Home / بیلابیلي لیکني / د لوی اختر په ورځ د رسول الله صلی الله علیه وسلم او صحابه کرامو تعامل

د لوی اختر په ورځ د رسول الله صلی الله علیه وسلم او صحابه کرامو تعامل


لیکنه: عزام افغان
الله تعالی دمسلمانانو لپاره دوې دخوښۍ ورځي مشروع کړي دي او هره وځ یې تر یو ستر عبادت وروسته راځي ، کوچنی اختر چې له غوره عبادت اوداسلام له څلورم رکن روژې وروسته راځي او لوی اختر چې داسلام له پنځم مبین رکن اوستر عبادت حج وروسته راځي . دا دوې ورځي الله تعالی دمسلمانانو لپاره هغه دوې ورځي ګرځولي دي چې دنړۍ په هرګوټ کې یې ټول مسلمانان په هم غږې توګه په خورا خوښۍ سره لمانځي .

رسول الله صلی الله علیه وسلم هم همدغه ورځي لمانځلي او دمسلمانانو لپاره یې ګو یو تمثیلي شکل وړاندي کړی دي . راځئ وګورو چې په دغو ورځي کې رسول الله صلی الله علیه وسلم او صحابه کراموکوم اعمال تر سره کړي دي ،ترڅو د هغوی لاره تعقیب کړو اوپرپله یې پل کښېږدو . دارنګه به مو دخوښۍ دغه مبارکي ورځي هم لمانځلي وي او درسول الله صلی الله علیه وسلم او صحابه کرامو پرسنت به مو هم عملی کړی وي .
په اخترونو کې تکبیرات ویل سنت دي چې دعرفات دورځي دسهار له لمانځه وروسته پیل کيږي او دتشریق د ورځو یعني دذوالحجې ددیارلسمي ورځي دمازدیګر ترلمانځه پوري لوستل کیږي . نارینه به یې پرلاره،په کورونو اوپه مسجدکې په هسک غږ اومېرمني به یې په ټيټ غږ لولي . امام بیهقي په صحیح سند سره له عبدالله ابن عباس رضی الله تعالی عنهما څخه روایت کوي چې هغه رضي الله تعالی به داسي تکبیرات لوستل :”الله اکبر ، الله اکبر ، لااله الاالله والله اکبر،الله اکبر ولله الحمد”.
رسول الله صلی الله علیه وسلم به داخترونو په ورځ هغه جامې اغوستلې چې دده مبارک په جامو کې به تر ټولو غوره او اعلی وې . زینت به یې اختیاراوه ، خوشبویي به يې وهله ، روغن به یې استعمالول او داختر په ورځ به د نورو ورځو په پرتله زیات ښکلی ښکارېدی اوخوشبو به ترې ولاړېده . حضرت عبدالله ابن عمر رضی الله تعالی عنه به داخترونو په ورځ غسل کاوه او حضرت عبدالله ابن عمر ترټولو صحابه کرامو زیات پر سنت عمل کوونکی ؤ . رسول الله صلی الله علیه وسلم به دلوی اختر په ورځ له قربانۍ څخه وړاندي هیڅ هم نه خوړل .[رواه احمد والترمذي وصححه الباني] .

داخترونو دورځو له سنتوڅخه یو مبارکي ورکول دي ،صحابه کرام چې به کله داختر په ورځ سره مخ شول نو یوبل ته به یې مبارکي ورکول او ویل به یې :تقبل الله منا ومنکم .
د رسول الله صلی الله علیه وسلم له مبارکو سنتونو څخه یو دادی چې داخترونو په ورځ به عیدګاه ته تلی ، مګر دا نه دي وارد شوي چې عیدګاه به یې په مسجد کې کول ،لکه څنګه چې ابوسعید خدري رضي الله تعالی عنه فرمایي چې :”کان الرسول صلی الله علیه وسلم یخرج یوم الفطر والاضحی الی المصلی [رواه البخاري] سنت طریقه داده چې سړی عیدګاه ته پلی ولاړشي ،حضرت ابن عمر رضی الله تعالی عنه فرمایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم به عیدګاه ته پلی تلی اوبیرته به پلی راستنېدی، کله چې راستنیږي نو له هغي پرته پر بله لاره دي راستون شي پرکومه چې تللی ؤ ، ځکه حضرت جابر رضي الله تعالی عنه فرمایي “کان رسول الله صلی الله علیه وسلم اذاکان یو م العید خالف الطریق [رواه البخاري] البته ښځي به د فتنو په دې دور کې عیدګاه ته نه ځي ،علماء کرامو یې په ننني عصر کې عیدګاه ته تلل مکروه تحریمي ګڼلي دي .
رسول الله صلی الله علیه وسلم به له خطبې وړاندي داختر دوه رکعته لمونځ خلګوته ور کړ ،په لومړي رکعت کې به یې سورة الاعلی اوپه دوهم رکعت کې به یې سورة الغاشیة ویل . بیا به یې خطبه وویل . اوددې خطبې اورېدل واجب دي .
له لمانځه او خطبې څخه له فراغت وروسته به رسول الله صلی الله علیه وسلم قرباني ذبحه کړه.


Leave a Reply !



//