26-09-2016 سيد احسان الله الهام ژوند پرېږدو خو حقه لاره نه پرېږدو زندګي د مرګ له ډاره نه پرېږدو چي تر څو د خدای په در منلي نه یو ستا لمن نبي سرداره نه پرېږدو ته هم اوسه را سره د مرګ ترپولې مینې موږ دي هم تر داره نه پرېږدو دا عادت له پرګنو دی راته پاته دا غلیم چي په قراره نه پرېږدو که څه هم تا مو رګوکي ځای خپل کړی بې شړلو دي مکاره نه پرېږدو خدای دي دومره تاوان د ذکر راته راکړي چي ځان خوب ته تر سهاره نه پرېږدو حماسي اشعاره لیکه راته الهامه ! په دعاوو کي دي یاره نه پرېږدو 2016/09/03 پکتیا ګردېز
سيد احسان الله الهام
06-10-2016
02-10-2016
26-09-2016
18-08-2016
16-08-2016
03-10-2016
01-10-2016
27-09-2016
19-09-2016
بسم الله الرحمن الرحیم دمحرم میاشت یوه عظیمه دقدراواحترام میاشت […]
علامه ابن قیم الجوزی رحمة الله علیه د رانجو د استعمال د ګټو په هکله […]
لیکنه: نورالله خان احمدزی د قرآن کريم د فضيلت په اړه چې قرآن او حديث […]
الحمد لله والصلاة والسلام علی رسول الله وبعد: د شاه شجاع چوکۍ ته د […]