24-09-2016 لیکنه : عزام افغان اسلام یو داسي مبین اوکامل دین دی چې دانسانیت هرڅه ښېګڼي پکښي رانغښتي دي ،دژوندپر ټولو چارو محتوي او ددنیا او آخرت ښېرازۍ پکښي شته، دانسان هر نوع حقوق په بشپړه توګه پکښي مراعت شوي دي ، دانسان خوڅه چې ددې مبارک دین تر چتر لاندي حیوانان هم له خپلو ټولوحقونو څخه برخمن دي . ترکومه چې مسلمانانو ددین پر رسۍ منګولي خښي کړي وي ،الهي اوامر پر ځای کوي اوله منهیاتوڅخه ځان ژغوري ، نو دنړۍ کوم طاقت او زبرځواک یې پروړاندي دمقابلې توان نشي لرلی . په سابقه قرنونو کې ددې خبري ښې بیلګي لیدل کیږي چې مسلمانانو پر نړۍ حکومتونه کول اوتر پېړیو پیړیو پوري یې خپل حکومتونه فعال اوسمسور ساتلي ؤ کفارو سخت دذلت او رسوایی ژوند تېراوه او مسلمانانوته دلاس اچولو خوڅه ،چې په کاږه نظر دکتلو توان هم ترې سلب شوی ؤ . کفارو داخبره درک کړې ده چې ترڅو چې مسلمانان ددین پرمقتضیاتو عمل کوي ،دین داري اوسلام پالنه هم هغسي پکښي قوی وي اوپالي يې څنګه چې دشارع ترې تقاضا وي نو ذلت ،رسوایی،مغلوبیت اوله کړاوه ډک ژوند به تر ابده پوري زمونږ مقدر وي . همداخولامل دی چې داسلام اوسوچه مسلمانانوپرخلاف یې دنړۍ په هرګوټ کې دجګړو بازار ګرم کړی دی داکومي جغرافیایي اومادي جګړې نه دي لکه څنګه چې ځيني خلګ انګېري بلکي دکفر او اسلام جنګ دی ، دحق اوباطل جګړه ده ، داهرڅه اور داسلام دله منځه وړلو لپاره بل شوی دی چې یوازي هم هغه خلګ پکښي سوځي او دهغه چا تردره رسي څوک چې اسلام پالي او له الهي دین پرته بله تګلاره ورته دمنلو وړ نه وي . ددې خبري اعتراف خو کفار پخپله هم کوي اوبرالا دااعلان کوي لکه څنګه چې دپخواني جمهور رئیس مشاور جونسن وایي : “مونږ بایدې په دې پوه شو چې زمونږ او دعربو ترمنځ اختلافات ددولتونو او ولسونو ترمنځ اختلافات نه دي بلکي دا داسلامي نړۍاو مسیحي تمدن ترمنځ اختلافات دي .” دعربو قید دلته خاص دعربو سره خاص نه دی بلکي ټول هغه مسلمانان دصلیبي جګړو هدف اوقرباني ګرځي چاچې درښتینو عربو په څير سوچه اسلامي مفکوره خپله کړې وي . اسلام اوسوچه مسلمانان ! کېدلی شي ځيني خلګ پورتنی قید لغوه او یاهم بې فایدې وګڼي ،خوحقیقت داسي نه دی بلکي دخبري محور او مدار همداټکی دی چې کفر دهرډول اسلام او هرنوع مسلمانانو مخالفت نه کوي ،بلکي هغه اسلامي څېرې د دوی په سترګو کې خار دي کوم چې اسلامي قیافه ولري ،په نبوي سنتو پټ وي اوټولو شرعي اوامرو او نواهی ته معتقد اوددې ترڅنګ پرې عمل کوونکی هم وي . سیکولراسلام اوسیکولر مسلمانان هیڅ کله نه ددوی لپاره خنډ جوړېدای شي اونه یې کله دوی مخالفت کوي . له سېکولر ډوله مسلمانانوڅخه دوی خطر نه احساسوي ،بلکي سیکولر اسلام اومسلمانان دوی خپله غواړي . لکه څنګه چې د رانډ کارپوریشن داداري مجلس مشر او دامریکا پخواني وزیر دفاع “ډونالډ رامسفیلډ”وایی :”مونږ غواړو چې دمنځني ختیځ دهیوادونو اسلام باید داسي شي لکه دشرقي اروپا اسلام.” دشرقي اروپا اسلام ټولو ته څرګند دی چې څنګه او ترکومه الهی احکامات پکښي مراعات کیږي،اومسلمانان یې داسلام سره څومره مینه او دکفر سره څومره کرکه لري اوترکومه حده د الولاء والبراء ماده په نظر کې نیول کیږي . دشرقي اروپا اسلام هغه اسلام نه دی کوم چې الله تعالی او دهغه رسول غواړي بلکي دا دغربیانو له لوري جوړ کړل شوی اسلام اود هغوی دخوښي احکام پکښي تطبیقیږي . د ډونالډ رامسفیلډ دغه وینا زهرجنه