10-10-2016 د اسلامي امارت قهرمان مجاهدین د الله تعالی په ځانګړي نصرت او د خپل مجاهد ولس په هر اړخیزه همکارۍ وتوانیدل چي هلمند کي د ګڼو فتوحاتو وروسته مرکز لښکرګاه ته ننوځي، دښمن له لښکرګاه څخه د تیښتي په حال کي دی او مجاهدین شیبه په شیبه مخ په وړاندي روان دي. تېره ورځ هلمند کي د کابل رژیم په اصطلاح والي حیات الله حیات له بي بي سي سره په مرکه کي وویل چي: د مجاهدینو د پرمختګ مخه یې ډب کړې او ډیر ژر به ټول هلمند کي مجاهدینو ته ماته ورکړي. همداراز پخواني کمونیست جګړه مار جنرال جبار وویل چي: مجاهدین به د لښکرګاه په لوري یو ګام هم مخته ورنشي او آن له موسی کلا به یې هم وباسي، خو د جنرال جبار او والي حیات له لویو لویو خبرو وروسته اتلو مجاهدینو د لښکرګاه ښار په مربوطاتو کي ډیر پرمختګ وکړ او دښمن یې له ډیرو سیمو څخه وشاړه. د اسلامي امارت له لوري د هلمند والي ملا عبدالمنان صاحب له الاماره سره مرکه کي دښمن ته پیغام ورکړ چي په ناوه، خانشین، نادعلي، مارجه او …..کي یې د مجاهدینو د پرمختګ مخه ونشوای نیولای، نو لښکرګاه کي یې هم نشي نیولای، ښار دي پریږدي، خلګو او عام المنفعه تاسیساتو ته دي زیان نه رسوي. همدارنګه ملا عبدالمنان د کابل رژیم پر وسله والو ږغ وکړ چي مجاهدینو ته تسلیم شي، ځان له دینوي او اخروي زیان څخه وژغوري، کوم کسان چي تسلیم شي مجاهدین ژمن دي چي حفاظت به یې کوي او تر خپلو کورنیو پوري به یې رسوي. د هلمند د لوی ولایت په ۹۸ سلنه باندي د اسلامي امارت د امن او شریعت سپین بیرغ رپیږي، خلګ ارام او هوساه ژوند کوي، ادارې او اخلاقي فساد نابود شوی، مدارس او مکاتب فعال دي، عام المنفعه بنسټونه ساتل شوي او په مفتوحه سیمو کې تجارت او زراعت په ښه حالت کي دی. اولس هیله من دي چي ټول هلمند د یرغلګرو او د هغوی د ګوډاګیانو له ناپاک وجود څخه پاک شي، د ظلم، فساد او فسق لمن ټوله شي او په دې شهیدپاله سیمه باندې یو ځل بیا د شرعي نظام پلوشې خپرې شي. مجاهدین متعهد دي چي د خپلو هیوادوالو د سر، مال، عزت او حیثیت ساتنه وکړي، خلګو ته د ښه ژوند امکانات برابر کړي او د دښمن له تجاوز، ظلم او وحشت څخه دیني ارزښتونه او ملي منافع د خپلو سرونو په بیه وژغوري. دښمن نور باید په اصطلاح د پروتي لغتې ونه وهي، جګړه یې بایللې ده، د هلمند په ټولو استقاموتونو کي یې کلک شکست خوړلی، مورال یې په صفر کي ضرب شوی، د اردو، پولیسو، کمانډو او اربکیانو وسله وال یې په تیښته دي او اتل مجاهدین ګام په ګام د پرمختګ په حالت کې دي.
د اسلامي امارت قهرمان مجاهدین د الله تعالی په ځانګړي نصرت او د خپل مجاهد ولس په هر اړخیزه همکارۍ وتوانیدل چي هلمند کي د ګڼو فتوحاتو وروسته مرکز لښکرګاه ته ننوځي، دښمن له لښکرګاه څخه د تیښتي په حال کي دی او مجاهدین شیبه په شیبه مخ په وړاندي روان دي.
