04-10-2016 کندز له یوه کال وروسته تیره ورځ یوځل بیا د مجاهدینو د فتحې قدمونه ښکل کړل او په مرکزي چوک يې ماسپښين مهال د اسلامي امارت سپين کلمه داره سپيڅلی بیرغ ورپيدو، تیر کال دغه شپې ښار د مجاهدینو په ولکه کي وو، مجاهدینو د ۲۰۱۵ کال د سپتمبر میاشتي په ۲۸ نېټه د یوې بې سارې فتحې په ترڅ کي وکولای شوای، چي د کندز ښار په بشپړه توګه ونیسي او د دوو او نیو لپاره ښار په ولکه کي وساتي، چي وروسته يې د ملکي تلفاتو د مخنیوي له امله د ښار له مرکزي سیمو شاتګ وکړ او لا هم د ښار په څنډو کي پاته شول. تیره ورځ مجاهدینو د کندز د فتحې لومړۍ کليزه د دغه ښار د بیا فتحې په ترسره کولو ولمانځله، سهار وختي شاوخوا څلور بجې يې له څلورو لوریو په ښار بریدونه پيل کړل او تر ماسپښين پوري یې د کندز په مزکزي چوک او نورو سیمو ولکه وکړه، مورال بايللو ګوډاګيو عسکر و یوځل بیا د تيښتي لاره خپله کړه، چارواکي او د رژیم مامورین ټول یا تر کابل پوري ورسېدل او یا يې د کندز په هوايي ډګر کي پناه واخيستله او د کندز اوسیدونکو طالبانو ته یوځل بیا لبيک ووایو او د ښار په ځینو برخو کې خلک د طالبانو د ليدلو لپاره راوووتل اود مجاهدینو په فتحي او ورتګ يې خوښۍ وښودلې. یوشمېر محدود ګوډاګیان په ولایت مقام، امنیه قومندانۍ او بالاحصار کي کلابند دي، چي نن ټوله ورځ جګړه پرې روانه وه او ډیری دفاعي پوستې يې له منځه تللې دي، چي ډیر ژر به انشاء الله دغه درې ځایونه هم فتحه شي او نور ټول ښار د مجاهدینو په ولکه کي دی. د اګست په وروستیو کي هغه مهال چي مجاهدینو یوځل د کندز ښار په مرکزي سیمو او د خان اباد او چهاردرې ولسوالیو په مرکزونو بریدونه پيل کړل او ورسره د دغه ولایت د ولایتي شورا ۱۵ غړي او ځیني نور چارواکي کابل ته وتښتیدل، د دغه ولایت د رژیم والي په متکبرانه ډول وویل، چي طالبان نور د کندز ښار نشي نیولای او هر چارواکی چي له ښار څخه ووځي، دنده به ترې واخيستل شي او ښار ته به یې را پرېنږدي، خو تیره ورځ هم کندز یوځل بیا طالبانو ونیو او هم خپله والي له نورو چارواکو مخکې له ښاره په تېښته ووت. د کندز د رژیم والي ته د خپلو عسکرو ضعف او کمزوري معلوميدله، چي نیمه ورځ هم مقاومت نشي کولای، نو ښايي هغه به دغه خبره د ناټو د قومندان نيکولسن په تقلید کړې وې، هغه څه موده وړاندې وویل، چي نور طالبان کوم ښار نشي نيولای او اجازه به ورنه کړي، چي هغوی کوم ښار ونیسي، خو نيکولسن کېدلی شي د طالبانو د ځواک په اړه غلط اټکل او یا يې تجاهل کړی وي او یا يې غوښتل په دغو خبرو سره خپلو ګوډاګیانو ته ډاډ ورکړي، خو تیره ورځ به هغه ته د طالبانو د ځواک صحيح اټکل شوی وي او په دې به پوه شوی وي، چي په میداني