ، دصنعا په جنوب کي دوسلو زيرمي او په مارب کي دهوايي دفاع دمیزائلومرکز ویشتلي دي.
دروئيټر خبري اژانس ویلي، چي په مارب کي درادار اسټيشن له منځه وړل شوی او په دغه ولایت کي دحوثیانو مهم مرکز بمبار شوی دی.
دیمن په جنوب دضالع په مریس سیمه کي دیمن دپخواني ولسمشر عبدالله صالح دوسله والو ملېشو اړوند دصدرین مرکز هم بمبار شوی دی.
دیمن په پلازمینه کي دځانګړو ځواکونو مرکز، چي اوس حوثیان پکي میشت دي او دصباحه پوځي مرکز بمبار شوی دی.
راپورونه وايي، چي په حدیدة ولایت کي دصلیپ په بندګاه کي دحوثیانو دهوايي دفاع مرکز ویشتل شوی دی.
په تعز ولایت کي عیني شاهدانو ویلي، چي دیاد ولایت په ختیځ کي دطارق پوځي اډه بمبار شوې ده، دغه مرکز ته دوه ورځي وړاندي حوثیانو الوتکي اووسلې لېږدولې وې.
دالعند، استقبال او المجد پوځي مرکزونه هم بمباري شوي دي.
په وروستیو راپورونو کي ویل شوي، چي په ټول یمن کي دحوثیانو مرکزونه تر بمبار لاندي دي.
دعاصفة الحزم دعملیاتو ویاند تیره شپه وویل، چي دحوثیانو په ضد به دسعودي په مشرۍ دلسو هیوادونو عملیات تر هغو روان وي، چي تر څو خپلو اهدافو ته رسیږو.
له بله پلوه راپورونه وايي، چي دیمن په بیضاء، ضالع او نورو سیمو کي دحوثیانو او قبائلو ترمنځ سختي جګړې رواني دي.
دعرب ائتلاف دبمباري له امله حوثیان دپخوا په څېر مقاومت نشي کولای او دقبائلو چي دانصارالشریعة دډلي ملاتړ ورسره دی تر سختو بریدونو لاندي دي.
داسي راپورونه هم ورکړل شوي، چي دعرب ائتلاف دبمباري له امله دحوثیانو او عبدالله صالح دملېشو ترمنځ اختلافات را ټوکېدلي دي، ویل کیږي، چي دواړه لوري یو بل په خیانت تورنوي.
په یوه تازه راپور کي وویل شول، چي په عدن کي دیوه کمين په ترڅ کي ۲۱ حوثیان وژل شوي دي.
احمدظريف
04-07-2015
03-07-2015
02-07-2015
01-07-2015
24-06-2015
روژه اوانرژې دانرژۍ ولاسته راوړلولپاره وغذاته اړتیاشته، هغه […]
قریب ته صدقه ورکول افضل دی اوکه مجاهدته ؟ پوښتنه: یوتن وایې […]
الاستفتاء رقم ۲۱۱۸ محترم مفتي صاحب ! زموږ قبله ګاه صاحب دشوګر بیمار […]
را ټولونکی : حماس افغان دويمه لويه ګناه قتل ( وژنه ) خداى جل جلاله […]