10-09-2016 حَدَّثَنَا مَحْمُودُ بْنُ غَيْلاَنَ حَدَّثَنَا أَبُو دَاوُدَ أَخْبَرَنَا شُعْبَةُ قَالَ كَتَبَ بِهِ إِلَىَّ مَنْصُورٌ وَقَرَأْتُهُ عَلَيْهِ سَمِعَ أَبَا عُثْمَانَ مَوْلَى الْمُغِيرَةِ بْنِ شُعْبَةَ عَنْ أَبِى هُرَيْرَةَ قَالَ سَمِعْتُ أَبَا الْقَاسِمِ -صلى الله عليه وسلم- يَقُولُ « لاَ تُنْزَعُ الرَّحْمَةُ إِلاَّ مِنْ شَقِىٍّ ». ژباړه: له حضرت ابوهريره رضی الله عنه څخه روایت شوی، چي ماله ابوالقاسم صلی الله عليه وسلم څخه واورېدل، چي ویل یې: له رحمت او نرمي څخه یوازي بدبخت انسان بې برخي وي. توضيح اوتشريح: لاَ تُنْزَعُ الرَّحْمَةُ إِلاَّ مِنْ شَقِىٍّ : يعنی د بدبخت انسان له زړه څخه رحمت خيژي. علامه طيبی رحمه الله وايي: ددې لامل دادی، چي په مخلوق کي رحمت د زړه نرمي ده او د زړه نرمښت د ایمان نښه ده، د چاپه زړه کي چي نرمي نه وي، د هغه په زړه کي ايمان نه وي او د چاپه زړه کي چي ايمان نه وي، هغه بدبخت دی، څرګنده شوه، د چا له زړه څخه چي نرمي اورحمت ختم شي، هغه بدخت وي. الله تعالی فرمايي: فَأَمَّا الَّذِينَ شَقُواْ فَفِي النَّارِ. ژباړه: کوم کسان چي بدبخته دي، هغوی به په اور کي وي. يعنی د بدبختو کسانو ځای دوزخ دی او له زړه څخه د رحمت ختمېدل د بدبختۍ لامل او نښه ده، نو د مسلمان لپاره اړینه ده، چي د الله تعالی له مخلوق سره نرمي او په هغوی رحمت وکړي. نبی عليه السلام فرمايي: حَدَّثَنَا ابْنُ أَبِى عُمَرَ حَدَّثَنَا سُفْيَانُ عَنْ عَمْرِو بْنِ دِينَارٍ عَنْ أَبِى قَابُوسَ عَنْ عَبْدِ اللَّهِ بْنِ عَمْرٍو قَالَ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- « الرَّاحِمُونَ يَرْحَمُهُمُ الرَّحْمَنُ ارْحَمُوا مَنْ فِى الأَرْضِ يَرْحَمْكُمْ مَنْ فِى السَّمَاءِ الرَّحِمُ شُجْنَةٌ مِنَ الرَّحْمَنِ فَمَنْ وَصَلَهَا وَصَلَهُ اللَّهُ وَمَنْ قَطَعَهَا قَطَعَهُ اللَّهُ ». ژباړه: له حضرت عبدالله بن عمرو رضی الله عنه څخه روایت شوی، چي نبی علیه السلام وویل: په رحمت کونکو رحمن ( د ډيري مهربانۍ څښتن) رحم کوي، تاسو د ځمکي په کسانو رحم وکړئ، په تاسو به د آسمان څښتن رحم وکړي. رحم له رحمن څخه مشتق دی، چاچي رحم يعنی خپلوي وپالـله، الله تعالی به په هغه خپل رحمت وکړي او چا چي رحم يعنی خپلوي غوڅه کړه، الله تعالی به یې له خپل رحمت څخه لري کړي. توضيح اوتشريح: « الرَّاحِمُونَ يَرْحَمُهُمُ الرَّحْمَنُ» په رحم کونکو ډیرمهربانه ذات (الله تعالی)رحم کوي، يعنی څوک، چي د ځمکي له اوسيدونکو انسانانو، حيوانانو، څارويو، مرغانو او ټولو څیزونوسره نرمي، په هغوی شفقت او ورسره غوره چال چلندکوي، الله تعالی چي ډیرمهربان ذات دی په هغه به رحم وکړي، يعنی دا سړی به په خپلو لورونواوانعاماتو ونازوي. په ټولومخلوقاتو رحم کول: ارْحَمُوا