حقائقو سترګې پټول او تشې لاپي شاپي ويشتل هيڅکله مورال بايللو عسکرو ته د ډاډ او د جګړې په لیکو د مثبت تاثير غورځولو سبب نشي ګرځېدلی. دغه ډنډورې له اشرف غني را نيولي بیا د د فاع، کورنیو او ملي امنیت تر درواغجنو ویاندویانوپوري ټولو وهلې، هغوی خپلې ټولې هيلې د ناټو د غوڅ ملاتړ تر ماموریت پورې تړلې وې، ځکه د خپلو عسکرو د مقاومت قوت خو هغوی ته څرګند و، لیکن اوس د ناټوله مامویت څخه نهيلي شوي وي او په دې به پوه شوي وي، چي ناټود شاوخوا یونیم لک پوځیانو په لرلو سره د طالبانود پرمختګ مخه ونه نیوله، نو په دا ۱۳ نیم زره پوځیانو به یې څنګه ونیسي. د کندز د استراتيژيک ښار فتحه د تیر کال په څېر سږ کال د مجاهدینو تر ټولو ستره سوبه ده، خو سږ کال د تیر په نسبت په لنډه موده کي دغه مهم بندري او سرحدي ښار فحته شو، ايله په نیمه ورځ کي د اسلامي امارت فاتحین د کندز مرکزي چوک ته ورسېدل او د ښار مهمې سیمي یې ونیولې، دا ځل مجاهدین له بشپړې تجربې سره ښار ته داخل شول، ځکه هغوی له تیر څخه ډیر څه زه کړي وو، نوځکه جګړه په ډیر منظم ډول پيل او روانه ده، په عمومي اوضاع کي له تیر کال څخه یو بل توپير دادی، چي سږ کال د کندز تر فتحې وړاندې مجاهدینو د هلمند او اروزګان مرکزونه سخت کلابند کړل او د دغو دوو ښارونو یوشمېر سيمي یې تر ولکې لاندې راوستلې او د فراه او بغلان په مرکزونو برسېره مجاهدین د یوشمېر ولایتونو مرکزونو ته نژدې شوي دي، چي دې لا له وړاندې دښمن وارخطا کړی دی او د کندز له فتحې سره یوځای مجاهدینو په بغلان کي د کندز لاره وتړله اود دغه ولایت په مرکز پلخمري يې بریدونه پيل کړل، چي د ښار ځیني سيمي يې ونیولې او د نور پرمختګ په حال کي دي، په دې برسېره د هلمند په ټولو ساحو او د لښکرګاه په څنډو کي سخته جګړه روانه ده او د ناوې او خانشین په ولسوالیو برسېره ګڼ شمېر سیمي مجاهدینو فتحه کړې، اروزګان هم د فتحو په ډګر بدل شوی او مجاهدين پکې د پرمختګ په حال کي دي. د ګڼو ولایتونو په مرکزونو هم مهاله بریدونه د طالبانو یو بريالی جګړييز پلان دی او دا چاره به د ګوډاګي رژيم زور سره وویشي او و به نشي کړای، چي په څو ساحو کي په يوه وخت کي جګړه په مخ بوزي، کله چي د دښمن قوت په ډیرو ساحو کي سره وويشل شي او کمزوری شي، نو مجاهدین به وکولای شي، چي په يادو او د هیواد په نورو سیمو کي د فتحو لړۍ پسې ګړندۍ کړي. د کندز فتحه له ځان سره یو واضح پيغام لري: مجاهدینو ته یې پيغام دادی، چي په ډیرو لږ وسائلو د داسي مهم ښار په نیمه ورځ کي فتحه کول دا یوازي او یوازي د الله تعالی نصرت دی، نو باید الله تعالی ته نوره رجوع هم وکړای شي او یوازي په الله تعالی توکل وشي، عسکرو ته یې پيغام