26-09-2016 بهار مستغفر ته! خوږ یې او ښه خوږ یې چي مینه دي خوږه لګي ټول ښــــــــکلي در ځار شه پر بل چا مي کله زړه لګي ستا د وصل لاره کې اغزیو نه هم خــــــــــــوند اخلم دومره وي پاسته لکه ګـــــــــــــلونه چي پر پښه لګي چاته چي جــــــانانه! ستا د مـــیني نوم ورپوري شي هغه په همــــــــځولو کې کټ مټ لکه ډېـــــــوه لګي څه خبره نه ده که تور مــــــــخو ته مجرم ښـــــکارم دوی ته د گلــــــفام دوی ته د مــــــــینې پته څه لګي څه به کړي ګـــلاب ریحان چي ستا لاس نیوی ونکړي شات ورته غوټ مات شي چي کوم ځای کي دي نامه لګي وغوړیږي وځلیږي ویښ یې کړي رنګــــــــــین (بهار) کوم یو تږي ګـــــــل باندي چي ستا نــــظر وږمه لګي دوشنبه ۲۵ / ۱۲ / ۱۴۳۷ هـــ ق د هجرت دیار
بهار مستغفر
ته! خوږ یې او ښه خوږ یې چي مینه دي خوږه لګي
ټول ښــــــــکلي در ځار شه پر بل چا مي کله زړه لګي
ستا د وصل لاره کې اغزیو نه هم خــــــــــــوند اخلم
دومره وي پاسته لکه ګـــــــــــــلونه چي پر پښه لګي
چاته چي جــــــانانه! ستا د مـــیني نوم ورپوري شي
هغه په همــــــــځولو کې کټ مټ لکه ډېـــــــوه لګي
څه خبره نه ده که تور مــــــــخو ته مجرم ښـــــکارم
دوی ته د گلــــــفام دوی ته د مــــــــینې پته څه لګي
څه به کړي ګـــلاب ریحان چي ستا لاس نیوی ونکړي
شات ورته غوټ مات شي چي کوم ځای کي دي نامه لګي
وغوړیږي وځلیږي ویښ یې کړي رنګــــــــــین (بهار)
کوم یو تږي ګـــــــل باندي چي ستا نــــظر وږمه لګي
دوشنبه ۲۵ / ۱۲ / ۱۴۳۷ هـــ ق د هجرت دیار
06-10-2016
02-10-2016
26-09-2016
18-08-2016
16-08-2016
03-10-2016
01-10-2016
27-09-2016
19-09-2016
بسم الله الرحمن الرحیم دمحرم میاشت یوه عظیمه دقدراواحترام میاشت […]
علامه ابن قیم الجوزی رحمة الله علیه د رانجو د استعمال د ګټو په هکله […]
لیکنه: نورالله خان احمدزی د قرآن کريم د فضيلت په اړه چې قرآن او حديث […]
الحمد لله والصلاة والسلام علی رسول الله وبعد: د شاه شجاع چوکۍ ته د […]