مَنْ فِى الأَرْضِ يَرْحَمْكُمْ مَنْ فِى السَّمَاءِ: تاسو د ځمکي په اوسيدونکو رحم وکړئ په تاسو به د آسمان څښتن رحم وکړي، څنګه چي د آسمان او ځمکي په منځ کي توپیر شته، همداسي د آسمان د څښتن رحم او کرم هم د بندګانو له رحم اوکرم څخه زښت زيات اوپراخ دی، دلته یې هم د«مَنْ فِى الأَرْضِ» په ویلوسره د عموم توری استعمال کړ، علامه ابن بطال رحمه الله وايي: ددې عام توري مقصد دادی، چي بايد د مخلوقاتو په ټولو ډولونو رحم وکړل شي، ځکه د من فی الارض اطلاق په نيک او بد انسان، په حيواناتو، مرغانو او داسي نورو څیزونوکيږي،که څه هم د«من» توری په ذوی العقولو (دعقل په څښتنانو)کي کاريږي، خومطلب ورڅخه يوازي ذوی العقول(انسانان)نه، بلکه غیر ذوی العقول لکه حيوانات، څاروي، مرغان او داسي نور دي، په دې ځای کي د ذوی العقولو په غیر ذوی العقولو د تغليب لپاره د «من» توری کارول شوی، ځکه په ځمکه کي له اوسیدونکو انسانانو، حيوانانو، مرغانو او ټولو څیزونو سره په نرمي او په هغوی د شفقت په کولو سره الله تعالی خوښيږي او داسي بنده په خپلو احساناتو او انعاماتونازوي. يَرْحَمْكُمْ مَنْ فِى السَّمَاءِ: د يرحمکم صيغه له دې امله مجزومه ده، چي په ځواب د امر کي واقع شوي، يعنی په تاسو به هغه ذات رحم وکړي، چي په آسمان کي دی. د الله تعالی وجود ځای او مکان ته اړتيا نه لري: د «من فی السماء» څخه مقصد الله تعالی دی، خو ددې مطلب دانه دی، چي آسمان د الله تعالی لپاره ظرف او مکان دی، بلکې مقصد یې دادی، څنګه چي آسمان لوړ دی، له همدې امله «من فی السماء» د الله تعالی له لوړشان څخه کنايي ده، ځکه الله تعالی خو له ځای او پلو څخه پاک دی، ددې لپاره، چي الله تعالی خالق او قديم دی او مکان او ځای خو مخلوق او حادث (نوپیدا) دي اوهغه مهال چي الله تعالی مکان نه و پیداکړی، په هغه وخت کي هم الله تعالی موجود و، نو ثابته شوه، چي د الله تعالی د وجود لپاره مکان ته اړتیا نشته، بلکې الله تعالی له مکان څخه پاک او منزه دی، يا له «من فی السماء» څخه مراد ملائکي دي، يعنی هغه ملائکي چي په آسمانونو کي اوسيږي، په دې اعتبار د حدیث مطلب دا شو، چي ته د ځمکي په مخلوق رحم وکړه، د آسمان مخلوق يعنی د الله تعالی ملائکي به په تا رحم وکړي او د ملائکو د رحم کولو مطلب دادی، چي هغوی د داسي بنده لپاره د رحمت او بښني دعا غواړي، لکه څنګه چي په آيت کریمه کي راغلي: الَّذِينَ يَحْمِلُونَ الْعَرْشَ وَمَنْ حَوْلَهُ يُسَبِّحُونَ بِحَمْدِ رَبِّهِمْ وَيُؤْمِنُونَ بِهِ وَيَسْتَغْفِرُونَ لِلَّذِينَ آمَنُوا رَبَّنَا وَسِعْتَ كُلَّ شَيْءٍ رَّحْمَةً وَعِلْمًا فَاغْفِرْ لِلَّذِينَ تَابُوا وَاتَّبَعُوا سَبِيلَكَ وَقِهِمْ عَذَابَ الْجَحِيمِ. ژباړه: هغه ملائکي چي عرش یې اخیستی او هغه ملائکي چي د عرش چار چاپيره