دادی، چي د دومره ډیرو وسائلو په لرلو او د بهرنیو اشغالګرو په ملاتړ برسېره په هر ډګر او په ځانګړې توګه په کندز کي ستاسو ماته دا ثابتوي، چي تاسو د شیطان په ملاتړ د الله تعالی له لښکر سره په جګړه کي یاست، چي هیڅ مادي قوت او د شمېر زیاتوالی به درته ګټه ونه رسوي او تاسو د اشغال په ملاتړ د خپل ولس په ضد جنګ کوئ، نو باید نور د غلامۍ طوق له غاړې وکاږئ او د اشغال د ملاتړ په ځای د اشغال په ضد و دريږئ، د کندز فتحه نړیوالو اشغالګرو ته دا پيغام لري، چي له خپلو ګوډاګیانو سره ستاسو د ۱۵ کلونو مرستو او دلته ستاسو پرېمانه مصارفو هيڅ ګټه نه ده درته رسولې، ځکه ګوډاګیان مو نشي کولای ستاسو ګټې خوندي کړي، همداراز دغې فتحې وښودله، چي د بهرنیانو شتون د مجاهدینو د له منځه تللو سبب نشي ګرځېدلی، نه هم د هغوی د واک ساحې ور کمولی شي او دا فتحه له دې پيغام سره مله ده، چي یوه ورځ به مجاهدین ستاسو په اډو داسي در ننوځي، لکه نن چي په کندز ښار ور ننوتل، نو تاسو دا جګړه نشي ګټلای او نه خپل هدف ته رسېدلی شئ، نو ځکه باید زموږ هیواد را خوشی کړئ او اشغال پای ته ورسوئ. یوځل بیا: د کندز فتحه مو مبارک شه موسی مهاجر
کندز له یوه کال وروسته تیره ورځ یوځل بیا د مجاهدینو د فتحې قدمونه ښکل کړل او په مرکزي چوک يې ماسپښين مهال د اسلامي امارت سپين کلمه داره سپيڅلی بیرغ ورپيدو، تیر کال دغه شپې ښار د مجاهدینو په ولکه کي وو، مجاهدینو د ۲۰۱۵ کال د سپتمبر میاشتي په ۲۸ نېټه د یوې بې سارې فتحې په ترڅ کي وکولای شوای، چي د کندز ښار په بشپړه توګه ونیسي او د دوو او نیو لپاره ښار په ولکه کي وساتي، چي وروسته يې د ملکي تلفاتو د مخنیوي له امله د ښار له مرکزي سیمو شاتګ وکړ او لا هم د ښار په څنډو کي پاته شول.
تیره ورځ مجاهدینو د کندز د فتحې لومړۍ کليزه د دغه ښار د بیا فتحې په ترسره کولو ولمانځله، سهار وختي شاوخوا څلور بجې يې له څلورو لوریو په ښار بریدونه پيل کړل او تر ماسپښين پوري یې د کندز په مزکزي چوک او نورو سیمو ولکه وکړه، مورال بايللو ګوډاګيو عسکر و یوځل بیا د تيښتي لاره خپله کړه، چارواکي او د رژیم مامورین ټول یا تر کابل پوري ورسېدل او یا يې د کندز په هوايي ډګر کي پناه واخيستله او د کندز اوسیدونکو طالبانو ته یوځل بیا لبيک ووایو او د ښار په ځینو برخو کې خلک د طالبانو د ليدلو لپاره راوووتل اود مجاهدینو په فتحي او ورتګ يې خوښۍ وښودلې.
یوشمېر محدود ګوډاګیان په ولایت مقام، امنیه قومندانۍ او بالاحصار کي کلابند دي، چي نن ټوله ورځ جګړه پرې روانه وه او ډیری دفاعي پوستې يې له منځه تللې دي، چي ډیر ژر به انشاء الله دغه درې ځایونه هم فتحه شي او نور ټول ښار د مجاهدینو په ولکه کي دی.
