Home / اعلامیه ،تبصره،مرکه، / د کابل بلواکې ادارې د فیفټي مشر ګډې وډې!
د کابل بلواکې ادارې د فیفټي مشر ګډې وډې!

د کابل بلواکې ادارې د فیفټي مشر ګډې وډې!


د تېرې دوشنبې په ورځ ۱۹۳۵ / ۲ / ۶ د کابل بلواکې ادارې فیفټي مشر په اصطلاح خپلې ملي شوری ته د خپلو غیر نورمالو حرکاتو په بدرګه یوه زړه او تاریخ تېره وینا وکړه، وینا د ۱۳۹۵ / ۱ / ۳۱ پېښې په اړه چې د ادارې په یو مهم استخباراتي مرکز تر سره شوې وه را څرخېده، که څه هم وینا ټولو ته معلومه ده چې له ګډو وډو پرته نور داسې څه نه پکې تر سترګو کېدل. چې په ارزونه او شننه دې و ارزي، خو بیا هم یو دوه ټکو ته یې اشاره ډېره بې ګټه نه ده:
لومړی: هغه څوک چې له ماشتوبه تر بوډاتوبه یې خپل ټول ژوند له ولس او هېواد څخه لیرې د پردي کلتور او بیګانه باور په غېږ کې کړی وي، پردیو لاسونو روزلی او پاللی وي، ځان د افغان غیرتي او مجاهد ولس غمخوار او رېښتینی استازی ګڼي، او مجاهدین د پردیو اجیران بولي چې له زانګو تر قبره له خپل ولس سره پاتې شوي، د ولس په غمونو او دردونو کې را لوی شوي، د ولس د ارزښتونو او باورونو د ساتلو او ژغورلو لپاره شپه او ورځ د سرونو او وینو قربانۍ کوي، ټول پوهېږي چې غوا توره پۍ یې سپینې دي.
دوهم: د وینا بل ټکی دا و چې کابل اداره به له دې وروسته مجاهدین وژني، مظلوم او لاس تړلي زندانیان به تر تېغ تېروي، تریخ او سپک چلن به ور سره کوي، تر څو په دې توګه دوی او بهرني همکاران یې ( یرغلګر ) په امن او امان کې پاتې شي.
دا خبره تر ټولو خنداوره ده، لکه دا پنځه لس کاله چې په افغان مجاهد ولس ړندې بمبارۍ نه وي شوې! زندانونو ته نه وي اچول شوی، هجرتونو ته نه وي اړ ایستل شوی، په کورونو یې د شپې له خوا چاپې نه وي وهل شوې! او…
ښاغلی فیفټي مشر څه فکر کوي چې په تېرو پنځه لسو کلونو کې د ده د بهرنیو همکارانو! ظلمونو او وحشتونو د افغان مسلمان ولس د غیرت ولولې او دخپلواکۍ غوښتنې مستې څپې کرارې کړې، او که یې لا را پارولې او سرشارې کړې دي!؟ د سلیم عقل او منطق پرېکړه دا ده چې په تېر کې چې وحشت او ظلم څه نتیجه ور کړې، په راتلونکي کې به هم همغه پایله ور کړي. او دا هم باید له پامه ونه غورځول شي چې ظلم عکس العمل هم لري.
د افغانستان د اوسني کړکېچن وضعیت حل په ظلم او وحشت سره نه، بلکې د افغان مجاهد ولس د غوښتنو په منلو، او د بنسټيزو ستونزو په درک او په حل لارو یې په غور کولو او عمل کولو سره کېدی شي او بس.


Leave a Reply !



//