29-09-2016 حسن زوی پر حقایقواعتراف دحق منونکواوحق پالونکوخلکوکاردی اوله حقایقوانکار ښه لوی بد عادت دی ،دا بد عادت افرادو،کورنیو،قبیلو،او هېوادونو او نظامونو ته لوئ تاوانونه وراړوي او په حقایقو اعتراف کول خلک د لویو تاوانونو نه ساتي نو ددې لپاره چې له حقایقو مو انکار نه وي کړی موږ دا منو او پرې اعتراف کوو چې پدې مادي نړۍ کې بل یو داسی هېواد هم نشته چې په ټولو امورو کې د امریکا سره د برابروالي ادعا وکړی او یا ورنه ځان پورته وکڼی. د امریکا مادي وسایلو ته د هیچ چا مادي وسایل نشي رسېدای ډېر لویه ځمکه يې ډېر ستر او ښه زعی حاصلات ورکوي ، د نړۍ زیات بدای خلک همدلته دي ، صنعت او تجارت يې له هر چا وړاندې دی، کومې وسلې او جنګي وسایل يې چې په فابریکو کې جوړیږي او د نړۍ په ګڼو هېوادونو پلورل کېږي له دې لارې لاسته راتلونکی پيسې دومره زیاتې دي چې شاید د نړۍ دبل یو صادرونکي هېواد د صادراتو پيسې به ورته ونه رسېږي ؛ رښتیا داده چې اقتصاد يې ډېر پېاوړی دی . شوروي اتحاد ایله ۸ کاله په افغانستان کې جنګ جاري وساتلای شو او ۸ کلونه پس د شوروي اتحاد د اقتصاد هغه حالت و چې نه یواځې دا چې جنګ يې نور روان و نه شو ساتلای بلکې د خپل استعمار لاندې هېوادونه يې هم نور له ځان سره نه شو ساتلای نو هماغه و چې ټوټه ټوټه شو اوټول استعمارشوي هېوادونوترې آرادي واخستله خو امریکا چې د خپل تاریخ تر ټولو اوږد او د لوړو مصارفو جنګ کې د ۱۵ کلونو راهیسې اخته ده داسمه ده چې اقتصاد ته يې ډېر زیان وراوختی دی او د چین په څېرد هېوادونوهم په ملیاردونه ډالر پوروړی ده خو د ستراقتصادی بحران سره لا نده مخامخ نوځکه لاهم په ځان کې د جنګ روان ساتلو توان ویني ؛لاهم په نړۍ کې د شیطاني پلانونو او دسیسو په تطبیق په ملیاردونه ډالر لګوي او لا يې هم د خپلو غلامو هېوادونو سره د کلنیو مرستو لړۍ روانه ساتلې ده . موږ دا هم منو چې د امریکا فوځ یوخونخوار،بی رحمه او جنګ خوښونکی فوځ دی ځکه چې دا داروپانه دراغلوهغه قاتلینو،قابضینو،لوټمارانو او غلو اولاد دی چې دریډاندین په نوم دامریکا خپل اوسېدونکي یې وژلي دي اوپدې خاورې قابض شویدي ؛ نوپه دوئ کې د خپلو پلرونواو نیکونو نښې او آثار شته. امریکایان خپل همدې ستر او مادي او نظامي ځواک سخت مغرور کړیدي او د غرور تر څنګ دوئ د مادیاتو سخت حریصان هم دي. امریکایانو کې نورې ګڼې بد اخلاقئ هم شته خو دا دواړه یانې غرور اود مادیاتو حرص دوه داسی اخلاقي کمزوریانې دي چې د امریکا د ټولو ناسمو پریکړو او دناسمو پرېکړو په تنیجه کې د ټولو ناکامیو د اصل لامل په توګه يې یادولی شو . د دوهم نړیوال جنګ نه پس چې امریکا پر کوریا ، ویتنام ، ډومینکن،لبنان، ګریناډا،پانامه،عراق،صومالیه،هیټی، بوسنیا، کوسوو ، افغانستان او بیا په عراق حملې کړیدی ددې ټولویرغلونو هدف یواځې او یواځې پر ټولې نړۍ خپله باداري قائمول او دنړۍ پر وسایلو قبضه راوستل و. د افغان جهاد د کامیابۍ په تنیجه کې د نړۍ د یو قطبي کېدلو نه