د اګست په وروستیو کي هغه مهال چي مجاهدینو یوځل د کندز ښار په مرکزي سیمو او د خان اباد او چهاردرې ولسوالیو په مرکزونو بریدونه پيل کړل او ورسره د دغه ولایت د ولایتي شورا ۱۵ غړي او ځیني نور چارواکي کابل ته وتښتیدل، د دغه ولایت د رژیم والي په متکبرانه ډول وویل، چي طالبان نور د کندز ښار نشي نیولای او هر چارواکی چي له ښار څخه ووځي، دنده به ترې واخيستل شي او ښار ته به یې را پرېنږدي، خو تیره ورځ هم کندز یوځل بیا طالبانو ونیو او هم خپله والي له نورو چارواکو مخکې له ښاره په تېښته ووت.
د کندز د رژیم والي ته د خپلو عسکرو ضعف او کمزوري معلوميدله، چي نیمه ورځ هم مقاومت نشي کولای، نو ښايي هغه به دغه خبره د ناټو د قومندان نيکولسن په تقلید کړې وې، هغه څه موده وړاندې وویل، چي نور طالبان کوم ښار نشي نيولای او اجازه به ورنه کړي، چي هغوی کوم ښار ونیسي، خو نيکولسن کېدلی شي د طالبانو د ځواک په اړه غلط اټکل او یا يې تجاهل کړی وي او یا يې غوښتل په دغو خبرو سره خپلو ګوډاګیانو ته ډاډ ورکړي، خو تیره ورځ به هغه ته د طالبانو د ځواک صحيح اټکل شوی وي او په دې به پوه شوی وي، چي په میداني حقائقو سترګې پټول او تشې لاپي شاپي ويشتل هيڅکله مورال بايللو عسکرو ته د ډاډ او د جګړې په لیکو د مثبت تاثير غورځولو سبب نشي ګرځېدلی.
دغه ډنډورې له اشرف غني را نيولي بیا د د فاع، کورنیو او ملي امنیت تر درواغجنو ویاندویانوپوري ټولو وهلې، هغوی خپلې ټولې هيلې د ناټو د غوڅ ملاتړ تر ماموریت پورې تړلې وې، ځکه د خپلو عسکرو د مقاومت قوت خو هغوی ته څرګند و، لیکن اوس د ناټوله مامویت څخه نهيلي شوي وي او په دې به پوه شوي وي، چي ناټود شاوخوا یونیم لک پوځیانو په لرلو سره د طالبانود پرمختګ مخه ونه نیوله، نو په دا ۱۳ نیم زره پوځیانو به یې څنګه ونیسي.
د کندز د استراتيژيک ښار فتحه د تیر کال په څېر سږ کال د مجاهدینو تر ټولو ستره سوبه ده، خو سږ کال د تیر په نسبت په لنډه موده کي دغه مهم بندري او سرحدي ښار فحته شو، ايله په نیمه ورځ کي د اسلامي امارت فاتحین د کندز مرکزي چوک ته ورسېدل او د ښار مهمې سیمي یې ونیولې، دا ځل مجاهدین له بشپړې تجربې سره ښار ته داخل شول، ځکه هغوی له تیر څخه ډیر څه زه کړي وو، نوځکه جګړه په ډیر منظم ډول پيل او روانه ده، په عمومي اوضاع کي له تیر کال څخه یو بل توپير دادی، چي سږ کال د کندز تر فتحې وړاندې مجاهدینو د هلمند او اروزګان مرکزونه سخت کلابند کړل او د دغو دوو ښارونو یوشمېر سيمي یې تر ولکې لاندې راوستلې او د فراه او بغلان په مرکزونو برسېره مجاهدین د یوشمېر ولایتونو مرکزونو ته نژدې شوي دي، چي دې لا له وړاندې دښمن وارخطا کړی دی او د کندز له فتحې سره یوځای مجاهدینو په بغلان کي د کندز لاره وتړله اود دغه ولایت په مرکز پلخمري يې بریدونه پيل کړل، چي د ښار ځیني سيمي يې ونیولې او د نور پرمختګ په حال کي دي، په دې برسېره د هلمند په ټولو ساحو او د لښکرګاه په څنډو کي سخته جګړه روانه ده او د ناوې او خانشین په ولسوالیو برسېره ګڼ شمېر سیمي مجاهدینو فتحه کړې، اروزګان هم د فتحو په ډګر بدل شوی او مجاهدين پکې د پرمختګ په حال کي دي.