او ژوره ده ،ځکه له دې څخه په ډاګه څرګندیږي چې کفار به خپل د وس اوتوان سره سم زمونږ په دین،مذهب،کلتور اوفرهنګ کې هم لاسوهنه کوي ،هغسي دین او رسم به راته انتخابوي څنګه چې دوی غواړي اوبیابه یې پر مسلمانانو ورتپي . اوداهیڅکله نه الله تعالی ته قبول دي او نه هم پر اینه تریخی لرونکي مسلمان ته دمنلووړ دي . کفار نه یوازي له اسلام څخه دمسلمانانولري کول غواړي بلکي دمسلمانانو کلتور،رسم،رواج ، اسلامي کلتور او عنعناتو ته هم غله دي . په مذهبي چاروکې دخل کوونکې دکفر ستره اداره رانډ کارپوریشن دا ادعاکوي چې :”له نړیوال فرهنګ څخه دمسلمانانو لیري والي دهغوی او نورو ترمنځ د کړکېچ زمینه برابره کړې ده .” ومو لیدل او وینو یې چې دغرب له لوري را الوتو هواوو له مسلمانانو څخه اسلامي اوشرعي لباس یووړ ،نبوي سنتونه یې پامال کړل او داسي یې خپل رواج شاته واچاوه چې که دغربیانو سره پر یوه سترخانه کښېنول شي نو توپير به یې مشکل وي چې ودي شي . او همداسي خلګ دکفر سره په دښمني پاللوکې ترټولو کمزوري او کم دي . یا خوبیخي شتون نه لري اوکه دګوتو په شمېر وي هم نو دعقیدې دکمزورۍ له امله پر”نه”شمار دي . باید پر دې پوه شو چې کفارهیڅکله زمونږ څخه نه راضي کیږي او ترهغه به موپښې وهي آن خپل دین ته مو واړوي او د اخروي هلاکت کندي ته مو ورټېل وهي . وَلَن تَرْضَى عَنكَ الْيَهُودُ وَلاَ النَّصَارَى حَتَّى تَتَّبِعَ مِلَّتَهُمْ او یهود ونصاری به کله هم له تاسي راضي نشي ترڅو چې تاسي دهغوی دین خپل نه کړئ
لیکنه : عزام افغان
اسلام یو داسي مبین اوکامل دین دی چې دانسانیت هرڅه ښېګڼي پکښي رانغښتي دي ،دژوندپر ټولو چارو محتوي او ددنیا او آخرت ښېرازۍ پکښي شته، دانسان هر نوع حقوق په بشپړه توګه پکښي مراعت شوي دي ، دانسان خوڅه چې ددې مبارک دین تر چتر لاندي حیوانان هم له خپلو ټولوحقونو څخه برخمن دي . ترکومه چې مسلمانانو ددین پر رسۍ منګولي خښي کړي وي ،الهي اوامر پر ځای کوي اوله منهیاتوڅخه ځان ژغوري ، نو دنړۍ کوم طاقت او زبرځواک یې پروړاندي دمقابلې توان نشي لرلی . په سابقه قرنونو کې ددې خبري ښې بیلګي لیدل کیږي چې مسلمانانو پر نړۍ حکومتونه کول اوتر پېړیو پیړیو پوري یې خپل حکومتونه فعال اوسمسور ساتلي ؤ کفارو سخت دذلت او رسوایی ژوند تېراوه او مسلمانانوته دلاس اچولو خوڅه ،چې په کاږه نظر دکتلو توان هم ترې سلب شوی ؤ .
کفارو داخبره درک کړې ده چې ترڅو چې مسلمانان ددین پرمقتضیاتو عمل کوي ،دین داري اوسلام پالنه هم هغسي پکښي قوی وي اوپالي يې څنګه چې دشارع ترې تقاضا وي نو ذلت ،رسوایی،مغلوبیت اوله کړاوه ډک ژوند به تر ابده پوري زمونږ مقدر وي . همداخولامل دی چې داسلام اوسوچه مسلمانانوپرخلاف یې دنړۍ په هرګوټ کې دجګړو بازار ګرم کړی دی داکومي جغرافیایي اومادي جګړې نه دي لکه څنګه چې ځيني خلګ انګېري بلکي دکفر او اسلام جنګ دی ، دحق اوباطل جګړه ده ، داهرڅه اور داسلام دله منځه وړلو لپاره بل شوی دی چې یوازي هم هغه خلګ پکښي سوځي او دهغه چا تردره رسي څوک چې اسلام پالي او له الهي دین پرته بله تګلاره ورته دمنلو وړ نه وي . ددې خبري اعتراف خو کفار پخپله هم کوي اوبرالا دااعلان کوي لکه څنګه چې دپخواني جمهور رئیس مشاور جونسن وایي :
“مونږ بایدې په دې پوه شو چې زمونږ او دعربو ترمنځ اختلافات ددولتونو او ولسونو ترمنځ اختلافات نه دي بلکي دا داسلامي نړۍاو مسیحي تمدن ترمنځ اختلافات دي .”