پس خو په امریکا بیخي سترګې پټې شوې نه ورته په نړۍ کې کوم طاقت د طاقت په نظر ښکارېدو، نه يې په چا کې د مقابلې توان لیدلو او نه يې په وهم او خیال کې دا راتله چې ګینې څوک به يې مقابلی ته د راتلو جرأت وکړي نوبې له دې چې د افغانانو تاریخ يې رامخې ته کړی وای، د دوئ د مزاج نه يې ځان خبر کړی اولږ تر لږه د انګریزانو او روسانو شرمېدلې ماتی يې رامخی ته کړی وای دلته د سوچه اسلامي او د امن نه ډک نظام د ړنګولو ؛دسیمې د زېرمو د قبضې او دسیمې د هېوادونو د سرکوبولو لپاره یې په ۲۰۰۱م کال کې پر افغانستان یرغل وکړ. امریکا د یادو شومو اهدافو د ترلاسه کولو لپاره د دائمې قبضې په موخه زمونږ پر ګران هېواد یرغل کړی و نو ځکه يې هيڅ قسمه مهال ویش نه و وړاندې کړی اونه يې داویل چې کله به له دې هېواد نه بېرته خپل فوځونه وباسي. خو کله چې طالبان د دوئ پر ضد د جنګ ډکر ته راووتل ؛جنګ ورو ورو په منظم کېدو او د امریکایانو تلفات مخ په زیاتېدو شول او په افغانستان کې شتو امریکایې او نورو بهرنو ځواکونو ته يې مقابله ناشونې شوه نو جارج ډبلیوبش په ۲۰۰۶م کې افغانستان ته اضافي فوځونه راواستول ، هغه مهال بارک اوباما سناتورو او د امریکا د دولت نه يې په شدت غوښتنه کوله چې د عراق نه دې خپله ټوله توجو د افغانستان جګړې ته راواړوي . هماغه و چې د ۲۰۰۸م کال په ولسمشریزو انتخاباتو کې د بریالیتوب سره سم اوباما په افغانستان کې د خپلو سرتېرو د زیاتولو اعلان وکړ خو چې دې اعلان د طالبانو په روحې هیڅ منفي اثر ونکړ او د عسکرو زیاتوالي د جګړې شدت راکم او نه هم د امریکایانو او نورو بهرنو ځواکونو په تلفاتو کې کموالی راغلو بلکې جګړه لاپسې توده او تلفات لاپسې زیات شول چې ورسره د امریکایانو له لورې د افغانستان ته د امریکايې فوځونو د راوستلو غوښتنې رامخې ته شوې نو د ډېرې سترې ناهیلۍ په عالم کې اوباما اعلان وکړ چې له ۲۰۱۱م کال وروسته به يې د فوځیانو د راویستلو پروګرام پیل شي. په ۲۰۱۴ م کې د اشرف غني او عبدالله د ګوډاکۍ ادارې رامنځته کېدو سره سم چې د امریکا او ناټو سره د امنیتي تړونونو په نوم د هېواد پلورنې سندونه لاسلیک شول نو امریکا بیا خپل پروګرام بدل کړ او اعلان يې وکړ چې د ۲۰۱۴م نه پس هم د امریکا ۹۸۰۰ او د ناټو۲۰۰۰ عسکر په افغانستان کې پاتې کېږی چې ۲۰۱۶ م کې به دا شمېر نیمايې ته راکوز شي. د طالبانو په لاس د کندز ښار د فتحې نه پس بیا امریکاخپله وړاندینۍ تګلاره بدله کړه او ويې ویل چې د ۲۰۱۶م تر پایه به افغانستان کې ۹۸۰۰ سرتېرې ساتی او د ۲۰۱۷ م کال په لومړۍ میاشت کې به بیا دغه شمېره ۵۵۰۰ ته راښکته کوي . اوس يې بیا اعلان وکړ چې د ۲۰۱۶ م کال تر پایه به په افغانستان کې ۹۸۰۰ نه بلکې ۸۴۰۰ عسکر وساتي ، تر څنګ يې د ۸۰۰ تازه دمو عسکرو د راوستولو اعلان هم کړیدی او هلمند کې د طالبانو د نویو سترو فتوحاتو د مخنیوي او خپلو ګوډاګیانو ته د نوې روحې ورکولو لپاره يې هلمند ته د دوئ په وینا۱۰۰ امریکايې عسکر رالېږلي هم دي . هغه امریکا چې دهمېشنۍ قبضې په موخه یې پرافغانستان یرغل وکړ اوس چې دخپلوفوځونو دویستلو اعلانونه کوي ؛ کله بېرته له خپلې ژمنې پشا کېږي اودخپلوفوځونودایسارولو خبره کوي ؛ کله خپل فوځونه راکموي ؛ کله بېرته له خپلې خبرې اوړي او وایې چې دفوځیانو دراکمولوپرېکړه یې بدله کړیده ؛ کله وایې دفوځیانوجګړه یزماموریت یې پای ته رسېدلی دی ؛ کله بېرته دجګړې ډګرته راستنېږي ؛ دامریکا داغیرثابت حالت ددې خبرې ډېرلوی دلیل دی چې دافغانستان په اړه دامریکا تګلاره ډېره متذبذبه ده . ډېرخلک لاهم ګومان کوي چې دافغانستان په اړه دامریکا تګلاره په کلکوبنسټونو ولاړه اوباثباته ده خوحقیقت دادی چې دطالب قوي اوستروګوزارونودامریکا ټول نظم دړی وړی کړیدی ؛ کله چې لږه دارام ساه واخلي وایې چې موږکال نورهم پاتې کېږو ،خوچې څومضبوط ګوزارونه وخوري اودطالبانو فتوحات مخ په زیاتېدوشي نوبیا دوتلوخبرې پیل کړي . دایواځې په افغانستان کې نده بلکې دامریکاټول تاریخ دهمدې خبرې ګواه دی ؛ په هرچایې چې یرغل کړیدی نوپه پیل کې ډېر منظم ښکاري خوچې بیا یې دکمزوروخلکوله لاسه ګوزارونه خوړلي نوټول نظم یې تباه اوډېرزر دبې نظمۍ اوخندا وړحالت سره یوځای تښتېدلي دي . پدې تازه ورځوکې چې دهېواد په ختیځ ، شمال او جنوب کې طالبانوګڼ فوځي مرکزونه فتح اوفراخې سیمې اوغونډې غونډې ولسوالئ ونیولې نوامریکا یوځل بیا سخته ورخطا شویده اوتګلاره یې دسخت تذبذب ښکارده او دهمدې تذبذب او ورخطایۍ په حالت کې یې سخت طفلانه اودخندا وړ حرکات او اقدامات کړيدي . هغه هلمند چې پکې زرونه بهرني امریکایې اوبرتانوي اشغالګر دطالبانو دمقابلې نه عاجز اوپه تېښته ترې وتښتېدل اوس به یواځې ۱۰۰ امریکایې فوځیان څرنګه دطالبانو مقابله وکړای شي ؟ څه به له طالبانو هلمند وساتي اوڅه به خپلوګوډاګیانو ته نوې روحیه ورکړي ؟ موږ پدې پوهېږو چې امریکا لاهم دخپلې ګوډاګۍ ادارې دبقا اودخپل دائمي اشغال خوبونه ویني او ددې لپاره لګیاده ناکامې هڅې کوي اوغواړي چې دسیمې دټولوهېوادونو لپاره دیودائمي ګواښ په توګه پاتې شي خوداهيله یې هیڅکله هم پوره کېدونکی نده ؛ موږ خپلوګرانوهېوادوالو ، ټول مسلمان ملت اودسیمې هېوادونوته زېری ورکووچې نور په امریکا کې دلته دپاتې کېدلواوجنګ ته دطول ورکولو همت اوحوصله نده پاتې ؛ طفلانه اودخندا وړ حرکات یې هيڅ ګټه نه ور رسوي اوډېر ژر ده چې دشرمېدلې ماتې سره به موله هېواده وتښتي اوټوله سیمه به یې له شرنه په امن کې شي .ان شاءالله تعالی
حسن زوی
پر حقایقواعتراف دحق منونکواوحق پالونکوخلکوکاردی اوله حقایقوانکار ښه لوی بد عادت دی ،دا بد عادت افرادو،کورنیو،قبیلو،او هېوادونو او نظامونو ته لوئ تاوانونه وراړوي او په حقایقو اعتراف کول خلک د لویو تاوانونو نه ساتي نو ددې لپاره چې له حقایقو مو انکار نه وي کړی موږ دا منو او پرې اعتراف کوو چې پدې مادي نړۍ کې بل یو داسی هېواد هم نشته چې په ټولو امورو کې د امریکا سره د برابروالي ادعا وکړی او یا ورنه ځان پورته وکڼی.