د ګڼو ولایتونو په مرکزونو هم مهاله بریدونه د طالبانو یو بريالی جګړييز پلان دی او دا چاره به د ګوډاګي رژيم زور سره وویشي او و به نشي کړای، چي په څو ساحو کي په يوه وخت کي جګړه په مخ بوزي، کله چي د دښمن قوت په ډیرو ساحو کي سره وويشل شي او کمزوری شي، نو مجاهدین به وکولای شي، چي په يادو او د هیواد په نورو سیمو کي د فتحو لړۍ پسې ګړندۍ کړي.
د کندز فتحه له ځان سره یو واضح پيغام لري: مجاهدینو ته یې پيغام دادی، چي په ډیرو لږ وسائلو د داسي مهم ښار په نیمه ورځ کي فتحه کول دا یوازي او یوازي د الله تعالی نصرت دی، نو باید الله تعالی ته نوره رجوع هم وکړای شي او یوازي په الله تعالی توکل وشي، عسکرو ته یې پيغام دادی، چي د دومره ډیرو وسائلو په لرلو او د بهرنیو اشغالګرو په ملاتړ برسېره په هر ډګر او په ځانګړې توګه په کندز کي ستاسو ماته دا ثابتوي، چي تاسو د شیطان په ملاتړ د الله تعالی له لښکر سره په جګړه کي یاست، چي هیڅ مادي قوت او د شمېر زیاتوالی به درته ګټه ونه رسوي او تاسو د اشغال په ملاتړ د خپل ولس په ضد جنګ کوئ، نو باید نور د غلامۍ طوق له غاړې وکاږئ او د اشغال د ملاتړ په ځای د اشغال په ضد و دريږئ، د کندز فتحه نړیوالو اشغالګرو ته دا پيغام لري، چي له خپلو ګوډاګیانو سره ستاسو د ۱۵ کلونو مرستو او دلته ستاسو پرېمانه مصارفو هيڅ ګټه نه ده درته رسولې، ځکه ګوډاګیان مو نشي کولای ستاسو ګټې خوندي کړي، همداراز دغې فتحې وښودله، چي د بهرنیانو شتون د مجاهدینو د له منځه تللو سبب نشي ګرځېدلی، نه هم د هغوی د واک ساحې ور کمولی شي او دا فتحه له دې پيغام سره مله ده، چي یوه ورځ به مجاهدین ستاسو په اډو داسي در ننوځي، لکه نن چي په کندز ښار ور ننوتل، نو تاسو دا جګړه نشي ګټلای او نه خپل هدف ته رسېدلی شئ، نو ځکه باید زموږ هیواد را خوشی کړئ او اشغال پای ته ورسوئ.
یوځل بیا: د کندز فتحه مو مبارک شه
موسی مهاجر
13-10-2016
11-10-2016
10-10-2016
09-10-2016
06-10-2016
03-10-2016
02-10-2016
01-10-2016
27-09-2016
ماشومان دلوی خدای ج له لوري له نعمت سره سره یو امانت هم ده . نوځکه په […]
م \ اعظم صدیقي دصله رحمي ګټې اوزیانونه : ډیرې مودې راباندي انتظارکي […]
دعاشوراء دورځي مسايل : مسله : دعاشورا دورځي مسله چي کوم فضایل راغلي […]
ليکنه: عزام افغان د اسلامي تاریخ له لحاظه دکال لومړۍ میاشتي ته […]