تېره ورځ هلمند کي د کابل رژیم په اصطلاح والي حیات الله حیات له بي بي سي سره په مرکه کي وویل چي: د مجاهدینو د پرمختګ مخه یې ډب کړې او ډیر ژر به ټول هلمند کي مجاهدینو ته ماته ورکړي.
همداراز پخواني کمونیست جګړه مار جنرال جبار وویل چي: مجاهدین به د لښکرګاه په لوري یو ګام هم مخته ورنشي او آن له موسی کلا به یې هم وباسي، خو د جنرال جبار او والي حیات له لویو لویو خبرو وروسته اتلو مجاهدینو د لښکرګاه ښار په مربوطاتو کي ډیر پرمختګ وکړ او دښمن یې له ډیرو سیمو څخه وشاړه.
د اسلامي امارت له لوري د هلمند والي ملا عبدالمنان صاحب له الاماره سره مرکه کي دښمن ته پیغام ورکړ چي په ناوه، خانشین، نادعلي، مارجه او …..کي یې د مجاهدینو د پرمختګ مخه ونشوای نیولای، نو لښکرګاه کي یې هم نشي نیولای، ښار دي پریږدي، خلګو او عام المنفعه تاسیساتو ته دي زیان نه رسوي.
همدارنګه ملا عبدالمنان د کابل رژیم پر وسله والو ږغ وکړ چي مجاهدینو ته تسلیم شي، ځان له دینوي او اخروي زیان څخه وژغوري، کوم کسان چي تسلیم شي مجاهدین ژمن دي چي حفاظت به یې کوي او تر خپلو کورنیو پوري به یې رسوي.
د هلمند د لوی ولایت په ۹۸ سلنه باندي د اسلامي امارت د امن او شریعت سپین بیرغ رپیږي، خلګ ارام او هوساه ژوند کوي، ادارې او اخلاقي فساد نابود شوی، مدارس او مکاتب فعال دي، عام المنفعه بنسټونه ساتل شوي او په مفتوحه سیمو کې تجارت او زراعت په ښه حالت کي دی.
اولس هیله من دي چي ټول هلمند د یرغلګرو او د هغوی د ګوډاګیانو له ناپاک وجود څخه پاک شي، د ظلم، فساد او فسق لمن ټوله شي او په دې شهیدپاله سیمه باندې یو ځل بیا د شرعي نظام پلوشې خپرې شي.
مجاهدین متعهد دي چي د خپلو هیوادوالو د سر، مال، عزت او حیثیت ساتنه وکړي، خلګو ته د ښه ژوند امکانات برابر کړي او د دښمن له تجاوز، ظلم او وحشت څخه دیني ارزښتونه او ملي منافع د خپلو سرونو په بیه وژغوري.
دښمن نور باید په اصطلاح د پروتي لغتې ونه وهي، جګړه یې بایللې ده، د هلمند په ټولو استقاموتونو کي یې کلک شکست خوړلی، مورال یې په صفر کي ضرب شوی، د اردو، پولیسو، کمانډو او اربکیانو وسله وال یې په تیښته دي او اتل مجاهدین ګام په ګام د پرمختګ په حالت کې دي.
13-10-2016
11-10-2016
10-10-2016
09-10-2016
06-10-2016
03-10-2016
02-10-2016
01-10-2016
27-09-2016
ماشومان دلوی خدای ج له لوري له نعمت سره سره یو امانت هم ده . نوځکه په […]
م \ اعظم صدیقي دصله رحمي ګټې اوزیانونه : ډیرې مودې راباندي انتظارکي […]
دعاشوراء دورځي مسايل : مسله : دعاشورا دورځي مسله چي کوم فضایل راغلي […]
ليکنه: عزام افغان د اسلامي تاریخ له لحاظه دکال لومړۍ میاشتي ته […]