د امریکا مادي وسایلو ته د هیچ چا مادي وسایل نشي رسېدای ډېر لویه ځمکه يې ډېر ستر او ښه زعی حاصلات ورکوي ، د نړۍ زیات بدای خلک همدلته دي ، صنعت او تجارت يې له هر چا وړاندې دی، کومې وسلې او جنګي وسایل يې چې په فابریکو کې جوړیږي او د نړۍ په ګڼو هېوادونو پلورل کېږي له دې لارې لاسته راتلونکی پيسې دومره زیاتې دي چې شاید د نړۍ دبل یو صادرونکي هېواد د صادراتو پيسې به ورته ونه رسېږي ؛ رښتیا داده چې اقتصاد يې ډېر پېاوړی دی .
شوروي اتحاد ایله ۸ کاله په افغانستان کې جنګ جاري وساتلای شو او ۸ کلونه پس د شوروي اتحاد د اقتصاد هغه حالت و چې نه یواځې دا چې جنګ يې نور روان و نه شو ساتلای بلکې د خپل استعمار لاندې هېوادونه يې هم نور له ځان سره نه شو ساتلای نو هماغه و چې ټوټه ټوټه شو اوټول استعمارشوي هېوادونوترې آرادي واخستله خو امریکا چې د خپل تاریخ تر ټولو اوږد او د لوړو مصارفو جنګ کې د ۱۵ کلونو راهیسې اخته ده داسمه ده چې اقتصاد ته يې ډېر زیان وراوختی دی او د چین په څېرد هېوادونوهم په ملیاردونه ډالر پوروړی ده خو د ستراقتصادی بحران سره لا نده مخامخ نوځکه لاهم په ځان کې د جنګ روان ساتلو توان ویني ؛لاهم په نړۍ کې د شیطاني پلانونو او دسیسو په تطبیق په ملیاردونه ډالر لګوي او لا يې هم د خپلو غلامو هېوادونو سره د کلنیو مرستو لړۍ روانه ساتلې ده .
موږ دا هم منو چې د امریکا فوځ یوخونخوار،بی رحمه او جنګ خوښونکی فوځ دی ځکه چې دا داروپانه دراغلوهغه قاتلینو،قابضینو،لوټمارانو او غلو اولاد دی چې دریډاندین په نوم دامریکا خپل اوسېدونکي یې وژلي دي اوپدې خاورې قابض شویدي ؛ نوپه دوئ کې د خپلو پلرونواو نیکونو نښې او آثار شته.
امریکایان خپل همدې ستر او مادي او نظامي ځواک سخت مغرور کړیدي او د غرور تر څنګ دوئ د مادیاتو سخت حریصان هم دي.
امریکایانو کې نورې ګڼې بد اخلاقئ هم شته خو دا دواړه یانې غرور اود مادیاتو حرص دوه داسی اخلاقي کمزوریانې دي چې د امریکا د ټولو ناسمو پریکړو او دناسمو پرېکړو په تنیجه کې د ټولو ناکامیو د اصل لامل په توګه يې یادولی شو .
د دوهم نړیوال جنګ نه پس چې امریکا پر کوریا ، ویتنام ، ډومینکن،لبنان، ګریناډا،پانامه،عراق،صومالیه،هیټی، بوسنیا، کوسوو ، افغانستان او بیا په عراق حملې کړیدی ددې ټولویرغلونو هدف یواځې او یواځې پر ټولې نړۍ خپله باداري قائمول او دنړۍ پر وسایلو قبضه راوستل و.