دي، هغوی د خپل رب تسبیح او حمد وايي، په خپل رب يې ایمان راوړی او د هغو خلکو لپاره بښنه غواړي، چي ایمان یې راوړی وي او وايي، چي اې ربه! هر څیز ته ستا علم او رحمت پراخ دی، هغو کسانو ته بښنه وکړه، چي توبه باسي او ستا د دین په لاره روان وي او هغوی د دوزخ له عذابه وژغوره. الرحم شجنة من الرحمن: شجنة په اصل کي د وني هغو ريښو او يا خاښونو ته وايي، چي په يوه او بل کي ننوتلي او يو شوي وي، همداراز له یوه او بل سره ګډ او ټينګ شوي وي، معنا یې داشوه: رحم یو داسي قرابت دی، چي مختلف خاښونه یې يو له بل سره پيوسته شوي وي اويوپه بل کي داسي ننوتلي وي، چي له ډیر زيار او تکليف څخه پرته يو له بل څخه نه بيليږي، لکه فطرتاًچي الله تعالی په هغوکي پيوستون ايښی وي اوماتول نه قبلوي. من الرحمن: یعنی ددې قرابت نوم (رحم) د رحمن له نوم څخه را اخيستل شوی دی يعنی ددې دواړو نومونو د اشتقاق ماده سره يوه ده، په دې سره د رحم اړيکه له رحمن سره راغله، ځکه رحم او رحمن دواړه له رحمت څخه را اخيستل شوي دي، له همدې امله څوک چي رحم یعنی خپلوي شلوي الله تعالی به یې له خپل رحمت څخه لری کړي، ځکه یې په آخر کې ویلي: «فمن وصلهاوصله الله ومن قطعهاقطعه الله»، که چاخپلوي (رحم) سره ونښلوله الله تعالی به خپل رحمت پرې وکړي او چا چي خپلوي وشلوله، نو الله تعالی به یې له خپل رحمت څخه لري کړي. ژباړن: موسی مهاجر
حَدَّثَنَا مَحْمُودُ بْنُ غَيْلاَنَ حَدَّثَنَا أَبُو دَاوُدَ أَخْبَرَنَا شُعْبَةُ قَالَ كَتَبَ بِهِ إِلَىَّ مَنْصُورٌ وَقَرَأْتُهُ عَلَيْهِ سَمِعَ أَبَا عُثْمَانَ مَوْلَى الْمُغِيرَةِ بْنِ شُعْبَةَ عَنْ أَبِى هُرَيْرَةَ قَالَ سَمِعْتُ أَبَا الْقَاسِمِ -صلى الله عليه وسلم- يَقُولُ « لاَ تُنْزَعُ الرَّحْمَةُ إِلاَّ مِنْ شَقِىٍّ ».
ژباړه: له حضرت ابوهريره رضی الله عنه څخه روایت شوی، چي ماله ابوالقاسم صلی الله عليه وسلم څخه واورېدل، چي ویل یې: له رحمت او نرمي څخه یوازي بدبخت انسان بې برخي وي.
توضيح اوتشريح:
لاَ تُنْزَعُ الرَّحْمَةُ إِلاَّ مِنْ شَقِىٍّ : يعنی د بدبخت انسان له زړه څخه رحمت خيژي.
علامه طيبی رحمه الله وايي: ددې لامل دادی، چي په مخلوق کي رحمت د زړه نرمي ده او د زړه نرمښت د ایمان نښه ده، د چاپه زړه کي چي نرمي نه وي، د هغه په زړه کي ايمان نه وي او د چاپه زړه کي چي ايمان نه وي، هغه بدبخت دی، څرګنده شوه، د چا له زړه څخه چي نرمي اورحمت ختم شي، هغه بدخت وي.
الله تعالی فرمايي: فَأَمَّا الَّذِينَ شَقُواْ فَفِي النَّارِ.
ژباړه: کوم کسان چي بدبخته دي، هغوی به په اور کي وي.
يعنی د بدبختو کسانو ځای دوزخ دی او له زړه څخه د رحمت ختمېدل د بدبختۍ لامل او نښه ده، نو د مسلمان لپاره اړینه ده، چي د الله تعالی له مخلوق سره نرمي او په هغوی رحمت وکړي.