دعربو قید دلته خاص دعربو سره خاص نه دی بلکي ټول هغه مسلمانان دصلیبي جګړو هدف اوقرباني ګرځي چاچې درښتینو عربو په څير سوچه اسلامي مفکوره خپله کړې وي .
اسلام اوسوچه مسلمانان !
کېدلی شي ځيني خلګ پورتنی قید لغوه او یاهم بې فایدې وګڼي ،خوحقیقت داسي نه دی بلکي دخبري محور او مدار همداټکی دی چې کفر دهرډول اسلام او هرنوع مسلمانانو مخالفت نه کوي ،بلکي هغه اسلامي څېرې د دوی په سترګو کې خار دي کوم چې اسلامي قیافه ولري ،په نبوي سنتو پټ وي اوټولو شرعي اوامرو او نواهی ته معتقد اوددې ترڅنګ پرې عمل کوونکی هم وي . سیکولراسلام اوسیکولر مسلمانان هیڅ کله نه ددوی لپاره خنډ جوړېدای شي اونه یې کله دوی مخالفت کوي . له سېکولر ډوله مسلمانانوڅخه دوی خطر نه احساسوي ،بلکي سیکولر اسلام اومسلمانان دوی خپله غواړي . لکه څنګه چې د رانډ کارپوریشن داداري مجلس مشر او دامریکا پخواني وزیر دفاع “ډونالډ رامسفیلډ”وایی :”مونږ غواړو چې دمنځني ختیځ دهیوادونو اسلام باید داسي شي لکه دشرقي اروپا اسلام.”
دشرقي اروپا اسلام ټولو ته څرګند دی چې څنګه او ترکومه الهی احکامات پکښي مراعات کیږي،اومسلمانان یې داسلام سره څومره مینه او دکفر سره څومره کرکه لري اوترکومه حده د الولاء والبراء ماده په نظر کې نیول کیږي . دشرقي اروپا اسلام هغه اسلام نه دی کوم چې الله تعالی او دهغه رسول غواړي بلکي دا دغربیانو له لوري جوړ کړل شوی اسلام اود هغوی دخوښي احکام پکښي تطبیقیږي .
د ډونالډ رامسفیلډ دغه وینا زهرجنه او ژوره ده ،ځکه له دې څخه په ډاګه څرګندیږي چې کفار به خپل د وس اوتوان سره سم زمونږ په دین،مذهب،کلتور اوفرهنګ کې هم لاسوهنه کوي ،هغسي دین او رسم به راته انتخابوي څنګه چې دوی غواړي اوبیابه یې پر مسلمانانو ورتپي . اوداهیڅکله نه الله تعالی ته قبول دي او نه هم پر اینه تریخی لرونکي مسلمان ته دمنلووړ دي .
کفار نه یوازي له اسلام څخه دمسلمانانولري کول غواړي بلکي دمسلمانانو کلتور،رسم،رواج ، اسلامي کلتور او عنعناتو ته هم غله دي . په مذهبي چاروکې دخل کوونکې دکفر ستره اداره رانډ کارپوریشن دا ادعاکوي چې :”له نړیوال فرهنګ څخه دمسلمانانو لیري والي دهغوی او نورو ترمنځ د کړکېچ زمینه برابره کړې ده .” ومو لیدل او وینو یې چې دغرب له لوري را الوتو هواوو له مسلمانانو څخه اسلامي اوشرعي لباس یووړ ،نبوي سنتونه یې پامال کړل او داسي یې خپل رواج شاته واچاوه چې که دغربیانو سره پر یوه سترخانه کښېنول شي نو توپير به یې مشکل وي چې ودي شي . او همداسي خلګ دکفر سره په دښمني پاللوکې ترټولو کمزوري او کم دي . یا خوبیخي شتون نه لري اوکه دګوتو په شمېر وي هم نو دعقیدې دکمزورۍ له امله پر”نه”شمار دي .
باید پر دې پوه شو چې کفارهیڅکله زمونږ څخه نه راضي کیږي او ترهغه به موپښې وهي آن خپل دین ته مو واړوي او د اخروي هلاکت کندي ته مو ورټېل وهي .
وَلَن تَرْضَى عَنكَ الْيَهُودُ وَلاَ النَّصَارَى حَتَّى تَتَّبِعَ مِلَّتَهُمْ
او یهود ونصاری به کله هم له تاسي راضي نشي ترڅو چې تاسي دهغوی دین خپل نه کړئ
04-10-2016
02-10-2016
29-09-2016
21-09-2016
12-09-2016
10-09-2016
06-10-2016
03-10-2016
01-10-2016
27-09-2016
19-09-2016
بسم الله الرحمن الرحیم دمحرم میاشت یوه عظیمه دقدراواحترام میاشت […]
علامه ابن قیم الجوزی رحمة الله علیه د رانجو د استعمال د ګټو په هکله […]
لیکنه: نورالله خان احمدزی د قرآن کريم د فضيلت په اړه چې قرآن او حديث […]
الحمد لله والصلاة والسلام علی رسول الله وبعد: د شاه شجاع چوکۍ ته د […]