د افغان جهاد د کامیابۍ په تنیجه کې د نړۍ د یو قطبي کېدلو نه پس خو په امریکا بیخي سترګې پټې شوې نه ورته په نړۍ کې کوم طاقت د طاقت په نظر ښکارېدو، نه يې په چا کې د مقابلې توان لیدلو او نه يې په وهم او خیال کې دا راتله چې ګینې څوک به يې مقابلی ته د راتلو جرأت وکړي نوبې له دې چې د افغانانو تاریخ يې رامخې ته کړی وای، د دوئ د مزاج نه يې ځان خبر کړی اولږ تر لږه د انګریزانو او روسانو شرمېدلې ماتی يې رامخی ته کړی وای دلته د سوچه اسلامي او د امن نه ډک نظام د ړنګولو ؛دسیمې د زېرمو د قبضې او دسیمې د هېوادونو د سرکوبولو لپاره یې په ۲۰۰۱م کال کې پر افغانستان یرغل وکړ.
امریکا د یادو شومو اهدافو د ترلاسه کولو لپاره د دائمې قبضې په موخه زمونږ پر ګران هېواد یرغل کړی و نو ځکه يې هيڅ قسمه مهال ویش نه و وړاندې کړی اونه يې داویل چې کله به له دې هېواد نه بېرته خپل فوځونه وباسي.
خو کله چې طالبان د دوئ پر ضد د جنګ ډکر ته راووتل ؛جنګ ورو ورو په منظم کېدو او د امریکایانو تلفات مخ په زیاتېدو شول او په افغانستان کې شتو امریکایې او نورو بهرنو ځواکونو ته يې مقابله ناشونې شوه نو جارج ډبلیوبش په ۲۰۰۶م کې افغانستان ته اضافي فوځونه راواستول ، هغه مهال بارک اوباما سناتورو او د امریکا د دولت نه يې په شدت غوښتنه کوله چې د عراق نه دې خپله ټوله توجو د افغانستان جګړې ته راواړوي .
هماغه و چې د ۲۰۰۸م کال په ولسمشریزو انتخاباتو کې د بریالیتوب سره سم اوباما په افغانستان کې د خپلو سرتېرو د زیاتولو اعلان وکړ خو چې دې اعلان د طالبانو په روحې هیڅ منفي اثر ونکړ او د عسکرو زیاتوالي د جګړې شدت راکم او نه هم د امریکایانو او نورو بهرنو ځواکونو په تلفاتو کې کموالی راغلو بلکې جګړه لاپسې توده او تلفات لاپسې زیات شول چې ورسره د امریکایانو له لورې د افغانستان ته د امریکايې فوځونو د راوستلو غوښتنې رامخې ته شوې نو د ډېرې سترې ناهیلۍ په عالم کې اوباما اعلان وکړ چې له ۲۰۱۱م کال وروسته به يې د فوځیانو د راویستلو پروګرام پیل شي.
په ۲۰۱۴ م کې د اشرف غني او عبدالله د ګوډاکۍ ادارې رامنځته کېدو سره سم چې د امریکا او ناټو سره د امنیتي تړونونو په نوم د هېواد پلورنې سندونه لاسلیک شول نو امریکا بیا خپل پروګرام بدل کړ او اعلان يې وکړ چې د ۲۰۱۴م نه پس هم د امریکا ۹۸۰۰ او د ناټو۲۰۰۰ عسکر په افغانستان کې پاتې کېږی چې ۲۰۱۶ م کې به دا شمېر نیمايې ته راکوز شي.
د طالبانو په لاس د کندز ښار د فتحې نه پس بیا امریکاخپله وړاندینۍ تګلاره بدله کړه او ويې ویل چې د ۲۰۱۶م تر پایه به افغانستان کې ۹۸۰۰ سرتېرې ساتی او د ۲۰۱۷ م کال په لومړۍ میاشت کې به بیا دغه شمېره ۵۵۰۰ ته راښکته کوي .
اوس يې بیا اعلان وکړ چې د ۲۰۱۶ م کال تر پایه به په افغانستان کې ۹۸۰۰ نه بلکې ۸۴۰۰ عسکر وساتي ، تر څنګ يې د ۸۰۰ تازه دمو عسکرو د راوستولو اعلان هم کړیدی او هلمند کې د طالبانو د نویو سترو فتوحاتو د مخنیوي او خپلو ګوډاګیانو ته د نوې روحې ورکولو لپاره يې هلمند ته د دوئ په وینا۱۰۰ امریکايې عسکر رالېږلي هم دي .