نبی عليه السلام فرمايي:
حَدَّثَنَا ابْنُ أَبِى عُمَرَ حَدَّثَنَا سُفْيَانُ عَنْ عَمْرِو بْنِ دِينَارٍ عَنْ أَبِى قَابُوسَ عَنْ عَبْدِ اللَّهِ بْنِ عَمْرٍو قَالَ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- « الرَّاحِمُونَ يَرْحَمُهُمُ الرَّحْمَنُ ارْحَمُوا مَنْ فِى الأَرْضِ يَرْحَمْكُمْ مَنْ فِى السَّمَاءِ الرَّحِمُ شُجْنَةٌ مِنَ الرَّحْمَنِ فَمَنْ وَصَلَهَا وَصَلَهُ اللَّهُ وَمَنْ قَطَعَهَا قَطَعَهُ اللَّهُ ».
ژباړه: له حضرت عبدالله بن عمرو رضی الله عنه څخه روایت شوی، چي نبی علیه السلام وویل: په رحمت کونکو رحمن ( د ډيري مهربانۍ څښتن) رحم کوي، تاسو د ځمکي په کسانو رحم وکړئ، په تاسو به د آسمان څښتن رحم وکړي.
رحم له رحمن څخه مشتق دی، چاچي رحم يعنی خپلوي وپالـله، الله تعالی به په هغه خپل رحمت وکړي او چا چي رحم يعنی خپلوي غوڅه کړه، الله تعالی به یې له خپل رحمت څخه لري کړي.
« الرَّاحِمُونَ يَرْحَمُهُمُ الرَّحْمَنُ» په رحم کونکو ډیرمهربانه ذات (الله تعالی)رحم کوي، يعنی څوک، چي د ځمکي له اوسيدونکو انسانانو، حيوانانو، څارويو، مرغانو او ټولو څیزونوسره نرمي، په هغوی شفقت او ورسره غوره چال چلندکوي، الله تعالی چي ډیرمهربان ذات دی په هغه به رحم وکړي، يعنی دا سړی به په خپلو لورونواوانعاماتو ونازوي.
په ټولومخلوقاتو رحم کول:
ارْحَمُوا مَنْ فِى الأَرْضِ يَرْحَمْكُمْ مَنْ فِى السَّمَاءِ: تاسو د ځمکي په اوسيدونکو رحم وکړئ په تاسو به د آسمان څښتن رحم وکړي، څنګه چي د آسمان او ځمکي په منځ کي توپیر شته، همداسي د آسمان د څښتن رحم او کرم هم د بندګانو له رحم اوکرم څخه زښت زيات اوپراخ دی، دلته یې هم د«مَنْ فِى الأَرْضِ» په ویلوسره د عموم توری استعمال کړ، علامه ابن بطال رحمه الله وايي: ددې عام توري مقصد دادی، چي بايد د مخلوقاتو په ټولو ډولونو رحم وکړل شي، ځکه د من فی الارض اطلاق په نيک او بد انسان، په حيواناتو، مرغانو او داسي نورو څیزونوکيږي،که څه هم د«من» توری په ذوی العقولو (دعقل په څښتنانو)کي کاريږي، خومطلب ورڅخه يوازي ذوی العقول(انسانان)نه، بلکه غیر ذوی العقول لکه حيوانات، څاروي، مرغان او داسي نور دي، په دې ځای کي د ذوی العقولو په غیر ذوی العقولو د تغليب لپاره د «من» توری کارول شوی، ځکه په ځمکه کي له اوسیدونکو انسانانو، حيوانانو، مرغانو او ټولو څیزونو سره په نرمي او په هغوی د شفقت په کولو سره الله تعالی خوښيږي او داسي بنده په خپلو احساناتو او انعاماتونازوي.
يَرْحَمْكُمْ مَنْ فِى السَّمَاءِ: د يرحمکم صيغه له دې امله مجزومه ده، چي په ځواب د امر کي واقع شوي، يعنی په تاسو به هغه ذات رحم وکړي، چي په آسمان کي دی.
د الله تعالی وجود ځای او مکان ته اړتيا نه لري:
د «من فی السماء» څخه مقصد الله تعالی دی، خو ددې مطلب دانه دی، چي آسمان د الله تعالی لپاره ظرف او مکان دی، بلکې مقصد یې دادی، څنګه چي آسمان لوړ دی، له همدې امله «من فی السماء» د الله تعالی له لوړشان څخه کنايي ده، ځکه الله تعالی خو له ځای او پلو څخه پاک دی، ددې لپاره، چي الله تعالی خالق او قديم دی او مکان او ځای خو مخلوق او حادث (نوپیدا) دي اوهغه مهال چي الله تعالی مکان نه و پیداکړی، په هغه وخت کي هم الله تعالی موجود و، نو ثابته شوه، چي د الله تعالی د وجود لپاره مکان ته اړتیا نشته، بلکې الله تعالی له مکان څخه پاک او منزه دی، يا له «من فی السماء» څخه مراد ملائکي دي، يعنی هغه ملائکي چي په آسمانونو کي اوسيږي، په دې اعتبار د حدیث مطلب دا شو، چي ته د ځمکي په مخلوق رحم وکړه، د آسمان مخلوق يعنی د الله تعالی ملائکي به په تا رحم وکړي او د ملائکو د رحم کولو مطلب دادی، چي هغوی د داسي بنده لپاره د رحمت او بښني دعا غواړي، لکه څنګه چي په آيت کریمه کي راغلي:
الَّذِينَ يَحْمِلُونَ الْعَرْشَ وَمَنْ حَوْلَهُ يُسَبِّحُونَ بِحَمْدِ رَبِّهِمْ وَيُؤْمِنُونَ بِهِ وَيَسْتَغْفِرُونَ لِلَّذِينَ آمَنُوا رَبَّنَا وَسِعْتَ كُلَّ شَيْءٍ رَّحْمَةً وَعِلْمًا فَاغْفِرْ لِلَّذِينَ تَابُوا وَاتَّبَعُوا سَبِيلَكَ وَقِهِمْ عَذَابَ الْجَحِيمِ.
ژباړه: هغه ملائکي چي عرش یې اخیستی او هغه ملائکي چي د عرش چار چاپيره دي، هغوی د خپل رب تسبیح او حمد وايي، په خپل رب يې ایمان راوړی او د هغو خلکو لپاره بښنه غواړي، چي ایمان یې راوړی وي او وايي، چي اې ربه! هر څیز ته ستا علم او رحمت پراخ دی، هغو کسانو ته بښنه وکړه، چي توبه باسي او ستا د دین په لاره روان وي او هغوی د دوزخ له عذابه وژغوره.
الرحم شجنة من الرحمن: شجنة په اصل کي د وني هغو ريښو او يا خاښونو ته وايي، چي په يوه او بل کي ننوتلي او يو شوي وي، همداراز له یوه او بل سره ګډ او ټينګ شوي وي، معنا یې داشوه: رحم یو داسي قرابت دی، چي مختلف خاښونه یې يو له بل سره پيوسته شوي وي اويوپه بل کي داسي ننوتلي وي، چي له ډیر زيار او تکليف څخه پرته يو له بل څخه نه بيليږي، لکه فطرتاًچي الله تعالی په هغوکي پيوستون ايښی وي اوماتول نه قبلوي.
من الرحمن: یعنی ددې قرابت نوم (رحم) د رحمن له نوم څخه را اخيستل شوی دی يعنی ددې دواړو نومونو د اشتقاق ماده سره يوه ده، په دې سره د رحم اړيکه له رحمن سره راغله، ځکه رحم او رحمن دواړه له رحمت څخه را اخيستل شوي دي، له همدې امله څوک چي رحم یعنی خپلوي شلوي الله تعالی به یې له خپل رحمت څخه لری کړي، ځکه یې په آخر کې ویلي: «فمن وصلهاوصله الله ومن قطعهاقطعه الله»، که چاخپلوي (رحم) سره ونښلوله الله تعالی به خپل رحمت پرې وکړي او چا چي خپلوي وشلوله، نو الله تعالی به یې له خپل رحمت څخه لري کړي.
ژباړن: موسی مهاجر
04-10-2016
02-10-2016
29-09-2016
24-09-2016
21-09-2016
12-09-2016
06-10-2016
03-10-2016
01-10-2016
27-09-2016
19-09-2016
بسم الله الرحمن الرحیم دمحرم میاشت یوه عظیمه دقدراواحترام میاشت […]
علامه ابن قیم الجوزی رحمة الله علیه د رانجو د استعمال د ګټو په هکله […]
لیکنه: نورالله خان احمدزی د قرآن کريم د فضيلت په اړه چې قرآن او حديث […]
الحمد لله والصلاة والسلام علی رسول الله وبعد: د شاه شجاع چوکۍ ته د […]