هغه امریکا چې دهمېشنۍ قبضې په موخه یې پرافغانستان یرغل وکړ اوس چې دخپلوفوځونو دویستلو اعلانونه کوي ؛ کله بېرته له خپلې ژمنې پشا کېږي اودخپلوفوځونودایسارولو خبره کوي ؛ کله خپل فوځونه راکموي ؛ کله بېرته له خپلې خبرې اوړي او وایې چې دفوځیانو دراکمولوپرېکړه یې بدله کړیده ؛ کله وایې دفوځیانوجګړه یزماموریت یې پای ته رسېدلی دی ؛ کله بېرته دجګړې ډګرته راستنېږي ؛ دامریکا داغیرثابت حالت ددې خبرې ډېرلوی دلیل دی چې دافغانستان په اړه دامریکا تګلاره ډېره متذبذبه ده .
ډېرخلک لاهم ګومان کوي چې دافغانستان په اړه دامریکا تګلاره په کلکوبنسټونو ولاړه اوباثباته ده خوحقیقت دادی چې دطالب قوي اوستروګوزارونودامریکا ټول نظم دړی وړی کړیدی ؛ کله چې لږه دارام ساه واخلي وایې چې موږکال نورهم پاتې کېږو ،خوچې څومضبوط ګوزارونه وخوري اودطالبانو فتوحات مخ په زیاتېدوشي نوبیا دوتلوخبرې پیل کړي .
دایواځې په افغانستان کې نده بلکې دامریکاټول تاریخ دهمدې خبرې ګواه دی ؛ په هرچایې چې یرغل کړیدی نوپه پیل کې ډېر منظم ښکاري خوچې بیا یې دکمزوروخلکوله لاسه ګوزارونه خوړلي نوټول نظم یې تباه اوډېرزر دبې نظمۍ اوخندا وړحالت سره یوځای تښتېدلي دي .
پدې تازه ورځوکې چې دهېواد په ختیځ ، شمال او جنوب کې طالبانوګڼ فوځي مرکزونه فتح اوفراخې سیمې اوغونډې غونډې ولسوالئ ونیولې نوامریکا یوځل بیا سخته ورخطا شویده اوتګلاره یې دسخت تذبذب ښکارده او دهمدې تذبذب او ورخطایۍ په حالت کې یې سخت طفلانه اودخندا وړ حرکات او اقدامات کړيدي .
هغه هلمند چې پکې زرونه بهرني امریکایې اوبرتانوي اشغالګر دطالبانو دمقابلې نه عاجز اوپه تېښته ترې وتښتېدل اوس به یواځې ۱۰۰ امریکایې فوځیان څرنګه دطالبانو مقابله وکړای شي ؟ څه به له طالبانو هلمند وساتي اوڅه به خپلوګوډاګیانو ته نوې روحیه ورکړي ؟
موږ پدې پوهېږو چې امریکا لاهم دخپلې ګوډاګۍ ادارې دبقا اودخپل دائمي اشغال خوبونه ویني او ددې لپاره لګیاده ناکامې هڅې کوي اوغواړي چې دسیمې دټولوهېوادونو لپاره دیودائمي ګواښ په توګه پاتې شي خوداهيله یې هیڅکله هم پوره کېدونکی نده ؛ موږ خپلوګرانوهېوادوالو ، ټول مسلمان ملت اودسیمې هېوادونوته زېری ورکووچې نور په امریکا کې دلته دپاتې کېدلواوجنګ ته دطول ورکولو همت اوحوصله نده پاتې ؛ طفلانه اودخندا وړ حرکات یې هيڅ ګټه نه ور رسوي اوډېر ژر ده چې دشرمېدلې ماتې سره به موله هېواده وتښتي اوټوله سیمه به یې له شرنه په امن کې شي .ان شاءالله تعالی
06-10-2016
05-10-2016
04-10-2016
03-10-2016
02-10-2016
01-10-2016
27-09-2016
19-09-2016
بسم الله الرحمن الرحیم دمحرم میاشت یوه عظیمه دقدراواحترام میاشت […]
علامه ابن قیم الجوزی رحمة الله علیه د رانجو د استعمال د ګټو په هکله […]
لیکنه: نورالله خان احمدزی د قرآن کريم د فضيلت په اړه چې قرآن او حديث […]
الحمد لله والصلاة والسلام علی رسول الله وبعد: د شاه شجاع چوکۍ ته د […]